تازه سرليکونه
د (فتوا طلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ثلاثه یا درېیم طلاق کوم طلاق ته ویل کیږي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 26, 2023
  0

تعليم الاسلام دارالافتاء

 
د صادرې شميره : (۱۲۰۳)
نوم:  جمیل 
 
د اوسېدو ځاى:(کندهار افغانستان)
 
سوال :  ثلاثه یا دریم طلاق کوم طلاق ته ویل کیږي، او څه رقم واقع کیږي؟
 
 جواب : حامداً و مصلياً
یو کس چي خپلي میرمني ته ووايي: ته پرده په درې طلاقه طلاقه ئې، دغه ته ثلاثه طلاق وايي، دغه ډول که یو طلاق ورکړي تر هغه وروسته رجوع یا نکاح ورسره نوې کړي، بیا بل وخت بل طلاق ورکړي تر هغه وروسته رجوع یا نکاح ورسره نوې کړي که بیا طلاق ورکړي همدا ئې دریم طلاق شمېرل کیږي، تر ثلاثه یا دریم طلاق وروسته دا کس د همدې ښځي سره بیا نکاح نه سي نوې کولای.
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):  فَإِنْ طَلَّقَهَا فَلَا تَحِلُّ لَهُ مِنْ بَعْدُ حَتَّى تَنْكِحَ زَوْجًا غَيْرَهُ. سورة البقر، ایت۲۳.
 
(۲): وتنفذ الطلقات الثلاث بالاتفاق، سواء طلق الرجل المرأة واحدة بعد واحدة، أم جمع الثلاث في كلمة واحدة بأن قال: أنت طالق ثلاثاً، عند الجمهور خلافاً للظاهرية. الفقه الاسلامي وادلته: ج۷، ص۳۸۶- ۳۸۷. طبع دارالفکر.
  
 
جواب: مولوي عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
 
-----------
ویب پاڼه: www.taleemulislam-radio.com
اړیکي: ۹۳۷۰۶۶۶۰۰۸۲+
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته