تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اراکان (برما) کي د مسلمانانو تاريخ او زوال
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 8, 2020
  0

اراکان (برما) کي د مسلمانانو تاريخ او زوال 


ژباړه او زياتونه: اسدالله انعام 

 

برما د اسيا په جنوب ختيځ کي پروت هيواد دی، شمال ته ئې چين او هند، جنوب ته ئې د بنګال خليج او تايلند، ختيځ ته ئې چين، لاوو س او تايلند، لويديځ ته ئې د بنګال خليج، هند او بنګله ديش پراته دي.

مساحت ئې تر ۲۶۱۰۰۰ ميله مربع اوړي، د آراکان (راخین) ايالت برخه ئې ۲۰۰۰۰ ميله مربع مساحت لري، چي د برما څخه د طبيعي سرحد (د ارکان د غرونو سلسله، چي د هماليې د غرونو لړۍ ده) په واسطه جلا کيږي.

 

د برما د اوسېدونکو شمېر تر ۵۰ مليونو تنو اوړي، د دې هيواد د نفوس ۱۵٪ برخه مسلمانان تشکيلوي د دوی اکثره برخه يعني ۷۰ سلنه مسلمانان د اراکان په ايالت کي اوسيږي.

 

مؤرخين يادونه کوي، چي اراکان ته په اوومه ميلادي پيړۍ کي د عباسي خليفه هارون الرشيد په زمانه کي د عربو تجارانو په وسيله اسلام ورسېد، تردې چي يو مستقل اسلامي دولت وګرځېد او پرله پسې درې نيمي پيړۍ د (۱۴۳۰- ۱۷۸۴) پوري ئې واک درلود، ددې دورې څخه زيات اسلامي اثار مساجد او مدارس پاته سول، د بدرالمقام مسجد ئې زيات مشهور دی، (په دې نوم سره دهند، بنګله ديش، برما، تايلنډ او ماليزيا په ساحلي سيمو کي نور مساجد هم سته) بل مشهور مسجد ئې د سندي خان په نوم په ۱۴۳۰ ميلادي کي جوړ سوی دی.

 

د اراکان ايالت اشغال
په ۱۷۸۴ م کال دا سيمه د بودايانو له لوري اشغال سول او د برما سره يوځای سول، دوی ددې څخه بېرېدل، چي هسي نه اسلام په برما کي هم خپور سي. تر اشغال وروسته زيات اسلامي اثار، مساجد، مدارس او .. له منځه یووړل سول، علماء او د دين داعيان قتل سول او په دې سيمه کي وحشت خپور سو.

 

دغه څلوېښت کلن اشغال د بريتانيوي استعمار په وسيله پای ته ورسېدی، په ۱۸۲۴ کي برما د بريتانيا له لوري اشغال سوه او د بريتانوي هند سره يوځای کړل سوه، په کال ۱۹۳۷م کي ياده سيمه د بريتانوي هند څخه جلا کړل سوه او د برتانوي استعمار د هغه وخت د نورو مستعمراتو غوندي ديوې جلا مستعمرې په توګه د برتانوي برما د حکومت په نوم وپېژندل سوه.

 

په کال ۱۹۴۲ م کال د ماغ بودايانو له لوري د خپلو نورو برمايي بودايانو څخه د مرستي او اسلحې په ترلاسه کولو سره پر مسلمانانو د وحشت او سفاکی څخه ډک تيری ترسره سو، چي نژدې سل زره مسلمانان کوم چي اکثره ئې ښځي، سپين ږيري او ماشومان وو په ډېره بې رحمی سره ووژل سول او سلګونه زره نور مهاجرت ته اړ کړل سول، ددغي پيښي يادونه تر اوسه د هماغه سيمي له اوسيدنکو سره ورسره دي، دا وحشت ئې پيل وو او د بودايانو پله ئې په وزن داره کړه.

 

د برما د استقلال څخه مخکي يو کنفرانس په ۱۹۴۷ م کي دائر سو، چي ټولو قومونو او قبيلو پکښي ګډون درلود، خو روهنګیايي مسلمانان د شيطاني بريطانيي په اشاره ورته راونه بلل سول، تر څو په آئنده کي په هيواد کي کومه امتياز ترلاسه نه کړي.

 

له برما څخه د مسلمانانو شړل
بودايانو د اسلامي ثقافت ورکولو ته مټي رابډ وهل شروع کړي وه، د مسلمانانو څخه به ئې په زوره د دوی زراعتي مځکي اخيستلې او خپله به پکښي ميشتېدل، د انکار په صورت کي به د پوځ له لوري په ډېره بې رحمۍ له مينځه وړل کېدل.


د ۱۹۶۲ تر عسکري انقلاب لږ وروسته تر (۳۰۰۰۰۰) درې سوه زره تنو زيات مسلمانان بنګله ديش ته وشړل سول.


په ۱۹۷۸م کي نيم ميليون (۵۰۰۰۰۰) مسلمانان په دېر بد وضعيت کي د خپلو سيمو پرېښولو ته اړ کړل سو، تر دې چي د ملګرو ملتونو د کدوالی سازمان د احصائيې له مخي ۴۰۰۰۰ تنه پر لارو مړه سوه، د دغو کسانو زياته برخه ښځي، سپين ږيري او ماشومان وه.

 

يو ځل بيا په ۱۹۸۸م کي تر ۱۵۰۰۰۰ يو سل پنځوس زره تنو پوري مسلمانان د خپلي خاوري پرېښولو ته اړسول او وشړل سول.


په ۱۹۸۸ م کي نژدې نيم ميليون (۵۰۰۰۰۰) پنځه سوه زره تنه مسلمانان د انتخاباتو د نتايجو تر لغوه کولو وروسته له خپل هيواده وشړل سول، ځکه ګمان پر کېده، چي د حاکم ګوند خلاف ئې د NDL  معترض ګوند سره مرسته کړې وه.

 

په دې وروستيو کي يو ځل بيا په همدونه شمېر (نيم ميليون) مسلمانان په ډېر بد حالت کي له دې سيمو وشړل سول.

 

تر ۱۹۸۲ وروسته ئې د روهنګيايي مسلمانانو څخه تابعيت هم سلب کړ، د انکار په صورت کي به د مرګ، جلا وطنی او تعذيب پرېکړي پر کېدلي.

 

په پوهنځيو او پوهنتونونو کي د تعليم او تحصيل حق ورڅخه سلب کړل. چا به چي بهر کي تعليم وکړ او راوبه ګرځېد، نو له نيولو وروسته به تر سختو تعذيبونو وروسته ويشتل کېده.

 

خارج ته د مسلمانانو پر سفر کولو ئې بنديز ولګوئ، حتی د حج فريضي اداء کولو اجازه هم نه وه، د اراکان څخه بهر پلازميني او نورو نژدې ښارونو ته پر تګ به جريمه کېدل،نژدې کليو ته لا هم نه سوای تللای، اقارب او دوستانو ته ئې په کورونو کي د دوی د اجازې پرته مېلمستيا نه سوای کولای.

 

پر هر شي ئې درانه او ملاماتونکي ټيکسونه او ماليات وضع سوي وي، درنې جريمې پرې کېدلي، پر پوځيانو د حاصلاتو او توکيو خرڅلاو منع وو، يا به ئې توکي د ډېر کم عوض په بدل کي خرڅولای سوای، تر څو به مسلمان اوسېدونکي يا فقير او ناداره پاته کېدلای او يابه د ښارونو او خپلو مځکو پرېښېدلو ته مجبوره کېدلای.

 

د ظلمونو او وحشتونو دا لړۍ تر اوسه پوري ادامه لري، د يوويشتمي پيړۍ په دې عصر کي هم کلمه ويونکي پر دې مځکه د بودايانو له لوري ژوندي سوځول کيږي، ټوله نړۍ رډه ورته ګوري او ورباندي سترګي پټوي، مسلمان امت اوس د يوه مړه جسد شکل اختيار کړی دئ له هر لوري ورباندي ير غلونه روان دي، فلسطين د ټولي نړۍ په وړاندي ورانيږي، قتل عام پکښي کيږي، عام المنفعه ځايونه ئې تخريبيږي، مېني ئې اشغال کیږي او مشران ئې وژل کيږي.


د چين همدا حال دئ، هغه ختيڅ ترکستان چي ديرش ميليونه نفوس ئې درلود اوس د چين تر ظلم او وحشت لاندي دئ، مسلمانان په زوره له خپله دينه پردي کولو ته مجبوريږي، اسلامي مقدسات ئې توهينيږي، مساجد ئې ورانيږي، ثقافت ئې له بينه وړل کيږي او داسي نور....

 

موږ د نندارچيانو په څېر ددې ټولو په ننداره مصروفه يو، د غلامو حاکمانو له وجي د زمريو او غيرتمنو مسلمانانو مخي ته غرونه غرونه ديوالونه درول سوي دي...

 

پر فلسطين او ختيځ ترکستان به هم یو وخت د اندلس او بخارا په څېر اوښکي توييږي، مرثيې به پر ويل کيږي او پر تېر تاريخ به ئې افسوس کيږي. د اندلس، بخارا، سمرقند، مروه او بغداد چي نړۍ ته ئې له وياړه ډکي علمي هستۍ وړاندي کړې وې، د سقوط پر مهال هم نړۍ د مسلمانانو ډکه وه، د خپلو وروڼو فرياد ئې وانه سوای ورېدلای، نه ئې له ظالمانو وژغورل، ځکه د الله هغه لار ئې پرې ايښې وه، کومه چي مسلمانانو ته ئې په هغه سره عزت وربخښلی وو.

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 24 ګڼه

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته