تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د عروه بن مسعود الثقفي رض اسلام
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 22, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۷۸برخه)


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د عروه بن مسعود الثقفي رضی الله عنه  اسلام


په دغه وخت کي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د حنين د غزاء او د جعرانې د عمرې څخه بيرته مدينې منورې ته ولاړى يوه لويه حادثه پېښه سوه چي  دغه حادثې پر بني ثقيف او اهل طائف ډير لوى اثر وکړی، هغه دا چي عروه بن مسعود الثقفي چي د طائف عمومي مشر او رئيس ؤ دا هغه سړئ دى چي مشرکانو به ويل:که قرآن پر يوه د دغو دوو نفرو نازل سوى واى چي دوه لوى او معتبره خلک دي موږ منى او متابعت مو يې کاوه، چي يو د هغو دوو نفرو دغه عروه بن مسعود الثقفي ؤ او بل يې وليد بن مغيره ؤ، چي د خالد بن وليد پلار دى او د مکې مکرمې دى، الله جل جلاله  دغه د مشرکانو قول په قرآن مجيد کي ذکر کړى او بيان کړى دى چي فرمايي:


وَقَالُوا لَوْلَا نُزِّلَ هَٰذَا الْقُرْآنُ عَلَىٰ رَجُلٍ مِّنَ الْقَرْيَتَيْنِ عَظِيمٍ ﴿الزخرف: ٣١﴾  يعني: کفارو به ويل: ولي دغه قرآن پر يوه سړي د دغو دوو قريو نه سو نازل، چي مکه مکرمه او طائف دي، چي دغه سړئ هم ډير لوى دى. 


چي په مکه مکرمه کي يې وليد مقصد ؤ او په طائف کي يې عُروه بن مسعود مقصد ؤ، دا په عربوکي د عروه درجه او مقام ؤ، لکه څرنګه چي د مخه مو درته و ويل د مکې مکرمې په فتحه کي د حنين په غزاء کي، د طائف په محاصره کي، د دغو ټولو واقعاتو په جريان کي عُروه بن مسعود نه ؤ موجود، دئ اُردن ته په سفر تللى ؤ چي د ثقيلي اسلحې جوړول زده کي او دغه ټول کارونه د ده په غياب کي پېښ سوه. 


دغه عروه بن مسعود د هغه خپل سفر څخه د بيرته را تګ په حال کي ؤ چي دغه حالات ټول ورته و ويل سوه: مکه مکرمه فتحه سوه، ثقيف او هوازن ماته وخوړل، طائف محاصره سو، ټول حالات په تفصيل سره ورته بيان سوه، د دغو حالاتو په اورېدلو سره د عُروه و زړه ته اسلام ننوتى، نو طائف ته نه ولاړى بلکه مدينې منورې ته ولاړى يعني: 


د اُردن څخه د ده رجوع او بيرته را تګ د طائف پر ځای مدينې منورې ته وه او هلته يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په حضور خپل اسلام اعلان کړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ده په اسلام ډير خوشاله سو ځکه د عربو ډير لوى مشر و اسلام ته داخل سو. 


بيا نو عروه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه اجازه وغوښتل ويل: يا رسول الله! غواړم چي خپل قوم ته ولاړ سم او هغه و اسلام ته دعوت کم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د اهل طائف عناد ور معلوم ؤ، و عُروه رضی الله عنه  ته يې و ويل: که ته مسلمان ورسې وژني دي، عروه رضی الله عنه  و ويل: که څه هم و مي وژني خو زه يې  بايد دعوت کم، اجازه راکه چي ور سم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په تکرار سره ورته و ويل: وژني دي، عروه رضی الله عنه  ويل: که څه هم و مي وژني خو زه بايد خپل قوم  و اسلام ته را وبولم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د تلو اجازه ورکړه او عروه بن مسعود رضی الله عنه  په دې نيت د خپل قوم پر طرف رهي سو چي خپل قوم و اسلام ته را  وبولي. 


د عروه قوم چي د ثقيف قبيله ده په دې نه دي خبر چي عروه مسلمان سوى دى، ځکه دئ په اُردن کي ؤ او د هغه ځايه څخه مدينې منورې ته ولاړى او مسلمان سو، عروه بن مسعود رضی الله عنه   و طائف ته ورسېدى هلته يې د قوم د طرفه ډير تود هرکلئ او استقبال وسو، خلکو د ده په راتګ خوشالۍ جوړي کړې، د طائف د مشرانو دا عادت ؤ چي د سفره څخه به راغله اول به هغه خپل بت (لات) ته ورتله سجده به يې ورته کول ځان به يې د تبرک دپاره پوري مښى بيا به کورو ته تله، يعني: د مخه تر دې چي کورته ولاړ سي د دوى په اصطلاح (رَبــه) ته به ورتله، مګر عروه بن مسعود چي را ورسېدى خلکو يې استقبال وکړی دئ ربـه ته نه ورغلى بلکه خپل کور ته ولاړى، خلک په تعجب کي سوه، بيا يې سره و ويل: د اوږده سفره څخه راغلى دى ښايي ستړى وي. 


يوه ورځ وروسته د عروه دپاره لويه مهماني جوړه سوه د ثقيف ټول مشران ور سره ناست دي ده و اسلام ته د دوى په دعوتولو شروع وکړه، هغو د ده په جواب کي بد ويل شروع کړه، هغه د ده د رتبې او مرتبې په سبب يې وهل او ټکول ور نه کړه فقط په بدو الفاظو يې کفايت وکړی، عروه رضی الله عنه  و اسلام ته د دوى د دعوت إراده کړې ده نور هم غواړي چي په هره طريقه سره وي خپل قوم و اسلام ته دعوت کړي او د اسلام شعائر ښکاره کړي، نو کوم وخت چي د لمانځه وخت سو عروه د خپل کور پر بام وختى او په آذان يې شروع وکړه د اسلام آذان کوي، د ثقيف نورو مشرانو نور صبر نه سواى کولاى وبېرېدل چي د ده په واسطه به ټول ثقيف مسلمانان سي، نو هغه نورو مشرانو زيات صبر و نه کړی او عروه رضی الله عنه  يې دغه د آذان کولو په وخت کي په غشو و ويشتى او شهيد يې کړى، عروه بن مسعود الثقفي رضی الله عنه  په داسي حال کي شهيد سو چي خپل قوم يې د الله جل جلاله  و دين او اسلام ته را بلى. 


ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته