تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دحضرت ابن عمر(رض) کیسه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 4, 2021
  0

دحضرت ابن عمر(رض) کیسه


لیکنه قاري خبیب پشت رودي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


دحضرت ابن عمر(رض) ته د شپې یو مېلمه راغی، ده د څراغ مخته یو څه لیکل، نژ دې ؤ چي څراغ مړشي، مېلمه عرض وکړ صاحبه! زه به څراغ ته تېل ورواچوم، ته خپل کار کوه؟ ابن عمر(رض) وفرمایل نه صاحب! له مېلمه څخه خدمت اخستل بد اخلاقي ده، مېلمه عرض وکړ صاحبه! غلام بیده دی هغه به را پورته کړم؟ ابن عمر(رض) وفرمایل نه، نه هغه مه راپورته کوه هغه همدا اوس بیده شوی دی، بیا یې خوب خرابیږي.


هغه ؤچي دی خپله ولاړ شو، په څراغ کي یې تېل واچول او څراغ یې روښانه کړ، مېلمه عرض وکړ صاحبه! دا خو زما لپاره مناسبه نه ده چي زه ناست یم او تا غوندي ستر شخصیت خدمت کوي.


ابن عمر(رض) وفرمایل: وروره! دا ښه خبره ده مناسبه به هغه وخت نه وای چي زه ناست وای او مېلمه خدمت کولای، وروسته  یې وفرمایل وروره! دا چي تاوویل چي ته ستر شخصیت یې، دا درسته خبره نه ده، زه مخکي هم ابن عمر وم او اوس هم ابن عمر یم، ما او تا دواړه  د پاک خدای په نزد یوشان یو، دخدای خپلو بندګانو ته په یو نظر ګوري،  د یو انسان لوړ والی صرف دهغه په تقوا پوري  اړه لري، ملګرې! په څراغ کي  د تېل په اچولو سره زما شان نه کمیږي او نه په دې سره سړی کم اصل کیږي، ته نه یې خبر چي الله (ج) له عاجزي کوونکي خلکو سره مینه لري.


مأخذ افضل الحکایات 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته