تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښځو لپاره د مدرسو اړتيا او ارزښت.
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 4, 2020
  0

د ښځو لپاره د مدرسو اړتيا او ارزښت.

 

ليکوال: مولوي نور الحق (مظهري)


ديني مدرسې عموما ډېر ارزښت لري، په ځانګړې توګه بيا زموږ په اوسنۍ زمانه کي د ښځينه مدرسو اهميت بيخي ډېر دی، ځکه چي په ټولنه کي د ښځو پوهه او علم د هر لحاظه ډېر اړین دی، د کورني ژوند څخه شروع بيا تر ښاري او ټولنيز ژوند پوري د ټولو په سمون کي د ښځو ديني پوهاوی ډېر رول لري.

 

په دين باندي پوه ښځه هم د خپل کور ژوند سمولای سي او هم د کور څخه دباندي د نورو د ژوند په سمون کي فعال رول لوبولای سي.

مخکي تر واده کولو ديني پوهه ښځي ته د پلار، مور او نورو خپلوانو حقوق ورپېژني او همدا راز د راتلونکي لپاره ورته سم فکر ورکوي.

د واده وروسته د کور په اداره ، د کورني اقتصاد په سمون او سپما، د خاوند په مثبت بدلون ، د اولادونو په پالنه ، دکورني ژوند په برابرولو او د ژوند په نورو مثبتو چاروکي د ښځو سره ديني زدکړي ډېره مرسته کوي.

 

په ديني علومو باندي پوه ښځه د پلارګنۍ، خاوند، خوسرګنۍ او هري ښځي لپاره ډېره ښه مشاوره وي او په ډېرو معضلو مسایلو او پيښو کي د هر چا سره مرسته کولای سي.

 

په ديني علومو باندي پوهه ښځه نه تنها دا چي په دنيوي ژوند کي خپلي ستونزي ښه حلولای او ګاللی سي، د آخرت ژوند ته هم ښه چمتو کېدای سي او د ځان په شمول د خپل کور ډېری غړي د ځانه سره إن شاء الله جنت ته بيولای سي.

 

په ديني علومو باندي پوه ښځه نه تنها د خپل خاوند لپاره د ژوند ښه ملګرې ده؛ بلکي خاوند ته ډېري ښې مشورې ورکوي، د ستونزو، مسکنت، اړتيا او سختيو په مقابل کي تحمل لري، د ښه ژوند، رفاهيت، نعمتونو او هوسايني په قدر پوهيږي او شکر يې اداء کوي.

 

په ديني علومو باندي پوهه ښځه د خاوند لپاره د مثبتو کړنو تشويق کوونکې ده او ترڅنګ یې په کارونوکي خاوند ته د قوت او مورال ورکوونکې هم ده.

 

په ديني علومو باندي عالمه ښځه د خپلو او نورو د اولادونو ښه تربيه او پالنه کولای سي، هغوی په سپېڅلې اسلامي عقيده سمبالولای او په ښايسته اسلامي اخلاقو باندي مزين کولای سي.

 

شايد ځينو خلکو په خپلو کورونو کي د ښځو ديني زدکړو ته څه ناڅه زمينه برابره کړې وي، خو داسي خلک د ګوتو په شمېر دي او بيا په کورکي زدکړه ډېره ستونزمنه وي، نو د ښځو ديني زدکړي لپاره د مستقلو او آزادو مدرسو جوړولو ته ډېره اړتيا سته او دا د هرچا مسئوليت دی چي په خپله سیمه کي د داسي مدرسو جوړلو او بيا پرمخ بيولو ته زمينه برابره کړي.

 

د ښځو لپاره ديني مدرسې ددې برسيره چي ښځي پکښي ديني زدکړي کوي، ترڅنګ یې اسلامي ټولنه کي ديني بډايه فرهنګ اوکلتور ته هم وده ورکوي، په کومو سیمو کي چي د ښځو ديني مدرسې موجودي دي، هلته دغه اغېزي او بدلونونه په تجربه رسیدلي او لیدل سوي دي:

 

۱. لوياني ښځي او نجوني ديني درسونه په کښي وايي چي طبعا د ګټي څخه خالي نه وي.

 

۲. په کومه سيمه کي چي ښځينه ديني مدرسه وي په هغه سيمه کي ښځي ډېري په حجاب وي، ځکه د مدرسې د استادانو لخوا ورباندي کارسوی وي، آن تر دې چي وړوکي نجوني هم د کورڅخه دباندي بې حجابه نه وځي.

 

۳. د ښځو لپاره ديني مدرسې د اخلاقي فساد په کمېدو کي خورا لویه برخه لري، ځکه چي د ښځو ديني پوهاوی ددې لوی لامل جوړيږي، چي ښځه دي خپله هم ځان د فساد څخه وساتي او نورو ته دي هم د فساد څخه د ساتني توصيه وکړي.

 

۴. په يوې سيمي کي د ښځو د ديني مدرسې شتون د نورو ښځينه ښوونځیو د اصلاح او سمون لپاره لاره اواره وي، ځکه د ښوونځیو مديران او استادان دې ته متوجه کيږي چي ديني زدکړي ډېري ګټوري دي او بايد ورباندي ډېر کوښښ وسي په ځانګړې توګه بيا کله چي د مکاتبو استاداني اوشاګرداني په مدرسو کي درس ووايي.

 

۵. د ښځينه مدرسو جوړول د کورني پوهي لپاره مثبت رقابت ته لاره اواره وي، ځکه د ښځینه مدرسو په مټو د خلکو کورني نظامونه جوړيږي او بیا هرڅوک کوښښ کوي چي خپل بچيان مدرسې ته واستوي.

 

که ټول مسلمانان د نارينه وو ترڅنګ د ښځو پر ديني زدکړو باندي هم ډېر کوښښ وکړي نو تر ډېره بريده به کورنی ستونزي او تاوریخ والی ورک سوی وي او د ښځو په اهميت او فطرتي ارزښت باندي به د هرچا سر خلاص سي. 

 

نور به بيا ښځي ته څوک د سودا په سترګه نه ګوري او نه به يې هم د نارينه د ګټي لپاره صرف يوه ذريعه بولي، بلکي په بشريت کي به يې د نارينه سره مساوي او د ډېرو حقوقو درلودونکې بولي او په انساني چوکاټ کي به يې د ټولني نه بېلېدونکې برخه بولي.

 

زموږ په کلي (قلعه زمان فراه کي) چي دکوم وخت څخه ديني مدرسه جوړه سوېده ددې ترڅنګ چي ښځي او نجوني درس ويلو ته ورځي؛ بلکي دکلي ښځينه رنګ ته يې هم پوره بدلون ورکړی دی او ښځي اوس مکاتبو ته هم په پوره حجاب او نقاب کي ځي.

 

موږ بايد د هرهغه چاسره خپله هراړخيزه مرسته وکړو چي مسلمانانوته مدرسې، سم مکاتب او ښوونيز ځايونه جوړوي.

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 26 ګڼه

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته