تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د اصحاب الاخدود حیرانونکې قصه (۱۷)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 5, 2018
  0

نبوي سیرت (۱۷ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

تاسي و دغه صالح هلک ته وګورى چي د دين د دعوت دپاره يې خپل ځان قرباني کړى د خلکو د دعوت او بلني په سبب يې مرګ او شهادت قبول کړه او نتيجه يې هم هغه سوه چي شل زره نفره په يوه وار نصرانيت ته داخل سوه، پاچا ذونواس ته ډير قهر ورغلى چي ولي او څنګه دغه خلک د ده بې اجازې و نصرانيت ته داخليږي او  د ده د امر مخالفت کوي؟ پاچا غوښتل چي يو هلک د نصرانيت څخه منعه کړي او اوس شل زره نفره په يوه وار نصارا سوه! پاچا امر وکړى چي په مځکه کي يو لوى خندق يا کَنده وکِنى د بوټو او لرګو يې ډکه کړى او اور ور واچوى، 

 

دا کارونه وسوه، پاچا هغو خلكو ته چي نصرانیت ته اوښتي وه و ويل: يا به دغه د نصرانيت دين پرېږدى يا مو دغه اور ته ور اچوم، خلکو د دين د پرېښودلو څخه انکار وکړى او پاچا هم يو يو اور ته ور اچوي.دغه قصه مشهوره قصه ده د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په احاديثو کي راغلې ده په بخاري شريف او د احاديثو په نورو کتابوکي موجوده ده. 

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم   فرمايي: په دغو نفرو کي چي اورته اچول کېدل يوه ښځه وه چي يو کوچنئ د تي زوى يې په غيږکي ؤ، ښځه و بېرېدل چي څنګه خپل ځان او دغه کوچنئ زوى په اور کي واچوم؟ نو يې پښه ونيول په تردد کي ده چي آیا ځان او دغه کوچنئ اور ته ور واچوم که یا؟ هغه د غيږي کوچني زوى يې خبري وکړې او  ويل: موري! مه بېرېږه ځان و دغه اور ته ور واچوه ته جنت ته رهي يې. 

 

دا د الله جل جلاله  د قدرت معجزه وه چي د تي کوچنئ خبري کوي او مور يې هم ځان او کوچنئ اور ته ور وغورځول. 

 

سبحان الله! خلکو د حق دين د اختيارولو دپاره او په آخرت کي د دوږخ د اور څخه د خلاصون دپاره په دنيا کي ځانونه او اولادونه اور ته ور غورځول، موږ ته څه پېښه ده چي د نفساني خواهشاتو د پوره کولو دپاره د څو ورځو فاني ژوند د راحت دپاره يا د موقتي کُرسۍ دپاره حق دين او حق ویل پرېږدو او د دوږخ اور په خپله خوښه اختياروو؟ 

 

دغه لوى مشهد او عظيمه قصه الله جل جلاله  په قرآن کريم کي هم ذکر کړې ده او فرمايي: 

 

وَالسَّمَاءِ ذَاتِ الْبُرُوجِ (۱) وَالْيَوْمِ الْمَوْعُودِ (۲) وَشَاهِدٍ وَمَشْهُودٍ (۳) قُتِلَ أَصْحَابُ الْأُخْدُودِ (۴) النَّارِ ذَاتِ الْوَقُودِ (۵) إِذْ هُمْ عَلَيْهَا قُعُودٌ (۶) وَهُمْ عَلَى مَا يَفْعَلُونَ بِالْمُؤْمِنِينَ شُهُودٌ (۷) وَمَا نَقَمُوا مِنْهُمْ إِلَّا أَنْ يُؤْمِنُوا بِاللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ (۸) (سورة البروج) 

دغه شل زره نفره چي و نصرانيت ته داخل سوي وه ټول و دغه اور ته واچول سوه فقط يو نفر چي نوم يې (دَوس ذو ثعلبه) ؤ په تېښته او ځغستا ځان خلاص کړی، بيا هم د ذونواس لښکر په پسې ؤ چي ويې نيسي خو ذو ثعلبه و يوې رېګني مځکي ته ننوتى او لښکر نه سواى کولاى چي پسي ور ورسېږي، نو ذو ثعلبه د دوى څخه خلاص سو. 

اوس ذوثعلبه ناست دى او د ځان سره فکر وهي چي څه وکي؟ او څنګه د خپل وژل سوي او سوځل سوي قوم د وژلو بدله واخلي؟ 

 

فکر وهي چي څوک کولاى سي چي په دغه موضوع کي زما مرسته وکړي؟ 

 

په دغه وخت کي يې د روم پاچا قيصر ور په ياد سو چي هغه هم نصراني دى او تر کسرْی وروسته لوى پاچا او د قدرت خاوند دى نو د روم پر طرف و قيصر ته ور رهي سو څو ځان يې و قيصر ته ور و رساوه او د هغه دربار ته ورغلى، قيصر ته يې و ويل: زموږ مرسته او کومک وکه د يمن پاچا ذونواس دغسي ظلم را سره وکړى شل زره نصارا يې په يوه ورځ په اور و سوځل او و وژل. 

 

قيصر چي متعصب نصراني ؤ په دغه کار ډير خواشينى او ناراضه سو او ډير قهر ورغلى مګر يمن ډير ليري دى، نو يې ذو ثعلبه ته و ويل: يمن زموږ څخه ډير ليري دى خو زه به يو بل حل در پيدا کم، هغه دا چي زه به د حبشې پر پاچا نجاشي لیک درکم او نفر به در سره ولېږم چي هغه دي مرسته وکي ځکه يو خو حبشه و يمن ته نژدې ده او بل نجاشي هم نصراني دى، د ذو ثعلبه هم خوښه سوه، نو قيصر د ذو ثعلبه په ملګرتيا خط او نفر و نجاشي ته ولېږل چي د ذو ثعلبه مرسته وکه، خط و نجاشي ته ورسېدى، نجاشي هم ډير په قهر سو چي ذونواس د ده د دين خلك وژلي دي. 

 

نور بیا...


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته