تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دغل لاس او دوزیرژبه پرې کړی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 16, 2022
  0

لیکنه : علي الله متوکل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


یو باچا وليدل، چي د بزګر خرونه ټول په یوه کتار منظم روان دي. باچا پوښتنه وکړل، دادي څنګه منظم کړي دي؟


بزګر ورته وویل: کوم یو چي له کتاره ووزي و هغه ته سزا ورکوم.


باچا وویل: دا بزګر زما په هيواد کي امن او نظم را وستلای سي.


بزګر ئې له ځانه سره و شاهي دربار ته بوتلی، دې وخت کي د یوه غله قضیه شروع وه، پر غله د لاس پرېکولو حکم را ووتی. بزګر پر جلاد ږغ وکړ، لاس ئې پرې کړه. دې وخت کي وزیر اعظم د بزګر خواته راغلی، ویل: دا غل زموږ خپل سړی دئ، و به ئې بخښو. 


بزګر په زوره ږغ وکړ: د غله لاس پرې کړی او د وزیر ژبه پرې کړی. 


باچا هم د بزګر خبره و منل: د غله لاس او د وزیر ژبه ئې پرې کړل. 


بس، په همدې یوه کار سره په ټول هيواد کي امن او نظم قایم سو. 


#سوال: که د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په واسطه د هغه ګران اکا ابو طالب، که د لوط علیه السلام په واسطه د هغه مېرمن، که د نوح علیه السلام په واسطه د هغه زوی، که د ابراهیم علیه السلام په واسطه د هغه پلار د الله جل جلاله د قهر څخه و نه ژغورل سول، نو بیا حکومت څوک دی، چي د خلکو واسطې مني؟ چي د خپلو خلکو لحاظ کوي؟


#حل: که مجرمان په سزا ورسول سي، نو بیا به و امن او نظم ته هیڅوک هم زیان و نه رسوي.


#ونیسئ نا اهله له وظیفې لیري کړی، فاسد پر کور کښېنوی او خاین د محبس میلمه کړی. امن خپله راځي. ان شاء الله


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته