تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زموږ علم ولي لږ دی؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 26, 2020
  0

زموږ علم ولي لږ دی؟


لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


که څه هم ځيني خلګ به ددې مدعي وي چي زموږ علم ډېر دی خو ډېری پوهان دا مني چي د پخوانيو علماو په پرتله زموږ علم ډېر لږ دی او دا ښکاره حقيقت دی چي هيڅوک ورڅخه انکار نسي کولای، خو دا چي زموږ علم ولي لږ دی علت يې د عمر بن عبدالعزيز رحمه الله په وينا کي موندلی سو چي فرمايي:


 إنما قصّر بنا عن علم ما جهلنا تقصيرنا في العمل بما علمنا، ولو عملنا ببعض ما علمنا، لأورثنا علما لا تقوم به أبداننا. [التفسير المنير]


ژباړه: دا چي موږ د هغه شيانو علم نلرو چي نه په پوهيږو سبب يې دادی چي موږ په هغه څه چي پوهيږو سم عمل ندی کړی، که موږ په يوڅه د هغه علم عمل کړی وای چي موږ يې لرو نو موږ ته به داسي علم راکول سوی وای چي زموږ بدنونو نسو ټينګولای.


په علم باندي عمل کول يو ډول تکرار دی او د علمي قوې لپاره سپورت دی چي د انسان استعداد ته د قوت او مطالعې مثبت چارچ ورکوي او ذهن يې ورباندي تېزيږي.


په علم باندي عمل کول انسان د خپل علم د سمېدلو نمونه جوړوي او ددې تر څنګ چي انسان ته د الله پاک لخوا الهامات او معنويات ورکول کيږي نور خلګ دده څخه په تأثير اخيستلو پده پسې روانيږي. 

 

په علم باندي عمل کول ددې سبب جوړيږي چي انسان ته دي د خپل علم ارزښت معلوم سي او د خپل علم د ساتلو او ډېرولو لپاره دي نور هم زيار وباسي.


که غواړی علم مو ډېر سي نو په خپل علم عمل وکړئ!

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته