تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بنو تميم وَفد يا ډله
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 14, 2022
  0

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


يوه د هغو مهمو ډلو څخه چي مدينې منورې ته د مسلمانېدلو دپاره راغلي دي د بنو تميم ډله ده، بنو تميم د عربي قبائلو څخه يوه لويه او قوي قبيله وه، د دغي قبيلې ډله د عُطارِد بن حاجب، اقرع بن حابس، زبُرقان بن بدر او داسي نورو نفرو په مشرۍ و مدينې منورې ته د ماپښين په وخت کي را ورسېدل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم   وکور ته ورغله، نارې وهي: يا محمّد! اُخرُج لَنَا.  يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم   موږ ته را ووزه، صحرايي عرب دي دکور مخ ته ولاړ دي نارې وهي، رسول الله صلی الله علیه وسلم   په تعجب کي سو چي څه پېښه ده؟ ټکنده غرمه او د عربستان شديده ګرمي ده په دغه وخت کي خلک په کورو  کي آرام او  راحت کوي دوى ولاړ دي او نارې وهي، رسول الله صلی الله علیه وسلم   دکوره څخه را و وتى ويل: څه پېښه ده؟ څه واياست؟ د څه شي دپاره راغلي ياست؟ دوى ويل: غواړو چي ممادحه در سره وکړو (ممادحه) يعني: د ځان مدحه او صفت. 


په هغه وخت کي د عربو دا عادت ؤ چي دوې قبيلې به سره مخامخ سوې يا به سره کښېنستې نو به هري قبيلې د خپل ځان اوصاف بيانول، هري قبيلې چي به ډير اوصاف درلودل هغه به تر هغي بلي لوړه او د عزت خاونده وه او د دغو اوصافو د بيانولو دپاره يې خاص خلک درلودل، هغه څوک چي په خبرو به يې خپل اوصاف بيانول هغه ته خطيب ويل کېده او هغه څوک چي په شعر به يې د خپلي قبيلې اوصاف بيانول هغه د دغي قبيلې شاعر ؤ، نو هري قبيلې د ځان دپاره خطيب او شاعر هم درلودى.


اوس دغه د بنو تميم مشران د خپل خطيب او شاعره سره راغلي دي غواړي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره داسي بيان وکړي چي تاسي د فخر شيان ډير لرى که موږ؟ نو ويل: غواړو چي ممادحه در سره وکو. 


مګر دوى په سره غرمه و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته د دغه موضوع دپاره راغلي دي او دکور د دباندي څخه نارې ور وهي، اصلاً په جاهليت کي د عربو  ژوند دغسي د اخلاقو څخه ليري ؤ نه يې اخلاق پېژندل او نه يې مراعتول، دغه د دوى ژوند ؤ، 


نو دغه خلک د هغه خپل ژوند سره موافق پر دغه طريقه راغله، رسول الله صلی الله علیه وسلم   چي کريم او حليم ؤ هيڅ يې نه ورته و ويل، د دوى د غوښتني سره سم يې و ويل ښه دى، په مسجد کي نور  مسلمانان هم سره را ټول سوه، بنو تميم چي خپل خطيب او شاعر ور سره دي کښېنستل، رسول الله صلی الله علیه وسلم   هم د خپل طرف خطيب او شاعر را وغوښتل،د بنو تميم خطيب عُطارِد بن حاجِب ولاړ سو او په بيانيه يې  شروع وکړه خو ټول بيان يې د بنو تميم په مدحه او صفت کي ؤ. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل: يا ثابت بن قيس! ولاړ سه ( ثابت بن قيس رضی الله عنه  د مسلمانانو خطيب ؤ) ثابت بن قيس رضی الله عنه  ولاړسو او په خبرو يې شروع وکړه د اسلام او الْهي دعوت خبري يې وکړې او بيا يې و ويل:کوم فخر به تر دې لوى او لوړ وي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   په موږکي دى؟ بل فخر به څه شي او څنګه وي؟ زموږ مسلمانانو څخه چي هر څوک مړ سي و جنت  ته ځي،کوم فخر به د اسلام تر فخر لوړ وي؟ موږ پر يوه الله ايمان لرو هـو! تاسي په خپل قوم او نسب فخر کوى مګر زموږ فخر په آخرت دى، زموږ فخر په جنت دى، زموږ فخر په هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم   دى چي د آسمانه څخه وحيِ پر نازلیږي، د بنو تميم مشرانو و ويل: ستاسي خطيب زموږ تر خطيب ښه او بهتر دى.


 بيا د بنو تميم شاعر زبُرقان ولاړ سو داسي شعرونه او بيتونه يې و ويل چي ټول د بنو تميم په مدحه او صفت کي وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم   و حَسّان بن ثابت رضی الله عنه  ته و ويل: قُم يا حَسّان! حَسّان رضی الله عنه  خو پېژنى؟ د رسول الله صلی الله علیه وسلم   د حضور او د مسلمانانو لوى شاعر، حَسّان رضی الله عنه  ولاړسو او هغه د زبُرقان پر وزن او قافيه يې اشعار و ويل، فورًا په هغه مجلس کي يې پر هغه وزن بيتونه و ویل او اشعار يې هم ټوله د الله جل جلاله  په وحدانیت کي وه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ، مهاجرينو او انصارو په مدحه او صفت کي وه، د جنت او آخرت بيان پکښې ؤ، د بنو تميم ډلي بيا و ويل: ستاسي شاعر زموږ تر شاعر ښه او بهتر دى او دغه ډله و اسلام ته داخل سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم   هم هديې او تحفې ورکړې. 


د سورة الحجرات اولني مبارک آياتونه د دغي ډلي د اخلاقو په باره کي نازل سوي دي چي په هغه کي و ټولو مسلمانانو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم   سره د ګذارې او معاملې لار ښوونه ده، الله جل جلاله  فرمايي:

 

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿الحجرات: ١﴾ 
يعني: اې هغه کسانو چي ايمان مو را وړى دى! خپلي مفکورې او نظريې د الله جل جلاله  او رسول الله صلی الله علیه وسلم   د اوامرو تر صادرېدلو د مخه مه وړاندي کوى، بلکه د هغو د اوامرو انتظار باسى او د الله جل جلاله  څخه و بېرېږى، بېشکه چي الله جل جلاله  ښه اورېدونکى او په هرڅه خبر دى. د دغه آيات شريف څخه مقصد دا دى چي په هره موضوع او هره معامله کي بايد د الله جل جلاله  او رسول الله صلی الله علیه وسلم  اطاعت وسي، انساني فکر، رأيه او قانون کم او ناقص دي، په سل کي سل يې نتيجه ناکامي او بربادي ده او بيا رب عزوجل  فرمايي: 


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَن تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ ﴿الحجرات: ٢﴾
 يعني: اې هغو کسانو چي ايمان مو راوړى دى! خپل آوازونه د نبي صلی الله علیه وسلم   تر آواز مه لوړوى او په لوړ آواز خبري مه ورته کوى، لکه ځيني ستاسي چي د ځينو نورو سره په لوړ آواز خبري کوى، دا بېره سته چي ستاسي ښه عملونه به ضائع سي او تاسي به نه ياست په خبر. 


إِنَّ الَّذِينَ يَغُضُّونَ أَصْوَاتَهُمْ عِندَ رَسُولِ اللَّهِ أُولَئِكَ الَّذِينَ امْتَحَنَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوَى لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ ﴿٣﴾ يعني: هر هغه کسان چي خپل آوازونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم   په حضور کي کښته کوي (په کښته آواز سره خبري کوي) دا هغه کسان دي چي الله جل جلاله  د دوى زړونه د پرهېزګارۍ او د الله جل جلاله  څخه د بيري دپاره آماده کړي دي، يعني: خپل الْهي توفيق يې د دوى سره ملګرى کړى دى، دغو کسانو لره مغفرت، بخښنه او لوى ثواب دى. 


وروڼو! په اسلام کي لوى شعائر څلور شيان دي: قرآن مجيد، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ، کعبه شريفه او لمونځ؛ نو تر هرڅه د مخه دا لازم دي چي د دغو څلورو شيانو عزت او احترام وساتل سي، د دغو شیانو سره بې احترامي د اسلام بې احترامي ده. 
إِنَّ الَّذِينَ يُنَادُونَكَ مِن وَرَاءِ الْحُجُرَاتِ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ ﴿٤﴾
هر هغه کسان چي دکور د دباندي د طرفه څخه تا ته نارې در وهي اکثره د دوى عقل نه لري، چي دا هغه د بنو تميم ډله وه. 
وَلَوْ أَنَّهُمْ صَبَرُوا حَتَّى تَخْرُجَ إِلَيْهِمْ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿٥﴾
که چيري دوى تر هغو پوري صبرکړى واى ترڅو چي ته ورته را وتلاى، دغه به د دوى دپاره خير او ښه واى او الله جل جلاله  ډير بخښونکى او مهربانه دى.


 دا هغه آياتونه وه چي د بنو تميم د ډلي په باره کي نازل سوه او د ټول امت دپاره درس او لار ښوونه ده، چي د خپل رسول او نبي سره بايد څنګه ژوند او معامله وکړي. 


ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته