تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حجاب که بې حجابي؟!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 7, 2022
  0

ژباړه: سمیع الله دُرانی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
په یو کلي کې یوه باحجابه ښځه اوسیدل، د هغې غوښتنه وه، چی واده له هغه چا سره وکړي چي دا په پرده کې وساتي؛ یو ځوان په هغه شرط د نکاح لپاره ورسره راضی سو، دواړو واده سره وکړ؛


وخت تیریدی، تر دغه وخته چی زوي یې پیدا کیدی، یوه ورځ یې خاوند ویل: زه ټول ورځ په باغ کې کار کوم، د ډوډۍ لپاره کور ته راځم، څومره وخت چي زه ضایع کوم، ته باغ ته ډوډۍ راوړه.


میرمن یې ورسره خوښه کړه، وخت تیریدی، بیا یې بل زوي پیدا سو، بیا یې خاوند وویل: اوس ګزاره مشکله ده، ته به زما سره په باغ کي کار کوې.


چي له دې سره یې د حجاب څخه نیمایي حجاب ولاړی؛


د دریم زوی په پیدا کیدو سره د هغې خاوند ټول حجاب ځني لیري کړ، وخت تیریدی، تر دغه وخته چي زوي یې ځوانیدی؛


یوه ورځ همدا میرمن له خاوند سره ناسته وه، خاوند یې وخندل، میرمني یې د خندا سبب وپوښتئ؟


و یې ویل: غټ حجاب دي کوی، اخر دي ټول ختم سو، څه فرق کوي؟! په حجاب کي هم ژوند تیریږي او په بې حجابۍ کي هم ژوند تیریږي.
هغې ورته وویل: ته زما سره په دغه اطاق کي پټ سه، زه تا ته د حجاب او بې حجابۍ فرق درښیم.


خاوند یې په اطاق کې پټ سو، میرمني یې سر د مځکي وواهه او ژړا یې شروع کړه، اول واري یې مشر زوی راغلی او د ژړا علت یې ځیني وپوښتی؟


ورته یې ویل: ستا پلار زه و وهلم، مشر زوی ته یې مور معلومه وه، که یې چیري وهلې وي، نو هیڅ خبره نه ده، پوهیدی چي پر پلار مي ګرانه ده او خیال یې ساتي؛


هغه ولاړی، میرمن یې ژړل او دوهم زوي یې راغلی، ورته یې وویل: ستا پلار زه ووهلم.


هغه زوی ته یې درد ورغلی پلار ته یې ښکنځل وکړل، بیرته ولاړی، اخر وار یې کشر زوي راغلی، کشر زوی ته یې ډیر درد ورغلی، سور سور کیدی او په زور سره یې کښنځل ورته کول، چی پلار وژنمه، بیا یې میرمني خپل خاوند راوغوښتی، ورته یې وویل: اول د پوره حجاب په وخت کي پیدا سو، دوهم د نیمایي حجاب په وخت پیدا سو او درېم بیا د مکملي بې حجابۍ په وخت کې پیدا سو، چي ستا ټول عزت یې اخیستی.

 

عبرت: حجاب د ښځي فطري تقاضا ده، چي د حقیقي خالق جل جلاله  له طرفه د نارینه او ښځي لپاره قاعده او قانون هم دی، کوشش وکړه له ښځو سره په هره معامله کي د حجاب اهتمام کوه، حجاب یو نعمت دی، هغه زحمت مه بولئ.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته