تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بابل او کوفې فتحه کېدل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 7, 2021
  0

 


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

هغه فارسيان چي د قادسيې په جنګ کي و تښتېدل په (بابل) کي سره يو ځاى سوه (بابل ديوه ښار نوم دى) د دغو يو ځاى سوو فارسيانو مشر او قومندان فيروزان ؤ او د مسلمانانو د مقدمې قومندان چي زُهره بن الحُوَيه(رضي الله عنه)  ؤ پسي و ر ورسېدى او د دوى سره يې جنګ شروع کړى، خو فارسيانو ته يې په يوه ساعت کي ماته ورکړه، حتّْی پوره يو ساعت هم نه ؤ تېر سوى چي بابل فتحه سو، په خپله فيروزان (نهاوند) ته و تښتېدى او هغه مات سوى لښکر چي د ده سره ور سره ؤ ځيني يې کوفې ته ولاړل او ځيني يې نهاوند ته ولاړل. 


[دغه کوفه دغه اوسنۍ کوفه نه ده بلکه بل ښار ؤ چي کوفه ور ته ويل کېده]


زُهره اول د کوفې پر طرف پسي رهي سو هلته يې د فارسیانو د پاته لښکر سره جنګ وکړى، د هغو قومندان و وژل سو او فارسيانو ماته و خوړه، کوفه هم فتحه سوه او تښتېدلي فارسيان ټول په نهاوند کي سره يو ځاى سوه.

 
د مسلمانانو د لښکر د مقدمې قومندان زُهره(رضي الله عنه)  د سعد بن ابي وقاص(رضي الله عنه)  د را رسېدلو په انتظار دلته په کوفه کي پاته سو، څو سعد(رضي الله عنه)  د پاته لښکره سره را و رسېدى، سعد، زُهره، قعقاع او نور اسلامي قومندان (رضي الله عنه) اجمعين سره يو ځاى سوه او مشوره کوي، ويل: اوس د مدائن و طرف ته چي د فارس پايتخت دى لار آسانه ده، د اوس دپاره به نهاوند پرېږدو د فارس پايتخت مهم دى، که پاىتخت فتحه سو د فارس ټول مملکت رېږدي، نو ټولو قومندانانو پر دې فيصله وکړه چي پر پايتخت به حمله کوو، فارسيان په نهاوند کي سره يو ځاى کيږي مګر مسلمانانو د مدائن د حملې إراده وکړه، فارسيان چي د مسلمانانو په دغه نيت او إراده خبر سوه ډير وارخطا سوه، که څه هم هغه قواوي چي په پايتخت کي موجودي وې قوي او ډيري وې، مګر بيا هم په هغه اندازه نه وې چي په نهاوند کي سره يو ځاى سوي وې، نو خود فارسيان وارخطا سوه چي مسلمانانو نهاوند پرېښاوه او پايتخت ته ځي. 


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء راشدین


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته