تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
طبیعت که عقل انسانان پرطبیعت ژوندکوي که په عقل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 16, 2022
  0

طبیعت که عقل انسانان پرطبیعت ژوندکوي که په عقل 


لیکنه : علي الله متوکل / تعلیم الاسلا م ویب پاڼه


دا لنډه کیسه را سره ولولی، بیا به هيڅکله له چا څخه ګیله و نه کړی.


ژوند څنګه مخته ځي، یا خلک ستا سره څنګه روابط او اړیکي پالي؟


خلک د ژوند په جریان کي تر عقل زيات له طبیعت (فطرت) څخه کار اخلي او دا دوی په خپله خوښه نه کوي، بلکي د دوی فطرت او طبیعت پر عقل غالبه وي. زه به یو کیسه درته وکړم: 


د یو باچا او یو وزیر سره جنجال وو، باچا ویل ژوند په عقل مخته ځي او وزیر ویل، نه باچا صاحب، طبیعت او فطرت غالبه وي. یو څه وخت وروسته باچا د شپې ناوخته و وزیر ته وویل، راسه چي د دربار کارونه مخته یوسو. 


وزیر ماښام راغلی. ګوري چي د باچا بغلته پیشي ناسته ده، شمعه یې په لاس کي نیولې ده او باچا ئې و رڼا ته خط لیکي. باچا و وزیر ته وویل: ما درته وویل، چي ژوند په طبیعت (فطرت) نه، بلکي په عقل مخته ځي، وګوره، د پیشي طبیعت څه شي دی؟ د پیشي طبیعت ایسته او دوري ځغستل دي، د موږکانو نیول دي، خو ما د هغې عقل داسي روزلی دی، چي هغه ماته د یو انسان په څېر شمعه نیسي.


خیر، څه ګړی وروسته وزیر و باچا ته وویل: د نن لپاره دغونده کار بس دئ، سبا به کار وکړو، باچا هم و منل. 


سبا چي وزیر راغلی، نو پیشي بیا ناسته ده، شمعه یې لاس کي نیولې ده، وزیر کرار له کڅوړي څخه موږک را و ایست او ایله یې کړ، پیشي شمعه و غورځول او په موږک پسې یې وځغستل. شمعه پر کاغذونو ولوېدل د باچا د دربار ټول کاغذونه خراب سول. 


وزیر و باچا ته وویل: باچا صاحب، ژوند په عقل نه، بلکي په طبیعت (فطرت) مخته ځي. موږ ډېر وخت ډېر خلک روزو، ښې لاري ته یې رابولو، ملګرتیا ورسره کوو، خو د هغوی فطرت داسي نه وي، د هغوی فطرت د لیوه وي، هغوی بیرته موږ داړي او بیرته موږ ته تاوان رسوي. باچا صاحب!!! زما دا ومنه! کوم خلک چي په فطرت کي کمزوري وي هغوی ته په دربار او ژوند دواړو کي ځای مه ورکوه. کمزوري فطرت والا همېشه کمزوري وي. 


#نوټ: کله کله موږ و ځینو خلکو ته وخت او لاس ورکړی وي، هغوی تر یو وخته زموږ سره په عقل ژوند کوي، خو وروسته پر وغمېږي، بیرته خپل پر فطرت (طبیعت) ژوند شروع کړي او موږ ته دوکه راکړي. نو بیا داسي حال کي باید له ملګرو او قریبانو څخه ګیله و نه کړو، بلکي ګیله له ځانه وکړو، ځکه چي موږ خنداوتلي وو.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته