تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اُسامه(رض) د لښکر لېږل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 29, 2020
  0

د اُسامه(رض)  د لښکر لېږل


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

”د سرور کائنات(ص)  ژوند“ د کتاب په آخري حصه يا په آخرنيو صفحو کي تاسي د رسول  الله(ص)  د رحلت حالات و لوستل او دا هم هلته در معلومه سوه چي رسول الله(ص)  تر خپل رحلت دمخه يو لښکر جوړ کړى ؤ چي په شام کي د قضاعه پر قبيله حمله وکړي، هغې قبیلې ته د هغو د هغه بدو او ناوړه اعمالو جزاء ورکړي او په دغه حمله سره روميان هم  وبېروي، چي د دغه لښکر مشر او قومندان يې اُسامه بن زيد (رض)  مقرره کړى، چي دغه لښکر د سیرت په کتابو کي (د اُسامه لښکر ) په نامه سره مشهوره دى، رسول الله(ص)  د دې لښکر د مشرتوب د پاره په دې سبب اُسامه (رض)  اختيار کړى چي خلکو ته د اسامه مقام او درجه ور معلوم کړي، مګر هلته يو بل سبب هم ؤ هغه داچي د قضاعه قبيله هغه د مؤته د جنګ قبيله ده او دوى هغه څوک دي چي د اُسامه پلار زيد بن الحارثه (رض)  يې په شهادت رسولى ؤ، نو داسي معلوميږي لکه رسول الله(ص)  چي غوښته چي اُسامه د خپل پلار د قاتلانو څخه بدله او انتقام واخلي . 

 
کوم وخت چي د اُسامه لښکر جوړ سو او بيا دا خبر نشر سو چي رسول الله(ص)  رحلت وکړى  او مدینې منورې ته له هره طرفه دا خبرونه را ورسېدل چي خلک مرُتد او د اسلام د دين څخه واوښتل، نو اُسامه(رض)  په عوض د دې چي د قضاعه و طرف ته حرکت وکړي معطله سو، غواړي چي پوه سي چي اوس څه پېښيږي؟ ځکه اوس په حالاتو کي تغير راغلى، رسول الله(ص)  رحلت وکړى او ډیر مسلمانان مرتد سوه، واقعاً هم حالات داسي وه چي ټوله جزيرة العرب د دينه وا وښتل، ټول هغه کسان چي ايمان يې راوړى ؤ مرتد سوه د اسلام دين يې پرېښاوه بېله د درو ښارو د خلکو څخه چي هغه پر خپل اسلام پاته وه، 


هغه درې ښارونه دغه وه:


اول: مدينه منوره او د هغې شا و خوا پر خپل اسلام پاته سوه .


دوهم: طائف، هغه طائف چي تر ټولو ښارو وروسته يې ايمان راوړى ؤ، تاسي ته معلومه ده چي اهلِ طائف د مکې مکرمې تر فتحي او د حنين تر جنګ وروسته مسلمانان سوه، مګر څرنګه چي اسلام يې په صدق او اخلاص سره ؤ سره د هغه اولني ځنډه او تاخيره بيا هم پر هغه خپل ايمان ټينګ پاته سوه.   

        
درېيم: مکه مکرمه، که څه هم په مکه مکرمه کي د مرتد کېدلو خبري کېدې، نژدې وه چي اهلِ مکه هم اسلام پرېږدي او د رِدت په باره کي تر داسي اندازې خبري نشر سوې چي د مکې مکرمې  آمر وتښتېدى او پټ سو، مکه مکرمه بېله آمره پاته سوه، خو په دغه وخت کي سُهیل بن عَمرو چي د اهل مکې څخه ؤ، شاعر او خطيب هم ؤ و درېدى. 


دغه سهیل بن عَمرو هغه څوک دی چي  د بدر په ورځ دکُفارو ملګرى ؤ او مسلمانانو په بنديانو کي ونيوى، څرنګه چي دئ شاعر او خطيب ؤ، نو د رسول الله(ص)  او اسلام پر ضِد به يې شعرونه ويل او بيانيې به يې ورکولې، نو كله چي په بنديانوکي ونيول سو حضرت عُمر فاروق(رض)  و ويل: يا رسولَ الله! اجازه راکړه چي سر يې ور پرې کړم، رسول الله(ص)  و فرمايل: پرې يې ږده يا عُمر! څرنګه چي د حضرت عُمر(رض)  ډير قهر ورته راغلى ؤ، 


[ځکه دغه سهیل هغه څوک دى چي د اسلام پر ضِد شعرونه وايي بيانيې ورکوي، څنګه يې پرېږدي؟ او په هغه وخت کي شاعر د اعلان دپاره داسي ؤ لکه د نن ورځي ټلوېزيون او د دښمن د ټلوېزيون اِسټېشن چي بايد خراب کړل سي] 


نو حضرت عُمر(رض)  و ويل: يا رسولَ الله چي وژنې یې نه نو اجازه راکه چي ټول غاښونه يې ور وکاږم چي بيا نه تقرير کولاى سي او نه شعر ويلاى سي، رسول الله(ص)  و فرمايل پرې يې ږده يا عُمر ! ښايي چي دئ داسي موقف او دريز غوره یا اختیار کړي چي بد به يې نه بولې، يعني: ښايي يو وخت په دغه شعر او تقرير داسي کار وکړي چي هغه کار يې د ستايني وړ وي. 


نو اوس د رِدت په وخت کي هغه ورځ راغله چي رسول الله(ص)  د بدر په ورځ د هغې ورځي زېرى ورکړى ؤ ، د سهيل هغه ښه موقف او دريز ښکاره سو، اوس چي اهل مکه د رِدت په باره کي خبري کوي،سُهیل و درېدى او ويل: والله د هرچا څخه د رِدت او مرتد کېدلو خبري واورم سر به يې ور پرې کړم. 


خلکو دا فکر وکړى چي دئ نور ملګري هم لري چي خلکو ته د سر په پرې کولو سره وعدې ورکوي حال دا چي د ده سره بل هيڅوک نه وه، نو ټول اهلِ مکه و بېرېده او د رِدت د خبرو څخه چپ سوه. 


نو مکه مکرمه هم هغه درېيم ښار دى چي د سهيل د ثابته ايمان په سبب پر ايمان پاته سوه، مقصد دا چي دغه درې ښاره پر ايمان پاته سوه: مکه مکرمه، 
مدينه منوره، او طائف ؛ نوره ټوله جزيرة العرب مرتد سوه. 
دغه مرتد کېده يا د دينه اوښتل پر څو ډوله وه، ځيني داسي وه چه د ټول اسلام څخه منکره سوه، مطلق د اسلام او مسلمانانو دښمنان وګرځېده. 


ځيني بيا داسي وه چه پر اسلام پاته وه مګر د زکات ورکولو څخه يې انکار وکړى، يعني لمنځونه يې کول، روژې يې نيولې، یوازي د زکات ورکولو څخه يې انکار وکړى، ويل: موږ و رسول الله(ص)  ته زکات ورکاوه اوس چي هغه نسته بل چا ته يې نه ورکوو.


خو د رِدت درېيم قسم په داسي شکل سره ؤ چي ځيني داسي خلک پيدا سوه چي د نبوت دعوه يې کول.


اول: طُلَيحه بن خُوَيلِد الاُسدي د نبوت دعوه وکړه، بنو اَسد چي په خپله د ده قبيله وه د طُليحه متابعت یې وکړى، بنو طئ چي د حاتم طائي قبيله ده د طُليحه متابعت یې وکړى، همدارنګه غطفان چي د عربو د هغو لويو قبيلو څخه ده د طُليحه متابعت یې وکړى. 


دوهم: مُسيلمة الکذّاب چي د بنو حنيفه د قبيلې څخه دى د نبوت دعوه یې وکړه او بنو حنيفه يې متابعت وکړى، چي دغه د بنو حنيفه قبيله په خپله ډېره لويه او قوي قبيله وه.


درېيم: په يمن کي اسودُ العُنسي د نبوت دعوه وکړه او د يمن ډيرو خلکو يې متابعت وکړى. 


مسيلمة الکذاب او اسود العُنسي د رسول الله(ص)  په ژوند او حيات کي د نبوت دعوه کړې وه خو شهرت او لوړوالى يې د رسول الله(ص)  تر رحلت وروسته وه. 


څلورم: سُجاح بنتُ الحارث التغلُبيه چي يوه ښځه وه د نبوت دعوه يې وکړه او د دې قبیلې چي د تغلُب قبيله وه او ځينو نورو د عربو اوباشانو یې متابعت وکړى.

تقريباً د عربو ټـولي قبيلې مرتدي سوې: بنو تميم چي مشر يې مالک بن النُوَيره ؤ، هوازن، عَبس، ذبيان، بني اسد، کنانه، بنو حنيفه، بحرين، دغه ټول مرتد سوه، او بحرین دغه د نن ورځي بحرين نه دى بلکه د اِحساء و ټولي منطقې ته بحرين ويل کېده، چي قطر او موجوده بحرين هم پکښي داخل وه، نو بحرين هم د دينه واوښتى او مرتد سو.


همدارنګه عمان، يمن، حضرموت، نجد، غطفان، تغلُبه، بنوسُليم، کُنده، نجران ؛ دا ټول مرتد سوه، مسلمانان په داسي حال او موقف کي سوه چي حضرت عُمر(رض)  وايي: لکه په سپين غوايي کي يو تور ورېښته، مسلمانان ډېر لږ او له هره طرفه محاصره وه، ټولي قبيلې د اسلام او مسلمانانو ضِد وګرځېدې. 


په دغه پرېشانه وخت او حالت کي د مسلمانانو په منځ کي مشورې شروع سوې چي آيا اُسامه د لښکره سره بايد هغه خپله وظيفه چي رسول الله(ص)  ور فرمايلې وه چي د قُضاعه پر قبيله حمله وه پسي پوره کړي که دغه د کفر د لوى موج په مقابل کي د مدينې منورې د ساتلو دپاره پاته سي ؟ 


د حضرت عُمر(رض)  رأیه او نظر دا وه چي د دغه لوى طوفان په مقابل کي بايد د نرمۍ څخه کار واخستل سي او دغه څو کاره عملي سي:
اول: د اسامه لښکر بايد دلې پاته سي چي مدينه منوره وساتي. 


دوهم: هغه کسان چي زکات نه ورکوي هغه بايد اوس پرېښوول سي، د هغو سره به اوس جنګ نه کوو ترڅو چي دغه دکفر موجونه او څپې پاى ته رسيږي. 


مګر حضرت ابوبکر الصّدِّیق(رض)  دغه رأیه نه کړه قبوله، ويل: د اسامه لښکر بايد په خپله وظيفه پسي ولاړ سي، زه به هغه بيرغ چي رسول الله(ص)  تړلى دى هيڅکله خلاص نه کړم.  


حضرت عُمر(رض)  او هغه کسان چي په دغه مجلس کي حاضر وه هغو و ويل: 


يا ابابکر! که خلکو پر مدينه منوره حمله وکړه؟ 
حضرت ابوبکر الصّدِّیق(رض)  و ويل جنګ ور سره کوو. 


دوى ويل: جنګ په څه شي ور سره کوو ؟ که د اسامه لښکر ولاړسي موږ بل څوک لرو؟ فقط دغه لښکر دى چي موږ ته را پاته دى، جنګيالي يا د جنګ خلک مو ټول په دغه لښکر کي دي او که دغه لښکر ولاړ سي مدينه منوره څوک ساتي؟ 


ابوبکر الصّدِّیق(رض)  و ویل: یوازي زه جنګ ور سره کوم که څه هم سر مي پرې کړل سي خو هغه لښکر چي رسول الله(ص)  جوړ کړى دى هيڅکله نه راګرځوم، خلک په حيرت کي پاته سوه چي دا څنګه دريز او څومره ټينګار دى.


 واقعاً هم هرچا چي د جنګ کولو قدرت درلودى هغه ټول د اُسامه په لښکر کي وه، بېله هغو څو نفرو څخه چي مدينې منورې ته پسله هغه څخه راغلي وه چي رسول الله(ص)  و اُسامه ته بيرغ ور تړلى ؤ او دوی د هغه په لښکر کي نه وه داخل. 


يعني يو څه لږ داسي خلک وه چي پسله لښکر جوړېدلو څخه مدينې منورې ته راغلي وه هغه په ښار کي پاته وه نور ټول جنګي خلک تر مدينې منورې دباندي په لښکر کي وه، نو اوس د مسلمانانو ټول جنګي قوت فقط هغه د اسامه لښکر دى او هغه هم بايد د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په امر ټول ولاړ سي. 


حضرت عُمرفاروق (رض)  پر خپله خبره او نظر ټينګار کاوه او ويل: يا ابابکر! که دغه لښکر ولاړ سي په والله دښمنان ټوله مدينه نيسي.
ابوبکر الصّدِّیق(رض)  و ويل: يا والله ! بايد د اسامه لښکر په خپله وظيفه پسي ولاړ سي، که څه هم د امهات المؤمنين پښې سپي خوري، يعني که څه هم مدينه منوره تر داسي اندازې د خلکو څخه خالي کيږي چي سپي د امهات المؤمنين پښې خوري خو زه به دغه لښکر د هغي وظيفې څخه را و نه ګرځوم چي رسول الله(ص)  ور فرمايلې ده او حضرت عُمر(رض)  يې تر ږيره ونيوى وې ښوراوه او ورته ويل يې:

أجَبّارٌ فِى الجَاهِلِية وَ خَوّارٌ فِى الإسلام؟


يعني: آيا په جاهليت کي جبّار، شديد او قوي وې او په اسلام کي ضعيفه او بېرېدونکى يې؟ د څه شي څخه بېرېږې؟ 


سبحان الله! د ترازو پلې واوښتې، موږ ته دا را معلومه وه چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  حليم او د زړسوي خاوند ؤ، هغه چي ژر به يې ژړل، سينه داره، پوست، د نرم زړه خاوند ؤ. 


او حضرت عُمر(رض)  قوي، جبّار، شديد، او سخت سړئ ؤ، مګر په دغه ځاى کي د حضرت ابوبکر(رض)  قوت معلوم سو، تر داسي اندازې چي د عُمر(رض)  قوت د ده(رض)  په مقابل کي لږ او ضعيفه سو. 


نو حضرت ابوبکر الصّدِّیق(رض)  تر عُمر فاروق(رض)  قوي او شجاع سو، دا ولي؟

دا قوت او شجاعت له کومه ورته راغلى؟ د ايمانه څخه، دا د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  قوي ايمان ؤ چي و ده ته يې دغه قوت او شجاعت ورکړى لکه څرنګه چي رسول الله(ص)  فرمايي: که د ټول امت ايمان د ابوبکر د ايمانه سره وتلل سي د ابوبکر ايمان به تر دروند سي . 


پسله رسول الله(ص)  څخه یوازي د ابوبکرالصّدِّیق(رض)  ايمان د ټول امت تر ايمان دروند دى، چي په امت کي حضرت عمر(رض)  هم شامل دی. 


نو د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د ايمان قوت په دغه سخت حالت کي چي تقریباً د ټولي جزیرة العرب خلک د اسلامه څخه واوښتل وځلېدى.
ابوبکر الصّدِّیق(رض)  امر وکړى چي د اسامه لښکر دي حرکت وکي، لښکر رهي سو او مدينه منوره د څو لږو نفرو په ساتنه کي پاته سوه.
 په دغه وخت کي دوو عربي قبيلو چي د عَبس او ذَبيان په نامه سره یادېدلې چي په نجد او د طَئ په غرو کي اوسېدلې همدارنګه د بنو اسد او کَنانه د قبیلو يوې ډلي د مدینې منورې د حملې دپاره په ګډه سره يو لښکر جوړکړى او دغه لښکر مخ پر مدينه منوره ور رهي سو، تر څو و أَبرَق نومي ځاى ته ورسېدل چي و دغه ځاى ته ذِى القُصَه هم ویل کیږي او هلته يې واړول، چي تر مدينې منورې پوري تقريباً د درو ورځو مزل پاته ؤ، دغه د مرتدانو لښکر دلته سره و ویل: موږ به یوه ډله مدینې منورې ته و لیږو چي د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  سره خبري وکړي او ورته و وايي چي موږ مسلمانانو یو خو زکات نه درکوو. 


نو يې يوه ډله مدينې منورې ته ولېږل چي ولاړسى د ابوبکر(رض)  سره خبري وکړى چي موږ مسلمانان یو لمنځونه کوو خو زکات نه درکوو، ډله رهي سوه او مدينې منورې ته ورسېده، کوم وخت چي ښار ته ور ننوتل وې ليده چي مدينه منوره بالکل خالي ده هيڅوک پکښي نسته د اسامه لښکر تللى دى، دغه خلک چي دکومي موضوع دپاره راغلي وه په هغه باره کي يې د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  سره خبري وکړې او دا يې اميد ؤ چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  به د دوى خبره ومني، ځکه دوى وليده چي مدينه منوره خالي ده، مګر ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د دوى غوښتنه ونه منل او ويل دا هيڅکله نه سي کېدلاى چي مسلمانان یاست او زکات نه راکوی، هغه ډله بيرته په تش لاس رهي سوه. 


خو په عين وخت کي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  دا خطر هم حِس کړى چي د دغو خلکو لښکر خو را رهي دى او په مدينه منوره کي د ساتني دپاره څوک نسته، نو يې د مدينې منورې پر څلورو طرفو څلور کوچنۍ ډلي د څارني او معلوماتو دپاره و درولې چي تاسي به څارنه کوى او هره حمله که پر مدينه منوره راتله خبر به راکوى، د دغو څلورو ډلو مشران په دې ډول سره وه: علي بن ابي طالب، طلحه بن عبيدالله، زبيربن العوام او عبدالله بن مسعود(رض)، او د مدينې منورې ټول اوسېدونکي يې امر کړه چي تاسي به په مسجد نبوي کي بيدېږى، دا د دې دپاره چي ناڅاپه او په بې خبري کي حمله و نه سي، ځکه په مدينه منوره کي د جنګ او ساتني دپاره څوک نه وه پاته، دا خو دلته په مدینه منوره کي د مسلمانانو احتياط ؤ.


د مرتدينو هغه راغلې ډله چي د عَبس او ذَبيان و قبيلو ته بيرته ورغله ورته ويې ويل: ابوبکر الصّدِّیق(رض)  خو زموږ غوښتنه ونه منل او مدينه منوره د خلکو څخه خالي ده نو د حملې دپاره مو دغه وخت او فُرصت دى هلته هيڅوک نسته. 


هغه لښکر هم مخ پر مدينه منوره د حملې او جنګ دپاره حرکت وکړى، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  پوهېدى: که چيري دئ د هغو د راتګ په انتظار وي او هغه لښکر راسي مدينه منوره نيولاى سي، نو يې ډېر ژر د هغه پاته کسانو څخه يو کوچنئ لښکر جوړکړى، د عَبس او ذَبيان و طرف ته ور رهي سو. 


تر دغه وخته هغه قبيلې و مدينې منورې ته دومره را نژدې سوي وې چي د يوې ورځي مزل يې تر منځ پاته ؤ او دا معلومه خبره ده چي عَبس او ذَبيان هيڅ فکر نه کاوه چي پر موږ دي د مسلمانانو له طرفه حمله وسي، ځکه مدينه منوره د خلکو څخه خالي ده، خو ناڅاپه او د هغو په بې خبري کي دغه کوچني لښکر حمله پر وکړه، هغو په تېښته شروع وکړه او ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په پسې دى، څو و ذِي الخُشُب ته ورسېدل، که څه هم دغه د عَبس او ذَبيان لښکر و مدينې منورې ته ډېر ور نژدې سوى ؤ، تر داسي اندازې چي د يوې ورځي د مزله پر اندازه لار و مدينې منورې ته پاته وه خو د دغي ناڅاپه حملې په سبب د مرتدانو لښکر بيرته په تېښته پر شا ولاړى. 


کفار چي ذِي الخُشُب ته ورسېده هلته يې خېمې و درولې او ځانونه يې د داسي جنګ دپاره تيار کړه چي مسلمانان د دوى  تعقيبول پرېږدي نو يې څه وکړه؟ د اوبو خالي ژيان يې واخسته او وې پړسول. 


(ژﺉ چي جمعه یې ژي او ژیان ده داسي شی دی لکه غړکه خو په غړکه کي شلومبې وي او په ژي کي اوبه او دواړه د پسو د پوسته څخه جوړیږي)- لوړ غونډيو ته وختل،کوم وخت چه د مسلمانانو لښکر ور نژدې سو دوی دغه پړسول سوي ژيان پر را غورځول، هغه ژيان مخ پر کښته را ګېلېدل او د راګېلېدو سره يې ډَبَهارى کاوه لکه ډولونه، د دغو آوازو په واسطه د مسلمانانو اوښان و تورېدل يوې او بلي خوا ته يې ځغستل او بيرته د مدينې منورې پر خوا ولاړل، دغه کوچنئ لښکر چي د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  سره ؤ سره وپاشل سو، نو حضرت ابوبکر الصّدِّیق(رض)  بيرته مدينې منورې ته ولاړى او د دوهم وار دپاره يې بيا مسلمانان سره يو ځاى کړه او ډير ژر يې لښکر جوړ او منظم کړى او د دوهمي حملې دپاره د کفارو پر طرف ور رهي سو .


دلته بايد موږ د صِدِّيق(رض)  و قوّت او شجاعت ته متوجه سو، دا هغه ډېر خطرناکه موقف او حالت دى چي د اسلام په تاريخ کي پر مسلمانانو تېر سوى دى، که د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  جرئت او مړانه، همت او شجاعت نه واى اسلام او مسلمانان به ختم سوي واى. 


خير مسلمانانو پر کفارو دوهمه حمله وکړه او کفارو بيا په تېښته شروع وکړه، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د هغه کوچني لښکره سره په پسې دى څو کفار و ذِى القُصه ته چي د مدينې منورې څخه د درو ورځو مزل دى ورسېدل، مسلمانانو ذِي القُصه ونيول او نُعمان بن المُقرِن(رض)  يې پر ذِي القُصه حاکم پرېښاوه او په خپله ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د هغه کوچني لښکره سره په کفارو پسې دى څو کفار يې ذَبيان هغه د دوى وطن ته ورسول او ذَبيان هم مسلمانانو فتحه کړى، د کفارو هغه لښکر ته يې ماته او شکست ورکړه چي د مدينې منورې د نيولو دپاره راغلى ؤ او قريبه وه چي مدينه منوره ونيسي، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  بيرته مدينې منورې ته راغلى، دغه دکفارو د لښکر د شکست خبر شا وخوا په منطقه کي نشر سو. 

 
هلته ډيري داسي قبيلې وې چي پر مدينه منوره يې د حملې إراده درلودل، مګر د دغه خبر په نشرېدلو سره چي مسلمانانو سره د دې چي د أسامه لښکر د مدينې منورې څخه وتلى دى د عَبس او ذَبيان قبيلو ته ماته او شکست ورکړه، دا دا سي معنْى لري چي اوس هم په مدينه منوره کي لويه او قوي قُوه موجوده ده، خو په حقيقت کي په مدينه منوره کي قُوه نه وه بلکه دا د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  همت او شجاعت، پوهي او حکمت ؤ چي ډير ژر يې په يوه کوچني لښکر پر دښمنانو حمله وکړه، دغه د ده(رض)  حمله د دې سبب سو چي اسلام او مسلمانان يې وساتل، هغه نورو قبيلو چي د مدينې منورې د حملې إراده یې درلودل هغه إراده يې پرېښوول او مدينه منوره بیا هم حاکمه او محفوظه پاته سوه.


د مسلمانانو علماء د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د دغه موقف او دريز په باره کي چي د مرتدانو سره يې پر جنګ ټينګار کاوه او بېله زکاته يې لمونځ نه قبلاوه وايي:


که په اسلام کي دوه شديد او سخت دريزونه او موقفه نه واى اسلام به هم لکه نور آسماني اديان اړول سوى دین واى . 


هو داسي ډير ځايونه سته چي مسلمانان د اسلامه څخه اوښتي او منحرف سوي دي، مګر زموږ خبره په خپله په اسلام کي ده. 


نو علماء وايي: دوه دريزه دي که دغه دريزونه نه واى په خپله اسلام به اړول سوى واى، يعني اسلام به موږ ته په هغه ډول او شکل نه واى را رسېدلى، کوم چي رسول الله(ص)  راوړى او بيان کړى دى. 


چي يو دریز يې د رِدت په موضوع کي د ابوبکرالصّدِّیق(رض)  دريز او ټينګار دى، که د ده (رض)  دغه سخت او شديد دريز نه واى، موږ ته به داسي اسلام را رسېدلى واى چي په هغه کي به زکات نه واى، نو دا هغه شئ ؤ چي په خپله اسلام به اړول سوى واى.

 
او بل دريز د امام احمد بن حنبل(رض)  دريز دى. 


د امام احمد بن حنبل(رح) په وخت کي د ځينو مفسدينو خلکو له طرفه داسي ويل کېده چي قرآن مجید مخلوق دى او د وخت پاچا هم د دغو مفسدينو د قول تائيد کاوه، د وخت ټول علماء په دغه موضوع کي يا چپ وه يا يې دغه قول مانه، يا د حکومت له طرفه بنديان وه. 


یوازي امام احمد بن حنبل(رح) پاته ؤ چي د دغه قول په رَدَولو کي يې سخته مبارزه وکړه، که دئ هم دغه قول ته تسليم سوى واى، هم به اسلام اړول سوى واى او هم به موږ ته ګډه وډه عقيده را رسېدلې واى، نو دغه دوه هغه لوى او مهم دريزونه دي چي اسلام د اړولو څخه په ساتل سوى دى . 


د أسامه بن زید(رض)  لښکر په تګ او راتګ کي څلوېښت ورځي تيري کړې، اسلامي لښکر څلوېښت ورځي وروسته بيرته مدينې منورې ته را ورسېدى، د اسامه لښکر په دغه موده کي وکولاى سواى چي پر قضاعه حمله وکړي، بنديان ځني راولي او غنيمتونه ځني راوړي، او بيرته هم صحي سالم راسي. 


دغه د اُسامه(رض)  د لښکر خبر نشر سو او خلک پوه سوه چي اسلام او مسلمانان اوس هم یوازي دا نه چي قوي دي بلکه تر هر وخت قوي دي.

 

ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء  راشدين


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته