تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوی د بني عامر وَفد يا ډله
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 10, 2022
  0

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


بيا يوه بله داسي ډله راغله چي د هغو د راتګ هيڅ اميد نه ؤ چي هغه د بني عامر ډله وه، د دي ډلي مشران عامر بن طُفيل او أربَد بن قيس وه.


 وروڼو! که ستاسي هغه د (بئر معونه) فاجعه په ياد وي کوم چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   اويا نفره اصحاب کرام پکښي شهيدان او و وژل سوه، د هغه سبب د دغه عامر بن طُفيل غدر او خيانت ؤ، و دغه مسلمانانو ته د دغه عامر بن طفيل اکا چي په ملاعبُ الأسِنه سره مشهوره ؤ جِوار او امان ورکړى ؤ، خو دغه عامر بن طفيل هغه جوار مات کړی او په خيانت سره يې ټول مسلمانان شهيدان کړه، اوس راغلى دى چي په ظاهره سره مسلمان سي، دغه خائن عامر بن طفيل او أربد بن قيس نه غوښتل چي مسلمانان سي، مګر څرنګه چي د دوى شا وخوا قبيلې اسلام ته داخلي سوي وې نو د دوى قوم دوى مجبوره کړه چي ولاړ سى او مسلمانان سى، د قوم د غوښتني په سبب دغه دوه نفره د قوم د نورو مشرانو په ملګرتيا و مدينې منورې ته ولاړل، مګر دغه دوه نفره چي د قوم عمده رئيسان او د دغي ډلي مشران وه نو د قوم او خپلو ملګرو په وکالت او نمايندګي دوى خبري کولې، خو په لار کي عامر بن طفيل و أربد بن قيس ته ويلي وه: يا أربد! زه والله إسلام نه غواړم، أربد ويل: والله زه يې هم نه غواړم، عامر ورته و ويل: واوره! زه به محمّد صلی الله علیه وسلم   په خبرو مشغوله کم، کوم وخت چي دي وليدى چي دئ زما سره په خبرو مشغوله دى او تا ته يې فکر نسته نو ته د توري وارى پر وکه، دغه دوو نفرو په لار کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   پر وژلو اتفاق سره وکړی او دغه ډلي چي به راتلې اسلحه نه ځني اخستل کېدل ځکه هغه هم د قبيلو او قومو مشران وه، دا اجازه ورکول کېدل چي د خپلي اسلحې سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم   سره کښيني او ملاقات ور سره وکړي، صحابۀ کرام به هم موجود او د رسول الله صلی الله علیه وسلم   پر شا وخوا به حاضر وه، دغه دوه نفره راغله او اوس يې اميد دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   به د دوى سره تنهاء سي او دوى به هغه خپله خائنانه نقشه عملي کړي. 


دغه ډله د رسول الله صلی الله علیه وسلم   سره په مسجدکي کښېنستل، عامر بن طفيل چي د قوم او ډلي رئيس دى په خبرو شروع وکړه او ويل: يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم  خَالِنِي، يعني: زما سره يواځي سه زه غواړم چي په تنهايي کي خبري در سره وکم، رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل: يا والله! ترڅو چي تا پر الله جل جلاله  ايمان نه وي را وړى او دا شاهدي آداء نه کړې چي الله يو دى او هغه لره هيڅ شريک نسته در سره تنهاء به نه سم، عامر بيا و ويل: يا محمّد! خَالِنِي، زما سره يواځي او تنها کښېنه زه خبري در سره کوم، رسول الله صلی الله علیه وسلم   بيا و فرمايل:« لاَ والله حتّْی تُؤمِنَ بِاللهِ وحدهُ لا شريکَ لهُ» دغه خائن عامر بن طفيل په دې سبب خبري اوږدوي چي أربد د توري وارى وکړي، مګر أربد چي توره ور څخه ده حرکت نه کوي، که څه هم عامر بن طفيل به رسول الله صلی الله علیه وسلم   په خبرو مشغوله کړى. 


په دغه وخت کي أربد د مسجد په بل طرف کي ناست دى کولاى سي چي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم   د توري وارى وکړي، خو آرام ناست دى هيڅ حرکت نه کوي، عامر بن طفيل په احمقانه او بې معنْی خبرو شروع دى، وايي: يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم  په والله که زما پر رأيه را سره ولاړ نه سې زه به مدينه په لښکر او آسانو ډکه کم، يعني: ستا د جنګ دپاره به راسم، رسول الله صلی الله علیه وسلم   جواب نه ور کوي. 


په هغه حدیث شريف کي چي امام بخاري یې روایتوي وايي: عامر بن طفيل و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته ورغلى او ورته ويل يې: په درو شيانو کي و تا ته اختيار درکوم هر يو چي دي خوښ وي هغه عملي که، يو دا چي د دښتو خلک يې ستا او د غرو خلک يې زما، که دا نه وي نو مي د ځان خليفه وګرځوه، يعني: تر تا وروسته به حکم زما وي، که دا هم نه وي نو درېیمه خبره دا ده چي د غطفان لښکري به په زرو ابلقو یا برګو آسانو او زرو ابلقو ماديانو کي درباندي راولم. 


عامر دغه خبري کوي او په دې انتظار دى چي ملګرى يې د توري وارى وکړي، مګر هغه آرام ناست دى، عامر بيا و ويل: يا محمّد! خَالِنِي، رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل: تر څو چه تا پر يوه الله چي شريک نه لري ايمان نه وي راوړى نه در سره تنهاء کېږم، عامر و ويل: والله زر اشقر او زر شقراء به درباندي راولم، يعني: زر ابلق آسان او زر ابلقي مادياني به درباندي راولم، چي دا د عامر د لښکر د سپرو شمېر او عدد ؤ، يعني: داسي لښکر به ستا د جنګ دپاره را ولم چي ټول به پر ابلقو آسانو سپاره وي، عامر په دغه خبرو رسول الله صلی الله علیه وسلم   بېروي او مشغوله کوي، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم   د ده د خبرو جواب نه ورکوي، سړئ بي عقل دى او دا د خبرو طريقه نه ده نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم   د ده د خبرو جواب نه ورکوي، په آخر کي عامر بن طفيل و ويل: والله نه مسلمانېږم او د مسجده څخه و وتى رهي سو، هغه نورو ملګرو يې ورته و ويل: سړيه دا دي څه وکړه؟ ده ويل: زه نه مسلمانېږم، وروسته په لار کي عامر وأربد ته وايي: والله په ټولو عربو کي تر تا قوي، شجاع او دلاوره نه دى را معلوم نو ولي دي نه واهه؟ ما به په خبرو مشغوله کړی او ته به آرام ناست وې آيا وبېرېدې؟ بې همته سوې؟ أربد ويل: يا والله! مګر هر وخت چي به ما غوښتل چي د توري وارى پر وکم ته به زما او د ده په منځ کي وې، عامر ويل: زه چيري وم ته چيري؟ سړئ زما څخه ډير ليري ناست ؤ، أربد ويل: يا والله! هـر وخت چي به ما غوښتل چي وې وهم ته به مي مخ ته راغلې، غواړې چي ته مي وهلى واى؟ عامر په تعجب کي سو. 


وروڼو! د هجرت په اولو وختو کي به رسول الله صلی الله علیه وسلم   د ځان دپاره محافظ، پيره دار او ساتونکى دراوه چي اوس (باډي ګارډ) ورته ويل کيږي، مګر کوم وخت چي د الله جل جلاله  دغه قول نازل سو چي فرمايي: وَاللَّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ [المائده: 67]  يعني: الله جل جلاله  دي د خلکو څخه ساتي. 


نو رسول الله صلی الله علیه وسلم   هغه پيره دار يا محافظ د ځانه څخه ايسته او ليري کړی، د دغه آيات تر نزول وروسته يې د ځان د حفاظت دپاره څوک نه دراوه. 


نو دلته هم الله جل جلاله  په خپل حفظ سره وساتى. 


د بنو عامر ډله چي رهي سوه په لارکي يې د شپې د تېرولو دپاره د بنو سلول په قبيله کي واړول، بنو سلول يوه بد نامه قبيله وه په عربو کي په غدر او خيانت سره مشهوره وه،خو د دوى او د بنو عامر په منځ کي تعلق او شناخت ؤ، مګر نورو ټولو عربو پر بنو سلول بد ويل، اوس دغه د بنو عامر ډلي په بنو سلول کي واړول او په خپله عامر بن طفيل د يوې ښځي په کور کي بيده سو، سهار چي را ويښ سو ستونى يې پړسېدلى ؤ، چا ويل: د طاعون مرض دى او څوک وايي: سرطان ؤ، خو اصلاً د الله جل جلاله  إراده داسي وه چي په يوه شپه يې ټول ستونى و پړسېدى او عامر پوه سو چي مرم، نو يې يوه خبره وکړه چي هغه په عربو کي متل سوه، عامر ويل:
أغُدّةٌ  کَغُدّةِ البِکرِ وَ مَوتٌ فِى بَيتِ سَلُولِيَه 
غُـده و پاړسوب او مرغړي ته ويل کيږي او بِکَر وکوچني اوښ يا جونګي ته ويل کيږي، دغه مرغړئ په اوښانو کي يو مرض دى چي ستونى يې و پړسيږي او بيا مري، نو عامر و ويل: دا څومره بد بختي او ذِلّت دى، په عوض د دې چي په جنګ کي وژل کېدلاى د اوښانو په مرض مرم او د يوې سلولۍ ښځي په کور کي مرم، عرب به بيا زما وکورنۍ ته پېغور ورکوي، عامر متکبر او مغروره ؤ، دغسي مرګ يې نه ؤ خوښ، څو و داسي حال ته ورسېدى چي د ولاړېدلو نه ؤ، خو بيا يې هم و ويل: زما آس را ولى، آس را وستل سو، ويل: پر آس مي سپور کړی او زما اسلحه: توره او نېزه مي را کړی، هغه يې هم ورکړه، آس يوه او بل طرف ته ګرځوي اسلحه پورته او کښته کوي څو د آسه ولوېدى، خلک ورغله چي وې کتى دئ مړ ؤ، دغه د غادر او خاين عامر بن طفيل مرګ  ؤ، په دغه ذليل ډول د خپله کوره څخه ليري مړ سو، قوم يې دئ ښخ کړی او رهي سوه څو و بني عامر ته ورسېدل، د قبيلې ټول خلک ور ته را ټول سوه پوښتني ځني کوي چي څه مو وکړه او کومي نتيجې ته ورسېدلاست؟ دوى د خپل سفر حالات ورته و ويل، قوم پوښتنه ځني وکړه چي و څه شي ته يې دعوتولاست؟ أربد بن قيس چي اوس د قوم مشر دى بې حيايي او بې ادبي يې وکړه، د الله جل جلاله  په مقابل کي يې جرئت او دلاوري وکړه او ويل: موږ يې و خپل إلْه ته دعوت کړو، که د محمّد صلی الله علیه وسلم   إله زما و مخ ته واى دغه اوس به مي په غشي ويشتلى او وژلى واى،(العياذ بالله) دا يې د الله جل جلاله  سره بې ادبي او بې پروايي وه. 


بيا نو دغه أربد په داسي حال کي چي اسلام يې رَد کړى دى پر خپل اوښ سپور او رهي سو، اوس د قوم مشر أربد بن قيس دى، چا د ده د خبرو په جواب کي څه نه و ويل، دئ د خپل کور په لار کي يوې لوړي ته وختى، په دغه وخت کي برېښنا، صاعقه، چي موږ ټکه ورته وايو پر را ولوېدل أربد بن قيس او د ده اوښ يې د خلکو په حضور وسوځل، خلک ورته ګوري چي أربد او اوښ يې دواړه د دغي برېښنا يا صاعقې په واسطه وسوځل سوه.


 دا د هغه جرئت او دلاورۍ نتيجه وه چي ده د الله جل جلاله  په مقابل کي درلودل، د أربد بن قيس په باره کي د سورة الرعد (۱۲، ۱۳) نمبر آياتونه نازل سوه، الله جل جلاله  فرمايي: 
﴿هُوَ الَّذِي يُرِيكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَطَمَعًا وَيُنشِئُ السَّحَابَ الثِّقَالَ ﴿١٢﴾ يعني: دغه الله جل جلاله  هغه ذات دى چي تاسي ته برېښنا درښکاره کوي، دپاره د بيري د هغه چا چي ضرر ور رسوي، يا دپاره د طمعي د هغه چا چي ګټه او فايده ور رسوي او دغه الله جل جلاله  په اوبو درنې اوريځي په هوا کي را پورته کوي.


يعني: دغه د برېښنا ليدل د دوو حالتو څخه خالي نه دي، ځيني هغه کسان دي چي د تاوان څخه يې بېريږي هغه په بېروي او ځيني هغه کسان دي چي د باران په اميد دي هغه په خوشاله کوي، چي په زړو کي يې د باران طمعه پيدا سي. 


مقصد دا چي د الله جل جلاله  ذات د انعام او نعمتو، د انتقام او عذابو، د دواړو جامع دى، چي يو مثال يې دغه دى: چي په دغه اوريځ، تالنده او برېښنا کي په يوه وخت کي دوه متضاد کيفيتونه موجود دي، چي د عذابه څخه بېره او د رحمت اميد دي.


مثلاً کوم وخت چي اوريځي راسي، تالنده او برېښناوي شروع سي نو خلک په دې اميد سي چي باران به واوريږي، خو په عين وخت کي دا بېره هم ورته پيدا سي چي چيري ټکه يا تندره و نه لويږي چي د انسانانو د هلاکت سبب به و ګرځي.


يا کوم وخت چي په اوبو ډکي درنې اوريځي راسي خلک په خوشاله سي چي ښه بارانونه به وسي او د الْهي رحمت سبب به وګرځي، خو په عين وخت کي دا بېره هم ور سره پيدا سي چي د دغو بارانو څخه يو لوى طوفان جوړ نه سي او د انسانانو د هلاک سبب و نه ګرځي، نو د انسانانو دپاره دا لازمه ده چي د الله جل جلاله  د رحمت اميدواره وي،  او په عين وخت کي يې د عذابه څخه هم وبيريږي. 


وَيُسَبِّحُ الرَّعْدُ بِحَمْدِهِ وَالْمَلَائِكَةُ مِنْ خِيفَتِهِ وَيُرْسِلُ الصَّوَاعِقَ فَيُصِيبُ بِهَا مَن يَشَاءُ وَهُمْ يُجَادِلُونَ فِي اللَّهِ وَهُوَ شَدِيدُ الْمِحَالِ ﴿١٣﴾ 


او تسبيح وايي رعد په حمد او ثناء د دغه الله او نوري ټولي ملائکې د الله جل جلاله  د بيري او هيبته څخه تسبيح وايي او دغه الله جل جلاله  ټکي، تندري پر هغه چا را لېږي چي د الله جل جلاله   إراده وي، حال دا چي دغه خلک د الله  جل جلاله  په شان کي جدل او جګړې کوي، حال دا چي د الله جل جلاله  عقوبت او نيول ډير سخت دي.  د بنو عامر قبيلې چي دغه حالات وليدل چي عامر بن طفيل ته څه ور پېښه سوه؟ او أربد بن قيس ته څه ور پېښه سوه؟ نو بنو عامر ټول پر اسلام و درېدل او اسلام ته داخل سوه. دا د بنو عامر د قبيلې د اسلام سبب ؤ.


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته