تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خوري!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 24, 2022
  0

لیکنه : مولوی عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


 خوري! کله چي لمر را وخیژي دا در په یاد کړه چي پر زرهاوو محتاجانو او غريبانو دغه لمر راختلی دی او ته په نعمتو کي يې، دا در په یاد کړه چي پر زرهاوو وږو دغه لمر راختلی دی او ته مړه یې، دا در په یاد کړه چي پر زرهاوو بندیانو دغه لمر راختلی دی او ته حّره او آزاده یې، دا در په یاد کړه چي پر زرهاوو په غم لړلو اوكونډيانو دغه لمر راختلی دی او ته نېکمرغه او سالمه يې.


د څومره ښځو پر باړخوګانو به اوښکي بهيږي، او د څومره مندو په زړو کي به د اولادو د فراق اور بل وي، او د څومره ماشومانو په حنجرو کې به د مرستي غوښتلو چغاري او بغاري وي، او ته خوشاله او راضي يې، نو د الله جل جلاله  شكرد ده جل جلاله  پرمهربانیو، دده پر ساتنه او د ده جل جلاله پر احسان آداء کړه، د لږ وخت دپاره تنها کښینه او په فکر کي هغه نعمتونه دروګرځوه چي ستا سره موجود دي او ته هغه نعمتونه لرې، وګوره چي څومره نعمتونه لري، څومره خوشالۍ لرې ښایست لرې، مال لرې، اولاد لري، کور لرې، وطن لرې روښنایي او هواء لرې، اوبه او خواړه لرې، دواء او ډاکټر لرې نو خوشحاله سه ، او خوشبخته سه ، او شکر آداء کړه .


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته