تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ډیر ولور یولس آفتونه (۲برخه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 28, 2018
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

نيكمرغه ښځه او تر ټولو ښه مهر
د شريعت له نظره او د رسول اكرمﷺ ده احاديثو پر بنياد تر ټولو نيكمرغه ښځه هغه ښځه ده چي مهر يې لږ او آسانه وي او تر ټولو ښه مهر هغه دئ چي كم او لږ وي.  لكه په لاندنيو احاديثو كي چي راځي.


۱. عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِي اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: خَيْرُهُنَّ أَيْسَرُهُنَّ صَدَاقًا.(۱)
ژباړه:د عبدالله  ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دئ، چي رسول اکرمﷺ وفرمایل: بهترينه د ښځو هغه ده چي مهر يې آسانه (كم) وي.


۲.عَنْ عَآئِشَةَ رَضِيَ اللهُ تَعَالَي عَنْهَاعَنِ النَّبِيِّ ﷺ: اَعْظَمُ النِّسَآءِ بَرَكَةً اَيْسَرُهُنَّ صُدَاقاً.(۲)
ژباړه: د حضرت عائشې رضي الله تعالي عنها څخه روایت دئ چي رسول اكرمﷺ وفرمايل: په ښځو کي تر ټولو لويه بركتناكه ښځه هغه ده چي مهر يې اسانه وي.


۳. عَنْ عَائِشَةَ ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : إِنَّ مِنْ يُمْنِ الْمَرْأَةِ تَيْسِيرَ خِطْبَتِهَا ، وَتَيْسِيرَ صَدَاقِهَا ...(۳)
حضرت عایشه رضی الله عنها د رسول اكرمﷺ څخه روایت کوي چي بیشکه چي د ښځي اسانه مرکه او اسانه مهر د هغې د برکت څخه دي. 


۴.عَنْ عُرْوَة عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللهُ تَعَالي عَنْهَا اَنَّهَا قَالَتْ قَالَ رَسُولُ اللهِﷺ مِن يُمنِ المَرأَةِ اَنْ يَّتَيَسَّر خُطْبَتُهَا وَاَنْ يَّتَيَسَّر صُدَاقَهَا... قَالَ عُرْوَة وَأَقُوْلُ مِمَّنْ عِنْدِيْ مِنْ أَوَّلِ شَؤُمِهَا أَنْ يُّكَثِّرَ صُدَاقَهَا.(۴)
عروة رضي الله عنه د حضرت عائشې رضي الله تعالي عنها څخه او هغه د رسول اكرمﷺ څخه روایت کوي چي ده وفرمایل: د برکت څخه د ښځي دا دئ چي خِطبه او مهر يې آسانه وي... او عروة رضي الله عنه وويل: اوزه د خپل ځان څخه وايم چي د ښځي لومړۍ بدمرغي دا ده چي مهر يې ډير وي.


داغه ډول نور ډير احاديث سته چي د لږ مهر او آسانه نكاح پكښي ستاينه سوې ده. الله دي راته پدې او نورو احادثو باندي د عمل کولو توفیق راكړي. خوله بده مرغه چي زموږ په هیواد افغانستان کي ددې ټولو احادیثو پر خلاف خلګ داسي ډیر مهر اخلي چي له یوې خوا پکښې بدمرغي نغښتې ده او د بلې خوا پکښې د حد د پاسه زیانونه او تاوانونه او لوی لوی آفتونه دي چي موږ یې د یوڅو یادونه دلته کوو:


د ډير ولور لومړۍ آفت
څرنګه چي د نكاح د فضيلته څخه معلومه سوه چي نكاح څومره فضيلت لري، نو نظر وفضيلت ته د نكاح انسان چي هر څومره ژر نكاح وكړي ډير به ښه وي دا ځكه چي يو خو انسان د ډيرو تأهلي فضائلو خاوند ګرځي او بل انسان د كورنۍ او تأهلي ګناه څخه ژغورل كيږي، او بل د انسان څخه دده اصلي دښمن شيطان خوابدئ كيږي چي پدې كښې د انسان لپاره ډير لوی سعادت او نيكبختي ده.


له بده مرغه اوس زموږ په زمانه كي د مهر او لګښت د ډيروالي له امله ددې ښيګڼو څخه ځوان او پيغله دواړه محروم دي او برسيره پردې ځوانان او پيغلي نه تنها دا چي ددې فضيلت څخه بې برخي پاته سويدي بلكی په ډيرو ناروا كارونو باندي هم اخته سويدي چي ددې ګناه د اصلي لاملونو څخه د ډیر مهر ایښودل دي او دې ګناه ته د زمینې د برابروونکو څخه هغه خلګ دي چي ډیر مهرونه ایږدي او د ځوانانو د ژر نکاح کولو مخي ته خنډونه اچوي.

 

ان شاء الله نور بیا...

 

ماخذ: ډیر ولور نیکمرغي ده که بدمرغي؟

 

لومړۍ برخه: د مهر تعریف، حکم او د نکاح ارزښت

_______________

۱ - المعجم الکبیر للطبرانی حدیث ۱۰۹۳۷، صحیح ابن حبان
۲ - المستدرک علی الصحیحین للحاکم حدیث ۲۷۳۲
۳ - مسند احمد بن حنبل، حدیث: ۲۴۵۲۲

۴ - المستدرک علی الصحیحین حدیث ۲۷۳۹

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته