تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د صّدِّیق(رض) د وفات خبر د جنګ میدان ته را رسیږي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 6, 2020
  0


د حضرت ابوبکر الصّدِّیق(رض) د وفات خبر د جنګ میدان ته را رسیږي

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

 په دغه وخت کي چي قهرمان جنګيالي مسلمانان په روميانو پسي يوې او بلي خوا ته ځغلي حملې پر کوي او وژني يې د حجاز له طرفه د مدينې منورې د خوا پوسته او ډاګي را ورسېدى او خالد بن وليد(رض)  ته يې ليک او رساله ورکړه، خالد(رض)  پوښتنه ځني وکړه چي څه خبر دي راوړى دى؟

 

 ډاګي يا پوسته رسوونکي کرار په غوږ کي ورته و ویل: چي خليفة رسولِ الله(ص)  حضرت ابوبکر الصّدِّیق(رض)  وفات سو او عُمر فاروق(رض)  خليفه سو، خالد(رض)  پوسته رسوونکي ته و ویل: دغه خبر پټ وساته او څوک مه په خبروه، په خپله خالد(رض)  هم په دغه خبر څوک نه کړه خبر، ځکه د جنګ آخري لحظې دي ښايي چي د دغه خبر په اورېدلو سره په خلکوکي ضعف پيدا سي، نو يې ليک په جيب کي واچا وه او پاته جنګ ته يې دوام پسي ورکړى، تر شپې پوري ټولو روميانو ماته وخوړه،

 

كله چي شپه تېره سوه او سهار سو رومیان تښتېدلي دي مسلمانانو هغه تر اندازې زيات غنيمتونه سره را ټول کړه د مسلمانانو لښکر فاتح او کاميابه دى خلک ډير خوشاله دي، مګر څو لحظې وروسته دغه خوشالي په يوه لوى غم بدله سوه، ځکه خالد(رض)  د رسول الله(ص)  د خليفة حضرت ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د وفات خبر و خلکو ته و وايه چي د دغه خبر په اورېدلو سره د مسلمانانو غم د فتحي او غنيمتو ترخوشالۍ ډير زيات ؤ، مګر بيا هم الله(ج)  مسلمانانو ته د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په عوض او بدل کي حضرت عُمر فاروق(رض)  ور کړى، هغه عُمر چي لږ وروسته به يې د زُهد او تقوْی، د عدل او جهاد بیان واورو.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: خلفاء راشدین


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته