تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د واده وروسته د خاوند خطا او نیمګړتیاوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 6, 2022
  0
رالېږونکی: مولوي محب الله صاحب/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
ځيني ځوانان عموماً تر واده وروسته ډير بدل سي، د خپلو نژدې دوستانو سره يې سلوک ښه نه وي. هغه نیمګړتیاوي او خطاوي چي د واده وروسته یې یو ځوان کوي عموماً په لاندي ډول دي چي باید ځان ځني وساتي:
 
• تر واده وروسته د مور او پلار سره ښه سلوک نه کول (توجه او خاص ارزښت نه ورکول).
• د مور او مېرمني ترمنځ توافق او روابط نه سمول.
• پر مېرمن شک او بدګماني کول.
• پر مېرمن غیرت نه کول.
• مېرمني ته په سپکه کتل.
• خپل واک او مشرتوب ښځي ته ورکول.
• د خپلي ښځي مال په باطله طریقه خوړل.
• د مېرمني د دیني تعلیم په اړه غفلت کول.
• د ښځي د نفقې په اړه بخیلي کول.
• تر اوږده سفر وروسته خپلي ښځي ته ناڅاپه راتلل.
• خپله ښځه ډېره ملامتول.
• د خپلي ښځي لږ شکرګذاري کول او نه تشویقول.
• د خپلي ښځي سره ډير جنجال کول.
• بېله ضرورته د خپلي مېرمني سره خوابدتیا او لیري والی غوره کول.
• د کور څخه دباندي ډير وخت تېرول او د خپل اهل سره لږ ناسته کول.
• د خپلي مېرمني سره بد چلند او بد معاشرت کول.
• خپلي ښځي ته نظافت او ښایست نه کول.
• د کوروالۍ (جماع) اداب نه مراعتول.
• د خپل بستر حال افشاء کول.
• د مېرمني په طبیعي عوارضو ناخبري.
• د حیض په دوران کي کوروالي کول.
• د مېرمني سره لواطت کول.
• بېله کوم سببه خپل مېرمن وهل.
• د ډيرو ښځو لرلو څخه غلط قصد کول.
• د خپلو څو ښځو ترمنځ عدل نه کول.
• په طلاق کي عاجله او تلوار کول.
• تر طلاق وروسته د ښځي بدي بیانول.
• تر طلاق وروسته د اولاد ضایع کول.
• د خپلي مېرمني سره لږ وفاء کول.
• د خسرګنۍ بې عزتي کول.
• پر خپله مېرمن قناعت نه کول، او نور مسلمانانو د ښځو طلب کول.
 
او داسي نور.......
 
دا ټولي هغه خطاوي او نیمګړتیاوي دي چي یو نارینه یې تر واده وروسته ترسره کوي. باید د ژوند د ستر نعمت څخه د ښه خوند اخیستلو لپاره د پورته کارونو څخه ځان وساتي. (سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه)
 
یادونه: ددې مقالې نقلول د تعلیم الاسلام ویب پاڼي د نوم په یادولو جواز لري.
 
 اړوند لیکني:
د واده وروسته د ښځي نیمګړتیاوي
مرکه- کورني اختلافات- د نارینه نیمګړتیاوي
مرکه- کورني اختلافات- د ښځي نیمګړتیاوي
کورنۍ ته د پاملرني کولو ارزښت
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته