تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د رسول الله( ص) د لورکلثوم (رض) وفات
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 24, 2022
  0

سیرت نبوي (۲۸۹برخه)

د رسول الله  صلی الله علیه وسلم د لور اُم کلثوم رضی الله عنها وفات


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


دا خو تاسي ته مـعلومه ده چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حضرت خدیجې رضی الله عنها  څخه دوه زامن او څلور لوڼي وې، اوله او تر ټولو مشره لور يې زينب رضی الله عنها  وه چي د ابوالعاص رضی الله عنه  په نکاح کي وه او قصه يې مخ کي درته بيان سوې ده او دوهمه لور يې: رُقَيـه رضی الله عنها   نومېدل او د حضرت عثمان رضی الله عنه  ښځه وه، دا په هغه ورځ وفات او ښخه سوه چي مسلمانان د بدر د غزاء څخه راغله. 


او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم   خپله درېیمه لور چي اُم کلثوم رضی الله عنها نومېدل د حضرت عثمان رضی الله عنه  په نکاح کړه، چي په هم  دغه سبب عثمان رضی الله عنه  ته ذي النورين ويل کيږي (يعني: د دوو روښناییو خاوند) چي هغه دوه نوره یا روښنايي د رسول الله صلی الله علیه وسلم دوې لوڼي دي چي ده رضی الله عنه  په نکاح کړي دي او په ټول تاريخ کي داسي نه ده پېښه سوې چي يو چا دي د يوه نبي دوې لوڼي په نکاح کړي وي، يواځي عثمان رضی الله عنه  دى چي دغه شرف يې په برخه سوى دى او د هجرت په نهم کال د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه درېیمه لور ام کلثوم  رضی الله عنها  چه د حضرت عثمان بن عفان رضی الله عنه  ښځه وه وفات سوه.


 رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې په وفات ډير غمجن سو او دا  رضی الله عنها  په مدينه منوره کي ښخه سوه، اوس چي ام کلثوم  رضی الله عنها  وفات سوه رسول الله صلی الله علیه وسلم و حضرت عثمان رضی الله عنه  ته و فرمايل: که مي بله لور درلودلاى هغه به مي هم ستا په نکاح کړې واى. 


او د رسول الله صلی الله علیه وسلم څلورمه لور چي حضرت فاطمه رضی الله عنها ده د حضرت علي رضی الله عنه  په نکاح کي وه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر رحلت شپږ میاشتي وروسته وفات سوې ده.


ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته