تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ځوانانو! د دوستی معیار دا دی!
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  September 30, 2020
  0

 ځوانانو! د دوستی معیار دا دی!

 ليکوال: مولوي احمد شاه (شاکر)


دا د قران کريم فيصله ده چي يوازي مؤمنان په خپل منځ کي يو د بل دوستان دي، يو د بله په نيکيو امر کوي او له بديو منع کوي  (التوبه: 71)، اې مؤمنانو ستاسو حقيقي دوست الله تعالی او د هغه رسول  صلی الله علیه وسلم دی او هغه مؤمنان دي چي لمونځونه کوي او زکاتونه هم ورکوي(المائده: 55)

هغه څوک چي کفر یې خوښ وي ستاسو دوستان نسي کېدلای که څه هم هغوي ستاسو پلرونه او يا ستاسو وروڼه وي(التوبه: 23)، که چيري  دوی (منافقانو) رښتينی ايمان لرلای، نو کفار به یې په دوستی سره نه وای نيولي(المائده: 81)

 د الله تعالی فرمان دی: اې مؤمنانو! تاسي زما او ستاسي خپل ښمنان په دوستۍ سره مه نيسئ(الممتحنه: 1)، نوح عليه السلام د خپل نسبي  زوی په باره کي د نجات سوال وکړ، خو  الله تعالی جواب ورکړ: دی ستا له اهل څخه نه دی ځکه بد عمله دی. (هود:۴۶)

 که دوستي د قوم، وطن او ژبي لپاره کېدلای نو نبي عليه السلام ولي د خپل قوم (مکي قريشي عربو) مقابلې ته د توري سره راووتۍ چي هم یې  ووژل او هم یې اسيران کړل او د پردي وطن د خلکو، لکه (بلال حبشي، سلمان فارسي، صهيب رومي...) او داسي نورو کسانو سره یې دوستي  او محبت وکړ، د سيرة النبي څخه دا درس زده کوو چي د دوستی معيار يوازي عقيده ده، چي تر خاوري او ويني زيات ارزښت لري.

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 26 ګڼه

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته