تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي تر جنګ وروسته د عمررض او ابوسفيان خبري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 21, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۸۰برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


تر جنګ وروسته د عمرفاروق  رضی الله عنه  او ابوسفيان خبري

 

کوم وخت چي ټول مشرکان د بيرته تللو دپاره تيار او آماده سوه ابوسفيان د څونورو کفارو سره دغره و يوې بلي لوړي ته وختى او مسلمانانو ته يې ور ناري کړه: آيا په تاسي کي محمّد سته؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: جواب مه ورکوى، ابوسفيان بيا ناري کړه: آيا په تاسي کي ابوبکر سته؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: جواب مه ورکوى، ابوسفيان بيا ناري کړه آيا په تاسي کي عمر سته؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  د جواب ورکولو څخه منعه کړه، ابوسفيان د بل چا پوښتنه و نه کړه فقط د دغو درو نفرو پوښتنه يې وکړه ځکه دئ او د ده قوم په دې پوهېدل چي د اسلام قيام په دغو درو نفرو سره دى، بيا نو ابوسفيان و ويل: که دغه کسان وژل سوي وي نور نو زموږ په تاسي هيڅ پروا نه کيږي ځکه په تاسي کي نور هيڅ شان او شوکت نه دى پاته.


عمر فاروق رضی الله عنه  نور صبر نه سواى کولاى و درېدى او په لوړ آواز يې ور ناري کړه ويل: اې د الله دښمنه! هغه کسان چي تا ياد کړه هغه ټول ژوندي دي الله جل جلاله   هغه کسان پرېښوول چي ته په نا راضه کېږې، ابوسفيان و ويل: زموږ ځينو نفرو ستاسي د وژل سوو کسانو پزي او غوږونه ور پرې کړه خو دا داسي کار دى چي نه ما په هغه سره امر کړي دي او نه په نا راضه يم.

 
بيا نو ابوسفيان د نصر او بري ناره وکړه، په دغه جنګ کي دکفارو په کاميابي فخر او غرور کوي په ډېر لوړ آواز يې ناري کړه: (أعَلّ هُبل) هُبل هغه د قريشو بت دى، نو ده ويل: لوړ سو هُبل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: آيا جواب نه ورکوى؟ دوى ويل: څه ورته و وايو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل: و واياست (اللهُ اعلْى واَجَل) الله جل جلاله  ترټولو لوړ او لوى دى، عمر فاروق رضی الله عنه  ور ناري کړه (اللهُ اعلْى وأجل)
ابوسفيان بيا و ويل: موږ عُزْى لرو او تاسي عُزْى نه لرى، عُزْى د ډبرو يو بل بت دى، سبحان الله! مشرکان د ډبرو په هغو بتانو فخر او غرور کوي چي دوى په خپلو لاسو جوړ کړي دي او هغوی مچ هم د ځانه څخه نه سي شړلاى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: آيا جواب نه ورکوى؟ دوى ويل: څه ورته و وايو؟ ويل: و واياست: اللهُ مولانا ولا مولا لکم، يعني: الله جل جلاله  زموږ دوست او مالک دى او تاسي لره دوست او مالک نسته، عمر فاروق رضی الله عنه  ور ناري کړه: الله مولانا ولا مولا لکم،  بيا ابوسفيان و ويل: دغه ورځ د بدر د ورځي په بدل کي ده او جنګ د سلوغې په شکل دى کله لوړه وي کله کښته، يعني: کله تاسي کاميابه ياست کله موږ، عمر فاروق رضی الله عنه  و ويل: تاسي زموږ سره نه سى برابرېدلاى، زموږ وژل سوي کسان په جنت کي دي او ستاسي وژل سوي کسان په اور کي دي.


ښه متوجه سى: دا درس دی او همېشه یې په یاد و لری: مسلمانان او کفار هيڅکله نه سي سره برابرېدلاى، دا خو یقیني خبره ده چي مرګ د هر ژوندي انسان دپاره که مسلمان وي که کافر حتمي او ضروري دى د مرګ څخه هيڅ چاره نسته، اوس يا وروسته خامخا راتلونکی دی مګر د مسلمانانو  وژل سوي او مړه سوي کسان جنتو او نعمتو ته ځي او د کفارو مړي دوږخ او ابدي اور ته ځي.

 
بيا ابوسفيان وحضرت عمر رضی الله عنه  ته و ويل: يا عمر! ته يو وار ماته راسه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: ورسه وګوره چي څه وايي، عمر رضی الله عنه  ورغلى ابوسفيان ورته و ويل: يا عمر! په الله سره قسم درکوم چي موږ محمّد صلی الله علیه وسلم  و وژى؟ عمر رضی الله عنه  و ويل: يـا! والله او هغه دغه اوس ستا خبري اوري. 


ابوسفيان و ويل: ته و ما ته تر ابن قمئه صادق يې، ابن قمئه خو ويلي وه چي ما محمّد صلی الله علیه وسلم  و وژى، مګر عمر رضی الله عنه  وايي هغه ژوندئ دى.


نو ابوسفيان ويل: زه ستا خبره منم نه د ابن قمئه. 
ابن اسحاق(رح) وايي: کوم وخت چي ابوسفيان او د ده ملګري رهي سوه نو يې ناري کړه: زموږ او ستاسي وعده په را تلونکي کال کي په بدر کي ده يعني: پر کال به بیا دغه شپې په بدرکي سره جنګيږو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپلو اصحابو څخه و يوه نفر ته و ويل: ورته و وايه هو دغه وخت او هغه ځاى زموږ او ستاسي په منځ کي وعده ده. 


بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و حضرت علي رضی الله عنه  ته و ويل: په مشرکانو پسي ور ووزه او وګوره چي دوى څه کوي؟ او مقصد يې څه دى؟ که يې آسان ګوښه کړي وه او پر اوښانو سپاره وه نو دوى مکې مکرمې ته ځي او که پر آسانو سپاره وه اوښان يې دغسي ور سره بېول نو يې د مدينې منورې إراده ده او زما دي قسم په هغه ذات وي چي زما نفس د هغه په قدرت کي دى که يې د مدينې منورې إراده وه زه به هلته پسي ورسم او هلته به جنګ ور سره وکم، علي رضی الله عنه  وايي: زه په مشرکانو پسي ور و وتم ګورم چي دوى څه کوي؟ او چيري ځي؟ و مي ليدل چي آسان يې ګوښه کړه او دوى پر اوښانو سپاره سوه مخ پرمکه مکرمه رهي سوه. 

        
اوس به په اُحُد كي د وژل سوو کسانو يا شهيدانو او زخميانو يو څه متفرقه قصې درته بيان کړم.


زيد بن ثابت رضی الله عنه  وايي: کوم وخت چي قريش د جنګ د ميدان څخه ولاړل او مسلمانانو دا موقع پيدا کړه چي په خپلو وژل سوو کسانو او زخميانو پسي وګوري نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  زه ولېږلم چي په سعد بن ربيع رضی الله عنه  پسي وګورم او را ته وې فرمايل:که دي سعد وليدى زما د طرفه سلام ورته و وايه او پسله سلامه ورته و وايه: رسول الله صلی الله علیه وسلم  وايي: څه حال دي دى؟


 زيد بن ثابت رضی الله عنه  وايي: زه په ميدانِ جنګ کي په وژل سوو کسانو کي ګرځېدم چي سعد بن ربيع مي په داسي حال کي وليدى چي د ژوند آخري ساوي يې کښلې او (70) ځايه زخمي سوى ؤ، ځيني زخمونه يې د تورو وه، ځيني د نېزو او ځيني د غشو، نو ما ورته و ويل: يا سعد! رسول الله صلی الله علیه وسلم  سلام درته وايي او پوښتنه دي کوي چي څه حال دي دى؟ سعد بن ربيع و ويل: پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  دي سلام وي او ورته و وايه: يا رسولَ الله! د جنت بوى حسوم او ويل زما قوم انصارو ته و وايه:که په تاسي کي د سترګو د رَپولو قدرت پاته ؤ او و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته دښمن ورسېدى بيا نو د الله جل جلاله  په حضور عذر نه لرى او په دغه وخت کي يې پاک روح د بدن څخه جلا سو. 


هلته په زخميانو کي يو نفر ؤ چي نوم يې عمرو بن ثابت ؤ او خلکو (اُصَيرِم) ورته ويل دغه اصيرم کافر ؤ، مخ کي چي به مسلمانانو هر وخت اسلام پر عرضاوه ده به انکار کاوه خو اوس په زخميانو کي پروت دى او د ژوند آخري لحظې يې دي، مسلمانانو يو د بله سره و ويل: دغه اُصَيرِم څنګه راغلى دى؟ دئ خو د اسلامه څخه منکر ؤ، بيا يې په خپله د اُصيرم څخه پوښتنه وکړه ويل: د قوميت په سبب راغلى يې؟ که دي و اسلام ته رجوع کړې ده؟ اُصيرم و ويل: بلکه اسلام ته مي رجوع کړې ده، پر الله او رسول الله مي ايمان را وړى او بيا مي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ملګرتيا جنګ وکړی تر څو چي دغه حال مي دى چي تاسي يې وينى او په دغه وخت کي وفات سو، صحابۀ کرامو د ده حال و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و وايه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: دئ د اهلِ جنت څخه دى. 


ابو هريره رضی الله عنه  وايي: چي دغه اُصيرم هيڅکله د الله جل جلاله  دپاره يو لمونځ هم نه ؤ کړى. 


 مسلمانان په زخميانو کي پر قزمان پېښ سوه هغه قزمان چي د پهلوانانو او قهرمانانو غوندي جنګ يې کړى ؤ، يواځي ده (7 يا 8) نفره مشرکان وژلي وه، ستاسي به په ياد وي چي درې نفره دکفارو د بيرغ پورته کونکي يې و وژل او اوس په داسي حال کي پروت دى چي زخمو دکاره ايستلى دى، نو مسلمانانو دئ د بني ظفر وکورو ته يو وړى، مسلمانانو د جنت زيري ورکول چي ته خو غازي سوې او که مړ سې شهيد هم يې، قزمان و ويل: په والله ما د بل شي دپاره جنګ نه دى کړى مګر د قوميت په سبب او که د قوميت مراعت نه واى ما به جنګ نه واى کړى، کوم وخت چي بيا د زخمو د درده څخه په تکليف سو نو يې ځان په خپله و وژى.


 کوم وخت چي به دغه قزمان د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په حضور کي ياد کړل سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  به و فرمايل: هغه د اهلُ النار یا دوږخیانو څخه دى.


 وروڼو! اور او دوږخ د هغه مجاهدينو پای او د ورتګ ځای دی  چي بېله اِعلاءِ کلمةُ الله څخه بل د هر مقصد دپاره جنګيږي،مثلاً د نامه، قوميت، حزب، پیسو، کُرسۍ يا داسي نورو مقصدو دپاره جنګ کوي. 


خو د قزمان پر عکس هلته د بني ثعلبه د يهودو څخه يو نفر په وژل سوو کسانو کي پروت ؤ چي مُخَيريق نومېدى، مخيريق يهودي او په يهودو کي عالم هم ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اُحُد و غزاء ته د جمعې په ورځ د ماځيګر تر لمانځه وروسته و وتى په دغه شپه کي د جنګ آمادګي ونيول سوه او په سهار کي چي د شنبې ورځ وه جنګ پېښ سو، الله جل جلاله  په دغه ورځ د مخيريق و زړه ته ايمان داخل کړى او د شنبې په ورځ يې په يهودو کي ږغ وکړی ويل: والله تاسي ښه پوهېږى چي دا هغه نبي دى چي تاسي ته په تورات کي ذکر سوى دى او د ده صلی الله علیه وسلم  مرسته پر تاسي لازمه ده نو در ولاړسى او د ده صلی الله علیه وسلم  په ملګرتيا جنګ وکړی، يهودو بهانه او پلمه کول ويل: يا مخيريق! ته پوهېږي چي نن شنبه ده او د شنبې په ورځ الله جل جلاله  پر موږ جنګ حرام کړى دى، مخيريق و ويل: اوس تاسي لره شنبه نسته، تاسي په دغه بهانه غواړى چي نبي يواځي جنګ وکړي او تاسي ناست ياست، نو ده  خپله اسلحه ور سره واخستل او ويل: که زه و وژل سوم زما مال د محمّد صلی الله علیه وسلم  دى هر څه چي په کوي د ده خوښه ده، مخيريق يواځي رهي سو او د جنګ ميدان ته داخل سو، پسله يو څه جنګ کولو شهيد و وژل سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:که څوک غواړي چي داسي جنتي ته وګوري چي په ټول ژوند يې و الله جل جلاله  ته يو لمونځ نه وي کړى دغه مخيريق ته دي وګوري، سبحان الله! په ټول ژوند يې يو لمونځ نه ؤ کړى، مسلمان سو، بيا و وژل سو او جنت ته داخل سو.


 و هر هغه چا ته چي د الله عزوجل  د جنت إراده وي دغسي يې ورته آسانه کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: جنت و تا ته ستا د چوټي تر بند نژدې دى.


 خو وروره! زما او ستا څخه يو څه حرکت غواړي، زما او ستا په اعمالو او اقوالو کي بايد صداقت او د جنت غوښتلو يو څه علامې هم موجودي وي، الله جل جلاله  دې جنت الفردوس زموږ او ستاسي بلکه د ټولو مسلمانانو په نصيب کړي.


د شهيدانو د جملې څخه يو هم عمرو بن جموح رضی الله عنه  ؤ، عمرو رضی الله عنه  په پښه ګوډ ؤ، کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د جنګ آمادګي نيول ده هم د وتلو نيت وکړی، اولادو يې ورته و ويل: پلاره! ته ګوډ يې معذوره يې الله جل جلاله  ستا څخه جنګ او جهاد ساقط کړى دى او ته معاف يې، ده و ويل: زه غواړم چي په دغه ګوډه پښه جنت ته داخل سم، نو يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه د جنګ کولو اجازه وغوښتل او رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم د وتلو اجازه ورکړه او په دغه جنګ کي شهيد و وژل سو.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته