تازه سرليکونه
د (د ايمان شعبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حجاب او اسلام
 
  December 3, 2015
  0
د ښځو د مسایلو او حقوقو په اړه پر اسلام د نیوکو مدّلل ځوابونه (دوهمه برخه)

لیک او ترتیب: استاذ نورالله خان احمدزی

حجاب او اسلام:

کفار او د نړۍ ستر طاغتوي قوتونه همدا هڅه کوي چې پر اسلامي حجاب بندیز ولګوي، ځینې کفري او د بشر ضد هیوادونه  
لکه فرانسه او بلجیم ...په دې بریالي هم شول چې حجاب منع اعلان کړي. ورسره یې اعلان وکړ چې که چا حجاب وکارولو نو  
پر هغوی به له ۱۵ څخه تر ۲۵ یورو جرمانه راځي او حتی د زندان ګواښ یې هم ورته وکړ. دا خبره لا خپل ځای ته نه وه  
رسېدلې چي د هالنډ کفري هیواد یوې ښوونځۍ (کاتولیک فرقې پوري اړوند) اعلان وکړ چي حجاب باید ونه کارول شي.

زه خو حیران په دې یم چي دا خلک د بشر حقوق د بشر حقوق او ډول ډول چیغي وهي او نوره نړۍ په دغو خبرو غولوي  
چي تاسو د بشر د حقوقو خیال نه ساتئ خو خپله یې داسي کارونو ته ملاتړلې چي ټول د بشر د حقوقو خلاف او ټوله کړنه یې  
د بشر پر ضد ده. د نړۍ تر ټول ستر ظلمونه همدوی کوي، په سوریه، افغانستان، عراق، لیبیا او نورو ځایو کي تر ټولو ډېر دوی  
بې ګناه خلک ووژل او داسي سیمي او ځایونه یې بمبار کړل چې هلته ټول ملکي وګړي اوسېدل او حتی ډېری یې ماشومان او  
ښځي پکښي ووژل. دا نو د بشر کوم حقوق شول او کوم عدل او انصاف!!

اوس راځو دېته چي حجاب څه ته وایي؟

حجاب یو عربي لفظ دی چي د پردې یا پوښ په معنی راځي او حجاب کارول د یوې مسلماني ښځي لپاره خوښ کړل شوې  
فریضه ده. د حجاب کارول ډېري ګټي لري چي ځیني یې په لاندي ډول دي:

الف:- حجاب له زنا څخه مانع ګرځي.

باء:- حجاب له فواحشو څخه خلک ساتي.

ج:- حجاب کارول په ټولنه کي اخلاقي فساد لمنځه وړي.

د:- حجاب کارول یوه مسلمانه خور له هر ډول خطرونو او د پردیو له بد نظر څخه ژغوري.

هـ :- حجاب کارول انسان له فضول لګښتونو

او حتی هغه نارینه چې د پردیو ښځو سره د ناروا خیالونو او فکرو په سمندر کي ډوب وي له هغوی څخه ممانعت کوي او  
ددې کارول له ډېرو ناروا لګښتونو څخه مخه نیسي.

همداسي د حجاب په لسګوني نوري ګټي هم شته لکه همدغه فرانسه کې یو وخت داسي خبر هم ورکړل شوی وو او ډېرو طبي  
پوهانو دا خبره په ثبوت رسولې ده چي د حجاب کارول ښځي له جلدي یا د پوستکي له ناروغیو څخه ژغوري. الحمد لله....

د حجاب یو ستر حکمت دادی چې حجاب لکه مثال د پوښ داسي دی که هغه د میوې پوښ وي، یا د بل شي، دا نه پرېږدي چې  
د ننه شي ځني خراب شي او یا هغه شي ته ضرر ورسي همداسي د حجاب مثال هم دی چي ښځي له ډول ډول خطرونو څخه  
ساتي.

په اسلام کيد ښځي موقف او مقام اکثره وخت د بې دينه (Secular) خبري رسنيو لخوا ترحملې لاندي راغلى دى. حجاب يا د  
ښځي لپاره اسلامي لباس د خلکو لخوا د اسلامي قانون په واسطه د ښځو د محکوميت د يوې بېلګي په ډول وړاندي کيږي.

مخکي تردې چي د ديني پردې په اړه دلايل وړاندي کړم اجازه راکړئ چي لومړى د اسلام له راتګ څخه مخکنيو ټولنو او  
تمدنونو کي د ښځي په موقف او مقام باندي رڼا واچوم. 

١- له اسلام څخه وړاندي ښځي ډېري ذليلي او د ټيټي مرتبې خاونداني وې.

لانديني تاريخي مثالونه په پراخ ډول دا واقعيت روښانه کوي چې د ښځي موقف له اسلام څخه ترمخه په مختلفو مدنيتونو کي  
تر دومره حده ښکته وو چي آن د ښځو له انساني کرامت څخه هم خلک منکر وو. 
الف :- د بابليانو مدنيت: د بابليانو د قانون له مخي ښځي د ډېري ټيټي مرتبې لرونکي وې او نږدې له خپلو ټولو حقوقو څخه  
محرومي وې.
 د نوموړي قانون له مخي که چيرته به يو سړي کومه ښځه ووژله نو ددې پر ځاى چي پخپله سړى جزا وویني د هغه ښځه به په مرګ محکومېده.

ب :- يوناني مدنيت: که څه هم يوناني تمدن ته د پخوانيو تمدنونو ترمنځ د يوه باعزته او شريف مدنيت په سترګه کتل کيږي خو  
بياهم په يوناني مدنيت کي ښځي له خپلو ټولو حقوقو څخه بې برخي وې، او ورته په ټېټه سترګه کتل کېدل.

 په يوناني کیسو او افسانو کي د ټول انسانيت د بدبختيو ريښه د (Pandora) په نامه يوه خيالي او افسانوي ښځه ګڼل کيږي.  
يونانيانو ښځي نه يوازي دا چي له نرانو ښکته او ټيټي ګڼلې بلکي کله خو يې حتى انسانان هم نه دي ګڼلي. که څه هم په  
لومړيو کي د يونانيانو ترمنځ د ښځو عفت او پاکي ډېر ارزښت درلوده او ښځو ته په لوړه سترګه کتل کېده خو په وروستيو کي  
يونانيان د ځاني غوښتنو او جنسي بېلارۍ په څپو کي داسي ډوب شول چي زنا او فحشا د يوناني ټولني په ټولو طبقو کي يو  
عادي عمل وګرځېده. 

ج : - رومي مدنيت: په هغه وخت کي چي رومي تمدن او مدنيت د خپل شان او شوکت په اوج کي وو يوه سړي حق درلود  
چي خپله ښځه ووژني. زنا، فحشا او لوڅ لپړ توب د روميانو ترمنځ يو عادي کار وو. 

د:- مصرى مدنيت: مصريانو ښځه د يوه ناوړه، خراب او بد څيز او د شيطان د يوې نښي په حيث پېژندله.  

هـ :- له اسلام څخه ترمخه عربي ټولنه:  په عربو کي د اسلام له خپرېدو څخه تر مخه عربانو ښځو ته په ډېره ټيټه سترګه کتل آن  
تردې چي کله به يې په کور کي کومه ښځینه ماشومه پيدا شوه نو هغه به يې ژوندۍ ښخوله. 

٢- اسلام د ښځو موقف او مقام لوړ کړ، هغوی ته يې مساوات ور وباښه او له ښځو څخه د خپل دغه باعزته موقف د ساتني  
اميد لري،  ١٤٠٠ کاله وړاندي د اسلام مقدس دين په ټولنه کي د ښځو مقام لوړ کړ او د هغوى قانوني او حقه حقوق يې  
تضمين کړل. اسلام له ښځو څخه د خپل دغه ورکړل شوي با وقاره موقف او حيثيت د ساتني غوښتنه کوي. 

د سړيو لپاره حجاب او پرده :- معمولاً خلک د حجاب کلمه د ښځو په اړه څيړي او فکر کوي چې يوازي ښځې په حجاب کولو  
مجبوري دي خو الله جل جلاله د نارينه وو لپاره حجاب له ښځو څخه ترمخه ذکر کړى دى لکه چي الله جل جلاله د قرآن عظيم الشان په النور  
سورت کي فرمايي:  قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِم ...

 ((اى پيغمبره ص مومنانو ته ووايه چي خپلي سترګي ټيټي او د شرم ځايونه پټ وساتۍ، دا ددې لپاره پاکه کړنلاره ده، الله جل جلاله  
يې له ټولو کړنو ښه خبر دى)) النور سورة –٣٠ آيت شريف. 

له آيت شريف څخه په ډاګه معلوميږي چي کله د يو سړي نظر په يوې ښځي ولګېږي او هر ډول سپين سترګی، بې باکه، او بې  
شرمه فکر يې ذهن ته راشي نو بايد چي سمدلاسه ښکته وګوري . 

د ښځو لپاره حجاب او پرده:- د سورة نور په ورپسې آيت شريف کي الله تعالی فرمايي: وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ  
وَيَحْفَظْنَ فَرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا....

ژباړه: ایمان لرونکو ښځو ته ووایه: د پردیو خلکو له کتلو څخه سترګي ښکته واچوۍ، خپل عورتونه وساتي، او خپل ښایست دي نه ښکاره کوي مګر هغه چي د دغه څخه (د کار یا کسب په وخت کي) ښکاره کیږي.

له ښکته کتلو څخه مطلب دا دی چي د پردیو ښځو مخونو ته دي نه ګوري ځکه مخونه د حسن، ښایست او تازه ګي مجموعه او نوملړ دی. نو ځکه د کتلو له امله يې هغو (ښځو) ته شوق پیدا کیږي چي بیا لویه فتنه تري جوړیږي.

د یادوني وړ ده چي د حجاب فرضیت د هجرت په پنځم (۵) کال شوی دی او د لمانځه فرضیت له هجرت څخه اتلس (۱۸) میاشتي مخکي شوی دی چي د حجاب د فرضیت او لمانځه ترمنځ شپږ نیم کاله واټن ښيي. له کتابو څخه داسي معلومیږي چي که د مخ لڅول یوازي په لمانځه پوري ځانګړی نشي نو د حجاب آیتونه د څه لپاره نازل شوي دي؟

 

د إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا په اړه لږ وضاحت:

تفسیر البیضاوي داسي لیکي:

والأظهر أن هذا في الصلاة لا في النظر فإن كل بدن الحرة عورة لا يحل لغير الزوج والمحرم النظر إلى شيء منها إلا لضرورة كالمعالجة  
وتحمل الشهادة. ( تفسیر بیضاوي مکمل، مصري چاپ جلد ۴، مخ ۷۸)

ژباړه: د مخ ښکاره کول په کتلو کي نه بلکه په لمانځه کي هم پروا نه کوي ځکه د آزادي ښځي (حوري) ټول بدن عورت دی،  
یوازې د درملني او شهادت پر مهال کتل ورته روا دي.

تفسیر جلالین لیکي:

"يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبهنَّ" جَمْع جِلْبَاب وَهِيَ الْمُلَاءَة الَّتِي تَشْتَمِل بِهَا الْمَرْأَة أَيْ يُرْخِينَ بَعْضهَا عَلَى الْوُجُوه إذَا خَرَجْنَ  
لِحَاجَتِهِنَّ إلَّا عَيْنًا وَاحِدَة. ( تفسیر جلالین، ۵۹ آیه سورة الاحزاب)

ژباړه: جلابیب ( لوی چادر) چي په عربي ‌ژبه کي ملاءة هم ورته ویل کیږي هغه لوی څادر دی کومي ښځي چي د کوم ضرورت  
لپاره بهر ته وځي نو ټول بدن د مخ په شمول په کي پټوي یوازي یوه سترګه لوڅه پرېږدي.

کابلی تفسیر (تفسیر عثماني) بیا داسي لیکي:

 په شهوت کتل د زنا لومړۍ پایه ده ځکه له کتلو څخه د بدو کارو دروازه پرانیستل کیږي د بدو کارونو او بې شرمیو د مخنیولو  
لپاره قرآن شریف لومړۍ دا دروازه  بنده کړېده، مسلمان نارینه او مسلماني ښځي ته يې حکم کړی دی چي له شهوتي کتلو  
څخه ځانونه وساتي او خپل شهوتونه دي کنټرول کړي، که یو ځل سړي یا ښځي بې اختیاره یوه او بل ته وکتل دوهم ځل باید  
قصداً و نه ګوري. (تفسیر کابلی (تفسیر عثماني) سورة النور ۳۰ آيه)

 که څوک دا فاسد فکر کوي چي زه په شهوت چاته نه ګورم نو دی دي پوه شي چي موږ د دده په پټ زړه نه یو خبر خو دا منل  
شوې خبره ده چې لومړی زړه غوښتنه کوي بیا سترګي ننداره کوي. د سپیڅلو زړونو څښتنان د پردیو ښځو کتلو ته محتاج نه  
دي.

که یو کس ستا میرمني ته وګوري او ووايي: زه په شهوت نه ورته ګورم ته په خپله قضاوت وکړه څومره به دي قناعت حاصل  
شي؟

تفسیر ابن کثیر داسې لیکلي:

اذا خرجن من بیوتهن في حاجة ان یغطین وجوههن من فوق رؤسهن بالجلابیب ویبدین عیناً واحدةً. (تفسیر ابن کثیر جلد ۳  
مخ ۵۱۸)

ژباړه: کله چي میرمني د یو ضرورت لپاره بهر وځي له یوې سترګي پرته دي خپل سرونه او مخونه په چادري سره پټوي.

داسې نور ډیر تفاسیر او د علماوو ویناوي او لیکني دي چي مطلق همدا خبره کوي چي د ښځي مخ لاسونه او ټول بدن پرده  
ده او حجاب باید وکاروي...

۳- د حجاب لپاره شپږ معيارونه:- قرآن او سنتو له مخي د حجاب او پردې لپاره شپږ اساسي معيارات وجود لري چي عبارت  
دي له: 

الف:- د حجاب اندازه او حد: لومړنی معيار د حجاب اندازه او حدود دي. 

دا اندازې د نر او ښځې لپاره جلا جلا دي په نارينه وو باندي کم ترکمه د نامه څخه تر زنګانه پوري وجود پټول فرض او لازمي  
دي. د ښځو لپاره د ټول وجود پټول فرض او لازمي دي. 

ب :- هغه کالي چې نارينه او ښځي اغوندي بايد سست او آزاد وي تر دومره اندازې چي د وجود غړي يې په کي بېل بېل ښکاره  
نه شي . 

ج :- د اغوستلو کالي او جامې بايد دومره نازکه نه وي چه وجود يې ترې ښکاره شي . 

د:- د اغوستلو کالي او جامې بايد دومره زړه راښکونکي نه وي چي د مقابل جنس توجه راجلب کړي . 

هـ  :- د يوه جنس کالي او جامې بايد د بې دينه خلکو په شان نه وي او نه ورسره ورته والى ولري يعني مؤمنان بايد داسي لباس  
ونه کاروي چې د اسلام څخه پرته د نورو اديانو او ډلو ټپلو لپاره ځانګړى وي او د هغوى نښي ګڼل کېږي . 

٤:- حجاب يوازي د يوه ځانګړي لباس په معنی نه دى بلکه دا کلمه نور ګڼ مفاهيم هم رانغاړي لکه چلن، خوى، اخلاق، او  
روش: 

٥:- حجاب او پرده د ښځود ځوراو آزار څخه مخه نيسي:

 د اچي د ښځو لپاره په اسلام کې ولي د حجاب سپارښتنه شوېده، دليل يې الله تعالی په سورة الاحزاب کي وړاندي کوي: اې  
پيغمبره ص! خپلو ښځو، لوڼو او د مومنانو ښځو ته ووايه چي د خپلو پوړنو يوه څنډه په ځانونو راخوره کړئ، د اډېر غوره  
اسلوب دى چي وپېژندل شي نو نه به ربړول کېږی او الله ښه بښونکى مهربان دى په دغه آيت شريف کې قرآن وايي چي – د  
الاحزاب سورة – ٥٩ آيت.

تفسیر روح المعاني د دغه آیت لاندي لیکي:

والظاهر ان المراد بعلیهن علی جمیع اجسادهن. (تفسیر روح المعاني سورت احزاب تفسیر ایت ۵۹)

ژباړه: د (علیهن من جلابیهن) څخه د ټول بدن پټول مراد دي.

د دغه لوی مفسر له تفسیر څخه معلوميږي چي د ښځي بدن د مخ په شمول هرو مرو باید پټ شي، دا خبره په نورو تفاسیرو  
کي هم موجوده ده.

تفسیر القرآن باالقرآن لیکي:

 وان یرسلنها حتی تکسو اجسامهن الی موقع اقدامههن. (تفسیر قرآن باالقرآن تفسیر سورت احزاب ایت ۵۹).

ژباړه: مسلمانې مېرمني دي پر خپلو بدنو داسي واچوي تر څو پښو ته ورسیږي.

د موضوع د ښه روښانتيا په موخه وړاندي کول غواړم: فکر وکړئ چې دوه غبرګوني خوېندي چه يو شانته ښکلي دي او دواړه  
په سرک  رواني دي داسي چي يوه يي د اسلامي حجاب په ښکلي لباس سينګار ده. او بلي خور يې غربي لباس، يو لنډ کميس او  
نيکر او يا يو تنګ پتلون اغوستى دى، په لاره کې يو بد معاش، لوچک او لوفر د يوه ښکار په طمعه او انتظار ولاړ دى چي يوه  
انجلۍ وځوروي. تاسي ووايئ چي نوموړى لوچک به کومه انجلۍ وځوروي؟ هغه انجلۍ چي اسلامي حجاب يي اغوستى دى  
او که هغه چي غربي لباس، لنډ کميس نېکراو يا تنګ پتلون يي اغوستى؟  واضح ده چي نوموړى به هغي انجلۍ ته د ځور او  
ربړولو تکل وکړي چي غربي لباس يې اغوستى دى او دا ځکه چي د داسي لباس اغوستل په خپله په غير مستقيم ډول مقابل  
جنس ته د خپل ځور او ربړ بلنه  او دعوت دى. په رښتيا چي قرآن کريم ښځو ته په حجاب د امر کولو له لاري هغوى د ځور  
لاري څخه په امان کي ساتلي دي . 

٦:- په اسلام کي د زنا  کارانو لپاره ستره او لويه سزا:

 د اسلامي قانون له مخي که چيرته يو سړى له يوې ښځي سره په زنا کولو سره تورن شو نو ستره سزا ورکول کيږي. 

ډېری خلک د دې خبري په اوريدلو سره حيرانيږي او ځیني خو آن وايي چې اسلام يو وحشي، ظالم او سخت زړى دين دى ( 
ځکه چي زناکارانو ته يا خو سل دُرې او يا هم د رجم ((کاڼو ويشتلو)) سزا ورکوي). ما له سلګونو غير مسلمو څخه يوه ډېره  
ساده پوښتنه کړېده او هغه  دا چي که الله مکړه فرضاً يو څوک ستا له ښځي، ستا له مور او يا ستا له لور سره زنا وکړي، ته  
قاضي شې او مجرم ستا په وړاندي راوړل شي نو ته به هغه ته څه سزاورکړې؟ ټولو په يوه خوله وويل چي زه به يې په مرګ  
محکوم کړم او زه به يې ووژنم او ځینو خو داسي وويل چي د شکنجې، ربړ او عذاب په واسطه به يې ووژنم. بيا مي له دوى  
څخه وپوښتل چي که يو څوک ستاسي ښځي، مېندي او لوڼي بې پته کړي نو تاسي يې وژل غواړئ خو که د بل چا له ښځو،  
مېندو او لوڼو سره داسي عمل ترسره شي نو هغوی ته د اسلام ستره جزا ورکول بيا سخت زړي، وحشيانه او ظالمانه سزا ګڼئ؟ د  
اڅنګه کېداى شي چي عين حالت او دوه بېلي بېلي پرېکړي وشي ؟ 

٧:- غربي ټولني د ښځو د مقام د لوړولو او هغوى ته د حقوقو د ورکړي دروغژني دعوې کوي:

 د ښځو د آزادۍ په اړه دغربيانو خبري د ښځو د وجود او ځان څخه د غلطي ګټي اخيستني د هغوى د روح د سپکاوي او د  
هغوى د شرافت څخه د محرومولو د يوې اړول شوي بڼي څخه پرته نورڅه نه دي.

 غربي ټولني نه يوازي دا چي د ښځي موقف او مقام لوړ کړى نه دى بلکه باالعکس يې د ښځي موقف او حيثيت دومره را ټيټ  
کړى دى چي اوس هلته ښځي د فاحشو او بدکارو او معشوقو په ډول د بدکارانو د خوښۍ او د زنا د کار او بار د خاوندانو د  
لاس  د آلو په حيث د فرهنګ، او هنر د رنګينو ښېښو تر شا ساتل کيږي. د غربي ټولنو په استازيتوب د امريکا د متحده ايالاتو  
مثال وړاندي کوم. چي په نړۍ کي د زنا تر ټولو لويو کچو لرونکو هيوادونو څخه يو دى: امريکا چي د نړۍ د پرمخ تللو  
هيوادونو په ډله کي يو له تر ټولو پرمختللی هېواد دى، تر څنګه يې د نړۍ په مخ هغه هېواد هم دى چي د زنا او بد کارۍ تر  
ټولو لوړه کچه لري. FBI د امريکا د دولتي استخباراتو ادارې د يوه رپورټ له مخي په ١٩٩٥ کال کي هره ورځ په امريکا کي  
په منځنۍ کچه ١٧٥٦ پيښي ترسره شوي وې. وروسته په يوه بل رپورټ کي چي کال يې نه وو ذکر شوى خو يا ١٩٩٢ يا ١٩٩٣م  
کال وو) نوموړي اندازه په منځنۍ کچه د ورځي ١٩٠٠ پيښي ښودل شوي دي. او دا ځکه چي امريکايان کال په کال په خپل  
دې عمل کي زړه ورکيږي او جرئت پيدا کوي . 

اوس د يوې سيناريو يا کیسې په هکله فکر وکړئ  چي که په امريکا کي د حجاب اسلامي حکم پلي کړاى شي، کله چي يو سړى  
کومي ښځي ته وګوري او په زړه کي يا فکر کي يې هرډول بې باکه او بې شرمه فکر راشي نو سمدلاسه ښکته وګوري، ښځي  
اسلامي حجاب پر ځان کړي او له مخونو او تر مړوندونو پوري له لاسونو څخه پرته نور ټول وجود پټ کړي او د دې تدابيرو  
باوجود که بيا هم څوک د زنا د ګناه مرتکب شي، درنه او سنګینه سزا ورکړل شي، نو زه له تاسي څخه پوښتنه کوم چي د زنا د  
پېښو دغه اندازه به په امريکا کي ‌ډېره شي، په همدې حال به پاته شي او که به کمه شي؟ ښکاره ده چي دا اندازه به کمه شي،  
په دې خبره کې هيڅ شک نشته چي هر څومره ژر چي اسلامي شريعت او اسلامي قانون پلي کړاى شي، مثبتي پايلي به ولري.  
که اسلامي شريعت د نړۍ په هر ګوټ کي څه که اروپا ده او يا امريکا، پلي شي نو ټولنه به د آرام او سوکالۍ ساه واخلي. د دې  
بحث په آخر کي يو ځل بيا غواړم چي حجاب او پردې د ښځي موقف او مقام ټيټ کړى نه دى بلکه لوړ کړى يې دى او په دې  
ډول يې د ښځو عفت، عزت، او شرف ساتلى دى.

د دغه بحث په آخر کي دا خبره کول غواړم چي یو هغه حقوق دي چي اسلام ښځو ته ورکړي او بل هغه حقوق دي چي کفري  
ټولنو او مذاهبو ورکړي، په اسلامي قانون او ټولنو کي د ښځو ډېر لوړ مقام دی، هلته ښځي ته هر ډول شرعي حقوق ورکړل  
شوي، ښځه په اسلامي ټولنو کي که هغه: خور، لور، مور، ترور، نیا، د تره ښځه، توړۍ، د تره لور، ورېره، د ترور لور، خورزه، د  
ورور ښځه، خښینه، د اخښي ښځه، د ماما ښځه، او داسي نور.. دغو ټولو ته په ډول ډول حقوقو قایل دي خو بلخوا په کفري  
ټولنو او هیوادونو کي چي شپه او ورځ د بشر د حقوقو چیغي وهي لکه امریکا، اروپا، اسټرالیا، چین، روس، جاپان، کوریا،  
سنګاپور او نور کفري هیوادونه... هلته په لکونو داسي ښځي شته چي نه یې مور ګانې معلومي دي، نه یې خور معلومه ده، نه  
یې ورور، نه یې پلار، نه یې تره او حتی په دې نه پوهیږي چي دا څوک او د کومې کورنۍ ده، هغه د ناروا اړیکو د لاسه چي د  
هغوی میندو ترسره کړي نو هغه دي نسب او پیژندګلوي یې ورکه ده، هلته ښځو ته د عامه شتمني په سترګو کتل کیږي، کله  
چې خلک ور څخه ناجایزه او ناروا ګټه پورته کړي له دې وروسته بیا هغه ښځه هیڅ ده، د ډېرو لږو مادي ګټو پخاطر ښځي  
خطا ایستل کیږي، همدا وجه ده چي د نړۍ په سطحه تر ټولو ډېري رواني ناروغۍ په کفري هیوادونو کي شتون لري او ښځي  
بیا پکښي ډېري متاثره دي.

نو په اسلام کي د ښځو پوره حقوق خوندي دي، هیڅ داسي مثبت او جایز حق به نه وي چي اسلام ښځو ته نه وي ورکړی.

د کفر سالارۍ په نړۍ کي ښځو ته هیڅ ډول حقوق نه دي ورکړل شوي او کفر ور څخه ټول حقوق سلب کړي دي، یوازي د  
جنسي غریزې (د اشباع) په موخه د یوه توکي په ډول یې پردیو نظرونو ته وړاندي کړېده.

نور بیا...
 
اخځلیکونه:
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
د ښځو د حقوقو په اړه د اشرف علي تهانوي کتاب
 
پر اسلام د اعتراضاتو جوابونه (ژباړه: ډاکټر پامير احسان).
 
د تعلیم الاسلام ویب پاڼي مقاله (د مخ پټولو دلایل)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته