تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اووه ډوله ښځي د نکاح وړ نه دي!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 13, 2022
  0

 لیکنه: معظمه

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
امام غزالي رحمه الله په خپل کتاب احیاء علوم الدین کي رانقلوي چي:
یوه عرب خپلو زامنو ته نصیحت وکړ، چي د دغو صفاتو لرونکو ښځو سره واده مه کوئ؛ که څه هم هغوی په حسن، جمال او شتمني کي بې ساري وي؛ ځکه له دغسي ښځو سره نکاح کول د ټول عمر د افسوس او ارمان سبب ګرځي. 
 
هغه ۷ ډوله ښځي دا دي:
 
۱- انانه  ۲- منانه ۳- کنانه ۴- حنانه ۵- حداقه ۶- براقه  ۷- شداقه
 
۱ – انانه:  هغه ښځه ده، چي تل يې سر تړلی وي؛ یعني هر وخت شکایت کوي او دا یې عادت ګرځېدلی وي.
 
۲- منانه: هغه ښځه ده، چي هر وخت پر خپل خاوند احسان اچوي؛ چي ما خو ستا سره دغه احسان کړی دی او ستا له خوا ما ته هیڅ هم نه دي راکول سوي.
 
۳- کنانه: هغه ښځه ده، چي همېشه د تېر وخت شیان یادوي؛ چي په فلاني وخت کي زما سره دغه شیان او هغه شیان وو، خو اوس نسته.
 
۴- حنانه: هغه ښځه ده، چي هر وخت خپل پخوانی خاوند یادوي او وايي: هغه عجيبه ښه سړی و، خو ته هغسي نه يې!
 
۵-حداقه: هغه ښځه ده، چي همېشه خاوند ته فرمایشونه ورکوي؛ هر شی چي وویني، د هغه غوښتنه کوي.
 
۶- براقه: هغه ښځه ده، چي همېشه په خپل ځان جوړولو مصروفه وي؛ فېشن یې عادت ګرځېدلی وي او نور ضروري کارونه ځيني پاته وي.
 
۷- شداقه: هغه ښځه ده، چي تېزه ژبه لري؛ هر وخت خبري جوړوي او خبري بیانول يې کار وي.
 
دا د ښځو نومونه نه دي؛ بلکي د ښځو صفتونه دي.
 
پند: ددې لیکني مطلب دا دی چي ښځي باید دغه صفتونه د ځانه څخه لیري کړي ځکه د کورنیو مشکلاتو سبب ګرځي.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۵ ګڼه
 قال بعض العرب (لا تنكحوا من النساء ستة لا أنانة ولا منانة ولا حنانة ولا تنكحوا حداقة ولا براقة ولا شداقة).....  احیاء علوم الدین للامام غزالي وذكر الرحيباني في مطالب أولى النهى شرح غاية المنتهى.
----------------------------
د ښځو په اړه ګټوري لیکني: نیکمرغه میرمن
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته