تازه سرليکونه
د (فتوا طلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د درو طلاقو شرایط څه دي؟
 
  April 16, 2013
  0

 تعليم الااسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٥٣٣)

نوم: قدرت الله

د اوسېدو ځای:  کندهار     
       
سوال :که يو سړى خپله ښځه طلاقه کړي ، نو په کومو شرايطو رجوع ورته کولاى سي ، البته که په ثلاثه طلاق ورکړي ؟
 
جواب : 
 
حامدًا ومصلياً

که يو څوک و خپلي ښځي ته درې طلاقه ورکړي، نو دغه ښځه به دده په کور کي عده تېره کړي.

اوس نو دغه ښځه وده ته نه ده روا يعني رجوع نه سي ورته کولاى تر څو چي دغه ښځه بل مېړه کړي نه وي.

که دغه ښځه وروسته تر عدې بل مېړه وکړي او هغه مېړه هم نزدېکت ورسره وکړي او هغه خاوند بيا طلاق ورکړي او د هغه مېړه په کور کي عده تېره کړي، اوس نو بيا کولاى سي چي  دوی دواړه يعني  ښځه او  اول ميړه په خوښه سره نکاح وتړي .

خو چي تر څو  بل ميړه ونه کړي او هغه جماع ورسره  ونه کړي او هغه بيا طلاق ورنه کړي اول مېړه ته نه روا کیږي .

الجواب : مولوي عبدالسلام 
الجواب صحيح : مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفار حُسيني
تعليم الااسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): وَلَا تَحِلُّ لَهُ الْمَرْأَةُ بَعْدَ مَا وَقَعَ عَلَيْهَا ثَلَاثَ تَطْلِيقَاتٍ حَتَّى تَنْكِحَ زَوْجًا غَيْرَهُ يَدْخُلُ بِهَا. المبسوط: ج٧ ، ص١٤٠ ، کتاب الطلاق .
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته