تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له ښځو سره د لاس روغبړ
  تعلیم الاسلام
  December 25, 2017
  0

راټولونه : غلام عمرعبدالله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

مصافحه : 

د روغبړ په وخت کي یو او بل ته لاس په لاس کي ورکولو ته وايي ، د نورو مسئلو په څېر دا مسئله هم يوه له هغه مسئلو څخه ده چي د ځينو ټولنو خلک پکي د الله تعالی له اوامرو څخه سرغړونه کوي ، له خپل اسلامي شريعت څخه تېری کوي او د نورو پر باطلو او غلطو لارو يې د نقل په صورت کي حرکت کړی وي ، دغو باطلو او بې ځايه عقيدو او لارو د دوی په ذهنو دومره اثر کړی ، که چېري ته يو (شرعي) دليل ورته وړاندي کړې او له دې حرام کار څخه يې منع کړې نو پر تا به د افراطي ، سخت دريځه ، مزاحمت کوونکي ، بې فرهنګه او بې رحمه تور پوري کړي.

 

دا چي د معاصرو ډيمکراتيکو طاغوتي نظامونو يو هدف د بې حيايۍ او بې پردګۍ عامول دي او د غربي ډیمکراسۍ له اصولو څخه يې عمده اصل دا دی ؛ چي د ژوند په ټولو برخو ( ټولنیزو ، کاري ساحو ، زده کړه يزو او تحصلي ‌مرکزونو ، صنعت ، تجارت او سياست په برخو) کي بايد د ښځو او نارينو ترمنځ اختلاط ( ګډوالی) رامنځ ته شي ، او کوم کس چي له دې ډيمکراتيکو بد اخلاقيو سره په مخالفت کي ودرېږي هغه ته جاهل ، بې فرهنګه او د معاصر ژوند له غوښتنو څخه د بې خبره شخص خطاب کېږي.

 

د المان د شپيګل ورځ پاڼي د دې لپاره ښه سند کېدلای شي ، ورځپاڼه ليکي : د سويډن د زرغون ګوند يو مسلمان غړی يوسرا خان څخه له دې امله د ګوند غړيتوب واخیستل شو چي نومووړي په يوه ټلويزیوني مرکه کي یوې خبريالي ته د روغبړ لپاره لاس ور نه کړ او د روغبړ لپاره يې خپل لاس پرځيګر ونيوی.


زموږ اوستاسو په ټولنه کي د ماما ، کاکا ، خاله ، عمه لوڼو ته ، اخښي خوښيني ته ، ښوونکي زده کوونکي ته ، استاد محصلي ته او سياسيون غير محرمو ښځو ته د روغبړ لپاره لاس ورکول عادي کار ګڼي او حتی ځيني جاهلان دا يو ښه کار او اخلاقي عمل ګڼي ، خو که چېري دې ته د بصيرت او اسلامي شريعت له نظره وګوري نو هيڅ کله به داسي کار ونه کړي.

 

رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې اړه فرمايي: ((لأن يطعن في رأس أحدكم بمخيط من حديد خير له من أن يمس امرأة لا تحل له)).طبراني ۲۱۲/۲۰ ، صحيح الجامع ۴۹۲۱.

 

ژباړه : له تاسو څخه چي د چا سر د اوسپني په جبل ووهل شي ، دا ورته ښه دي له دې څخه چي هغه کومه داسي ښځه مسحه کړي چي د هغه لپاره حلاله نه وي ( يعني نا محرمه ښځه وي).

 

په دې کي هيڅ شک نه شته چي د پردئ ښځي مسحه کول د لاس زنا ده ، لکه څنګه چي په يو حديث کي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: ((العينان تزنيان، واليدان تزنيان، والرجلان تزنيان، والفرج يزني)). مسند احمد ۴۱۴/۱ ، صحيح الجامع ۴۱۲۶.


ژباړه : سترګي زنا کوي ، لاسونه زنا کوي ، پښې هم زنا کوي او فرج ( شرمګاه) هم زنا کوي.

 

نو تاسو وواياست چي په دنيا کي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د پاک زړه خاوند بل څوک و ؟

سره له دې چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د الله تعالی سپېڅلی او محبوب پيغمبر و خو بيا هم فرمايي :((إني لا أصافح النساء)).
مسند احمد ۳۵۷/۶ ، صحيح الجامع ۲۵۰۹.


ژباړه : يقيناً زه له (پرديو) ښځو سره مصافحه ( د لاس روغبړ) نه کوم.

 

پدې اړوند د مؤمنانو مور حضرت عايشه رضي الله عنها فرمايي : ولا والله ما مست يد رسول الله صلى الله عليه وسلم يدَ امرأةٍ قط غير أنه يبايعهن بالكلام.
صحيح مسلم کتاب الامارة ، باب کيفية النساء.

 

ژباړه : په الله قسم د رسول الله صلی الله عليه وسلم لاس ، هيڅ کله د کومي ( پردۍ) ښځي لاس نه دی مسح کړی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم به له ښځو سره په ژبه (خبرو کولو ) سره بيعت کاوه.

 

پاملرنه! هغه خلک دي د الله تعالی څخه ووېرېږي چي خپلو مېرمنو ته له دې وجهي د طلاق اخطار ورکوي چي ؛ ولې زما له ورڼو ( د مېرمني له ليورو) سره د لاس روغبړ نه کوې ، همدارنګه دا هم حرام دي چي کومه ښځه په لاس باندي رومال (دستمال) ، پوړنی او يا هم کومه بله ټوټه اچوي او بيا له سړيو سره د لاس روغبړ کوي. 

 

---------------------------

کتنپلاوی:

د امریکا د اوهایو پوهنتون د ارواپوهني پروفیسري ټيري فیشر د یوې څیړني له مخي ښيي چي نارینه په اوسط ډول د ورځي ۱۹ واره او ښځي ۱۰ واره د جنسي مقاربت فکر کوي او ځیني کسان په ساعت کي تر دغه لا هم زیات فکر کوي. نو چي د نارینه یا ښځي فطرت داسي جوړ دی چي د ورځي تر لس واره زیات یا په ورځ کي په لسګونو واره ددې کار فکر ورته پیدا کیږي، نو بیا ددغو دوو جنسو اختلاط او ګډ اوسیدل یا د لاس روغبړ به څنګه مناسب او غیرتمن انسان ته د تحمل وړ وي؟ څنګه به ددغه اختلاط او روغبړ څخه عفت په خطره کي نه وي؟ 

یو غیرتمن انسان خو هیڅکله دا نه سي زغملای! 

 

الله تعالی قرانکریم کي فرمايي چي نفس پرلپسې انسان ته د بدیو امر کوي! (سورة یوسف: ۵۳)

 

یقیناً د اسلام احکام د انسانانو د نفس او عزت ساتني لپاره نهايي ضروري او د کفري نړۍ فرهنګ انسان ته مهلک تمامیږي. 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته