تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زما سترګه څنګه ړنده شوه؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 7, 2022
  0
لیکنه: عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د هالینډ څخه د یوې خورکۍ لیک

زمایوه ملګریه فاطمه دخپلو نوکانو له کبله په یوه سترګه ړنده شوه، چې زه دفاطمې خورلیکنه درلیږم:
 
زما سترګه څنګه ړنده شوه؟
 
په غربي نړۍ کي په ځانګړي ډول سره په ښځو کي دنارینه وو په نسبت باندي د نوکانو لویول دود دي، دا یو فیشن ګرځیدلی دی، ماهم بدبختانه خپل نوکان غټ کړل، که څه هم مور او پلار مي راته ویل چې دا کارمه کوه خو ما برعکس د حیوانانو په شان خپل نوکان غټ کړل، زما د نوکانو اندازه تر (۲،۵) انچه پوری ورسیدل، بیا به زه و فیشن خانو ته تلم هلته به مي مختلف رنګونه ورکوله، کله طلایي رنګ، کله ګلابي رنګ او کله هم نور... یوه شپه په ازمایښت کي شوم، خوب مي لیدی چې پخپل ګران هیواد (افغانستان) کي په یوه شنه دښته کي په یوه لوړه غونډۍ باندي ناسته یم، د کوچیانو رمې وینم، د او بو شرنګهاری اورم ، ډيره خوښه یم، ناڅا په یو څوک راڅر ګند شو، زما و لور ته را روان دی او په قهر دی، زما ټولې خوښې یې را څخه هیري کړې، کله چې ډیر رانژ دې شو زه ئی پر مخ په څآپیړه و واهلم، ما کوښښ وکړی چې منډه کړم خو هیڅ نه کیدله، کله چې ده د دوهم ځل لپاره زما د وهلو اراده وکړه ما پر مخ باندی لاسونه ونیول، او چیغه مي کړه، په دغه وخت کي له خوبه را پاڅیدم، په چیغه مي مور او خور راویښي شوې، راته یې وویل څه در وشوه؟ فاطمې فاطمې !!!
 
 کله چې په هوښ کي شوم سترګې مي زیات درد کاوه، و مور ته مي وویل له سترګي څخه په تکلیف یم، کله چې هغې سترګه وکتل نو سترګه زخمي شوې ده، کله چي مي په خوب کي لاسونه پر مخ ونیول نو یو نوک مي په سترګه باندي ننوتی دی، په دې شپه کي زه و روغتون ته یووړل شوم، دا وخت د سهار ۵ بجې دي، په لومړیو کي ډاکترانو راته ډاډ راکی چې سترګه به وژغورل شي، خو کله چې سهار شو او سر طبیب راغی نو راته یې وویل بچیه، دا څه د رشوي دي؟ 
ما ور ته قصه وکړل، او مخ مي په ژړا باندي  لوند وو، راته یې وویل بچیه ژاړه مه دا به ښه شي.
 
 پر۱۰ بجې د سهار و اپریشن تهتر ته داخله شوم، زه نوره په ځان باندي نه یم خبره شوې،  کله چې مازیګر په هوښ کي شوم مور مي راته وویل چې فاطمې ! سترګه دي د لاسه ورکړه، مانه وو در ته ویلي چي دا نوکان لنډ کړه، خو تا و نه منل او سزا دي ولیدل، ما ورته په ژړا وویل مورې!!! بیا به داسي نه کوم، مور مي راته وویل فاطمې! که دي پرې نه کړل نو د ابله سترګه به دي هم ړنده شي.
 
یقیناً دا زما د ژوند تر ټولو ترخې شیبې دي.
 
یا الله!!! دا مي ددې دنیا سزا ده او په اخرت کی به څه کوم؟!! په هر صورت د هغې سترګې پر ځای مي مصنوعي سترګه کښینول ، دید نشته، و بل لور ته هغه مینه او لورینه چي په هغه سترګه کي وه اوس ور څخه محرومه شوم. (فاطمه- هالنډ)
 
را رواني لیکني مه هیروئ:
 
نوکان په احاديثو کي
نوک څه شي ته وايي؟
نوکان بايد په څو ورځو کي پريکړل شي؟
www.taleemulislam.net
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته