تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
روژه؛ د رحمتونو میاشت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 27, 2024
  0

لیکنه: زینب سلطان خور/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


روژه؛ د رحمتونو میاشت 


د رحمتونو، مغفرت، برکتونو، فضلیتونو، انواراتو، د جنت د عطایني، د دوږخ د خلاصون، مرحمت، د خوښیو، د سکون او ارام، د میني، صمیمیت، په زړونو کي د شفقت، د لوی الله د فضل او کرم، د راحت او د الله تعالی د ستر او لوی دربار څخه د بې شمېره نعمتونو د پیرزویني او ورکړي سپیڅلې، مبارکه، ستره او د کال په ټولو میاشتو کي غوره میاشت ... رمضان المبارک.


ډیرو انسانو د کلونو کلونو پلانونه جوړ کړي او خوبونه لیدلي وه، خو خپل خوبونو او هیلو ته ونه رسیدل ځکه چي یو داسي حقیقت سته چي د خاطره یې د ژوند اعتبار ختم سوی دی او پر بې شمېره ارمانونو او پلانونو باندي يه لږ وخت کي خاوري اړولای سي، دا حقیقت مرګ دی، مرګ موږ ته یو ورځ نه یو ورځ راتلونکی دی، خو بختور هغه څوک دی چي د مبارکي روژې د میاشتي د عبادت او اطاعت خوند او فضلیتونه تر لاسه کړي.


ژوند ته هیڅ اعتبار نسته نو هر انسان ته لازمه ده چي د هر فرصت، هري ورځي، هر ساعت، هري دقیقې او هري ثانیې څخه غوره استفاده وکړي، د الله تعالی په اطاعت یې تیر کړي، د الله پاک د دربار څخه د مغفرت غوښتنه وکړي، پر شته نعمتونو د الله پاک شکر ادا کړي، د الله سبحانه وتعالی رضا خپله کړي او....


د عبادت فرصت او د سوي عبادت فضلیت تر نور وخت په دې سپیڅلې میاشت (روژه) کي څو چنده دی، هغه انسان ډیر خوشبخته دی چي ددې رحمتونو او برکتونو څخه برخمن سي؛ ځکه چي په لږ وخت او لږ عبادت باندي انسان ډیر اجر او ډیر سکون ترلاسه کوي.


الله سبحانه وتعالی دي موږ ټول ددې سپیڅلې میاشتي د برکتونو څخه برخمن وګرځوي، الله پاک دي مو دا میاشت د مغفرت او جنت ته د داخلېدو ذریعه وګرځوي، کوم فرصت چي اوس موږ ته راغلی دی دا بیا شاید موږ ورڅخه برخمن نه سو، نو باید دا میاشت خپله اخري میاشت وګڼو او د زړه د اخلاصه د الله تعالی اطاعت، عبادت او بندکي وکړو.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته