تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خوري! د الله رحمت مه قطع کوه!
 
  April 7, 2015
  0

 لیکنه: و. حیا 


خوري ته به دا سوال کوې، چي زه څنګه د الله  جل جلاله رحمت قطع کوم؟ ستا ددې سوال جواب دادی، چي ستا په ځينو اعمالو سره د الله جل جلاله  رحمتونه قطع کېږي او عذابونه يې نازليږي؛ چي د هغو اعمالو څخه يوه بې ستري ده. په کوم ښار يا کلي کي چي ښځي بربنډي يا بې ستره وي، پر هماغه ښار او کلي مصيبتونه او عذابونه نازلېږي او بې حيايي نشريږي. ستا په بې سترۍ سره ځوانان فحشاء ته هڅول کيږي؛ په ټولنه کي فتنې خپرېږي. رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  ستا بې ستري د قيامت علامه بللې ده او الله  جل جلاله  ستا لپاره تر ټولو غوره ځای ستا کور بللی دی. نو ستا لپاره هيڅ مناسبه نه ده، چي تر کور دباندي کار وکړې يا بې اړتيا د کور دباندي په فېشن کي ووځې. 

مسلماني خوري! ستا هغه د فېشن بوغره، چي ستا دوې سترګي په کښي ښکاره وي، ستا لپاره مناسبه نه ده، چي ته يې واغوندې؛ ځکه تا د خپل بدن هغه غړي ښکاره کړي، چي په هغه کي بايد حياء ډېره وي يعني سترګي. حياء چي له سترګو څخه ولاړه سي، نو هر ناوړه کار ته لاره هوارېږي. يوازي دا نه چي سترګي دي ښکاره دي؛ بلکي فېشن دي هم کړی دی. خلګ ستا سترګو ته ګوري او ته د خلګو سترګو ته ګورې؛ چي دا فساد دی. 

خوري! هوښياره اوسه! رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  داسي ښځه  د شيطان رسۍ بللې ده. همداسي کفار او د اسلام دښمنان غواړي ستا څخه د دام کار واخلي. يعني د اسلام دښمنان وايي، چي موږ مسلمانانو ته په ښځو ماته ورکوو. پام کوه خوري! دغه د اسلام دښمنان برياليتوب ته مه پرېږده! د خپل حجاب ساتنه خپله کوه! ځيني خويندي به په دې زهيرېږي، چي ولي موږ د نورو هيوادونو د ښځو په څېر  همېشه په کورونو کي ناستي يو او کومه دنده نه تر سره کوو. 

 
  خوري په دې مه خپه کېږه! ځکه چي د غرب هغه ښځه چي په بازارونو او دفترونو کي ستړې وي، اکثروو يې حیا او عفت بایللی وي، ته تر هغې ډېره نېکمرغه يې؛ ځکه ته د ملکې په څېر په کور کي ناسته يې او الله  جل جلاله  ستا نفقه ستا پر خاوند فرض کړې ده. غربي ښځي خپله نفقه په خپله ځان ته پيدا کوي؛ نو ته د خپلي نېکمرغۍ ساتنه کوه! په بې سترۍ او بې حيايۍ سره خپل ځان مه بدبخته کوه! 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۴ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته