تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د محمّد بن مسلمه(رض) سريه يا ټولۍ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 7, 2020
  0


سیرت نبوي (۲۰۰برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د محمّد بن مسلمه  رضی الله عنه  سريه يا ټولۍ

دا هغه لومړۍ ټولۍ وه چي د احزاب او بني قريظه تر غزاوو وروسته لېږل کيږي، د دغي ټولۍ د افرادو شمېر دېرش نفره سپاره وه او د دغي ټولۍ مشر او قومندان محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  ؤ، محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د جليل القدره اصحابو څخه دى او د اسلام د مشهورو قومندانانو څخه دى، حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه  د ده په باره کي وايي: محمّد بن مسلمه په جنګ کي پر زرو نفرو حساب دى يعني: يواځي دئ رضی الله عنه  د زرو نفرو جنګ کولاى سي یا د زرو نفرو سره جنګ کولای سي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  دئ د هجرت په شپږم کال د محرم د مياشتي په لسم تاريخ د دېرشو نفرو سپرو په ملګرتيا په نجد کي و يوې  منطقې ته ولېږى چي قَرطاء ورته ويل کېده، چي په دغه ځای کي اوسېدونکې قبیله د بني بکر بن کلاب قبيله وه او د مدينې منورې څخه اوه منزله ليري وه، (د منزل څخه د يوې ورځي تګ مقصد دى) محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  به د شپې تګ کاوه او د ورځي به پټېدى ځکه چي څوک په خبر نه سي، کوم وخت چي و قَرطاء ته ورسېدى هلته يې پر بني بکر بن کلاب ناڅاپه او د هغو په بې خبرتيا کي حمله وکړه، څرنګه چي هغو د مسلمانانو د ورتګ خبر نه درلودى ټول و تښتېدل، محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  وکولاى سوه چي د هغه ځاى څخه ډېر غنيمتونه را وړي، په غنيمتو کي پنځوس اوښان او ډېر پسونه وه، د کفارو و ښځو او کوچنيانو ته يې کوم ضرر و نه رساوه، يعني:

 

په هغو يې کار و نه درلودى، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغسي هدايت او امر ورته کړى ؤ، محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  چي د خپلو ملګرو سره بيرته مدينې منورې ته تلى پر لاري  يوه کوچنۍ واقعه پېښه سوه چي د دغي واقعې آثار او نتايج ډېر لوى وه، هغه دا چي محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  او د ده ملګرو پر لاري يو سړئ وليدى چي بيده ؤ، نو يې دغه نفر بندي ونيوى او نه يې پېژني چي دغه سړئ څوک دى، دا سړئ د يمامې د بنو حنيفه د قبيلې د مشرانو څخه يو ډېر لوى مشر ؤ، دئ عمرې ته تلى او د مسيلمة الکذاب په امر او مشوره سره يې دا نيت هم کړى ؤ چي پسله عمرې څخه به مدينې منورې ته ځم او هلته به په هره طريقه سره چي وي رسول الله صلی الله علیه وسلم  وژنم، نو محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  دغه سړئ بندي کړی او نه يې پېژني چي دغه نفر څوک دى؟ 

 

کوم وخت چي محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  د خپلي ډلي سره مدينې منورې ته په کامیابي سره ورسېدى رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغي حملې په کاميابه کېدلو سره خوشاله سو او دوى د هغه بندي خبر ورته و وايه، کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه بندي وليدى وې پېژندى او ويل: آيا تاسي خبر ياست چي تاسي څوک بندي کړى دى؟ دوى ويل: يا والله! يا رسولَ الله! رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: دا ثُمامه بن اُثال دى د بنو حنيفه د مشرانو څخه يو مشر دى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي ثُمامه دي د مسجد د دروازې سره و تړل سي او د دغه بندي سره ښه معامله او ګذاره کوى. 

 

اوس نو د مسجد دروازه د ده بندي خانه سوه او صحابۀ کرامو به سهار او ماښام شيدې ورته را وړلې ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر کړى ؤ چي د ده سره ښه معامله کوى، په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم  به هره ورځ د ده د حال پوښتنه کول او خبري به يې ور سره کولې، پوښتنه به يې ځني کول: يا  ثُمامه! څه حال دي دى؟ ثمامه به ويل: يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم  زما سره خير دى که مي و وژنې داسي څوک وژنې چي هغه د ويني د بدل اخستونکي لري يعني: که ته ما و وژنې د بنو حنيفه قبيله چپ نه پاته کيږي او زما بدله اخلي (ویل کیږي چي دغي قبيلې يو لک جنګي نفر درلودل، سل زره نفره) او که عفوه را ته وکړې داسي چا ته عفوه کوې چي هغه شاکِر دى يعني:

 

 احسان دي نه هېروم او که مال او پيسې غواړې څومره چي دي خوښه وي هغومره و غواړه يعني: د دغو درو کارو څخه چي دي هر يو زما دپاره خوښ وي هغه وکه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  به جواب نه ورکاوه ځني رهي به سو او دئ د مسجد په دروازه کي تړلى ؤ، دوهمه ورځ بيا  رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته راغلى خبري ور سره کوي او بيا يې هغه پوښتنه ځني وکړه: يا ثُمامه! څه حال دي دى؟ ثُمامه بيا هم هغه پخوانئ جواب پر هغه طريقه ورکړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم  قصداً دغه ثُمامه د مسجد د دروازې سره تړلى ؤ ځکه اصحاب کرام به يې ليدل چي تله او را تله، د هغو اخلاق او  يو د بل سره احترام يې ليدى، قرآن کريم يې اورېدى، دغه درې ورځي چي دلته د مسجد د دروازې سره بندي ؤ او د مسلمانانو ښه ژوند يې ليدى د هغو د اخلاقو تر تاثير لاندي سو اسلام او مسلمانان يې ډېر خوښ سوه. 

 

درېیمه ورځ بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته راغلى او بيا يې هغه پوښتنه ځني وکړه، ثُمامه بيا هغه جواب ورته و وايه، ويل: که مي و وژنې د بدل خاوند  وژنې،که مال غواړې څومره چي دي خوښه وي وې غواړه، که مي معاف کړې يو شاکر ته عفوه کوې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: بلکه عفوه درته کوم ثُـمامه يې معاف او ايله کړی، ثُمامه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اخلاقو او ادب تر تاثير لاندي راغلى ؤ د مسلمانانو اخلاق او ګذاره يې ليدلي وه، قرآن  مجيد يې اورېدلى ؤ، اسلام يې په زړه ننوتلى ؤ، ثمامه هغه نژدې اوبو ته ورغلى غسل يې وکړی او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته راغلى او مسلمان سو بیا یې و ويل: يا رسولَ الله! 

 

د مځکي پر مخ مي بل څوک دومره بد نه ايسېدى لکه  ته، خو اوس ستا مخ تر ټولو مخانو ما ته خوښ وګرځېدى او په والله د مځکي پر مخ مي د هيڅ دينه څخه دومره بد نه راتله لکه ستا د دين څخه او اوس ستا دين تر ټولو اديانو ما ته خوښ وګرځېدى او د هيڅ ښار څخه مي دومره بد نه راتله لکه ستا د ښار څخه او اوس داسي ښار نسته چي ستا تر ښار مي دي خوښ وي مګر کوم وخت چي زه ستا اصحابو ونيولم هغه وخت ما د عمرې نيت کړى ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هغه خپله عمره دي پوره که او عمرې ته ولاړ سه، ثُمامه هم د عمرې په نيت مکې مکرمې ته ولاړى.

 

 څرنګه چي دئ د بنو حنيفه د مشرانو څخه ؤ نو معلومه خبره ده چي قريشو يې ډېر عزت وکړی، اوس چي ثمامه د طواف په وخت کي تلبيه وايي د اسلام او مسلمانانو تلبيه یې ویل: « لبيک اللّهم لبيک، لبيکَ لا شريکَ لکَ لبيک، اِنّ الحمدَ والنِّعمةَ لکَ والملک، لا شريکَ لک »او پر دغه ځاى به يې بس کړه، مګر قريشو او مشرکانو په دغه تلبيه کي دغه د شرک جملې هم پر زياتولې (اِلاّ شريکاً هُوَ لک، تَملِکُهُ وما ملک) اوس چي ثُمامه د اسلام او مسلمانانو تلبيه و ويل، قريش په تعجب کي سوه او ورته ويل يې: يا ثُمامه! اَصبأتَ؟ آيا د دينه اوښتى يې؟

 

ده ويل: يا بلکه د محمّد صلی الله علیه وسلم  سره مسلمان سوى يم، قريشو ويل: موږ دي بندي کوو، د بنو حنيفه د مشرانو څخه يو  مشر څنګه مسلمانيږي؟ دا د قريشو دپاره لوى خطر ؤ ځکه د بنو حنيفه قبيله ډېره لويه قبيله ده او که هغه مسلمانان سي قريشو ته لوى مصيبت جوړيږي، نو اوس و ثُمامه ته دَمکَۍ او تهديدونه ورکوي وايي: موږ دي بندي کوو، موږ دي وهو، ثمامه ويل: تاسي ما نه بندي کولاى سى او نه مي وهلاى سى خو پر دې سربېره به والله تاسي ته د يمامې څخه يوه دانه غنم او حبوبات تر هغو را نه سي ترڅو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  اجازه نه وي کړې.

 

 اصلاً د يمامې مځکه چي د بنو حنيفه د قبيلو ځاى ؤ ډېره زراعتي مځکه وه او د مکې مکرمې د خلکو دپاره د ټولو حبوباتو لکه غنم، جواري، اوربشي او داسي نورو خوراکي موادو مصدر ؤ، د دوى ټول حبوبات يا خوراكي مواد د يمامې څخه راتله.

 

كله چي ثُمامه بيرته خپل قوم او قبيلې ته ولاړى نو يې مکې مکرمې ته د حبوباتو وړل منعه کړه، قوم هم دا د ده خبره و منل پر مکه مکرمه يې حبوبات بندکړه، دلته په مکه مکرمه کي کاختي شروع سوه، قريشو کوښښ وکړی چي د بله طرفه څخه خپل خوراکي مواد پوره کړي خو داسي ځاى يې نه کړی پيدا چي د دوى ضرورت دي په پوره سي، کاختي ډېره سوه او اهل مکه په تکليف سوه، قريش چي مجبوره وه او د لوږي څخه په عذاب سوه نو يې د مکې مکرمې څخه تر مدينې منورې پوري يوه ډله ولېږل او هلته يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته زارۍ کولې چي رحم وکه موږ ستا قوم او اهل يو په لوږه مو مه وژنه اجازه ورکړه چي موږ ته د يمامې څخه  خوراکي مواد يا حبوبات را پرېږدي. 

 

متوجه سى: د اسلام عزت وکومي درجې ته ورسېدى؟ هغه مغروره قريش چي په مکه مکرمه کي یې پر مسلمانانو بندیز لګولی ؤ اوس زارۍ او جګۍ کوي د نبي الرّحمه، رؤف او رحيم رسول الله صلی الله علیه وسلم  زړه پر وسوځل سو او ثُمامه يې امر کړی چي قريشو ته خوراکي مواد ور پرېږده، اوس حالاتو تغير وکړی د ترازو پلې واوښتې د مسلمانانو طرف درنيږي، خلک په هغه عزت او قوت پوه سوه چي مسلمانانو لاس ته را وړى ؤ، لږ موده مخ کي مسلمانان د خندق سره محاصره وه او تر هغه د مخه د وطنه وايستل سوه مګر اوس د اسلام او مسلمانانو هغه عزت وينو چي د مکې اهل زارۍ ورته کوي چي خوراکي مواد ور پرېږدي دغه کوچنۍ واقعې خلک پوه کړه چي اسلام په کومه درجه کي معززه سوى دى.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته