تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بریالي ژوند راز
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 26, 2023
  0

لیکنه: محمدنبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه  

 

د بریالي ژوند راز 

 

ستونزي انسان  پیاوړی کوي او  د لویو بریاوو لامل ئې کیږي. بریا ترلاسه کول د انسان د تر ټولو اصلي او مهمو غوښتنو څخه ده، نو که انسان غواړي بریالی و اوسي  او پریالی ژوند ولري؛ نو غوره ده چي په دې برخه کي لاندي لارښووني په نظر کي ونیسي. 


۱ – ځیني شیان هغه څه دي، چي موږ  یې کول نه خوښوو او تل یې کولو ته زړه نازړه یو. په ژوند کي د بریالي کېدو لپاره اړینه ده چي د دې شیانو په ترسره کولو سره خوند واخلو او خپګان ونه کړو، ځکه چي خپګان یوازي د انسان د ستړیا لامل کیږي او بس.


۲ – په ژوند کي خپل کار باور ولرئ او دغه کار  وبار په پوره زړورتیا سره وکړئ، ځکه چي زړه نا زړه توب له انسانه سمه لاره  ورکوي. 


۳ - هیله کول هیڅ شی نه بدلوي، نو که تاسو غواړئ هرڅه ښه کړئ، نو لکه څنګه چي دي هغسي ئې ومنئ. 


۴ -  د نورو لپاره انتظار مه کوئ، چي تاسي خوشحاله کړي؛ بلکي د ځان د خوشحاله کولو لپاره د خوشحالۍ تمرین وکړئ، په وړو – وړو شیانو ځانونه خوشحاله کړی او خوشحالي په خپله خپل کاله ته راولئ. 


۵ - کله چي تاسي  کاروبار پیل کړئ، نو یوازي د خپلو ګټو په اړه فکر مه کوئ؛ بلکي د نورو د ګټو په اړه هم  فکر وکړئ، ځکه چي په دې توګه به نور ستاسو لپاره د کار کولو څخه خوند واخلي او ستاسو د بریالیتوب لامل به سي.


۶ - کله چي تاسي د یو څه کولو پرېکړه وکړئ، نو له ځانه وپوښتئ چي زه څه کولای سم چي ټولو خلکو ته ګټه ورسوم. 


۷ - کله چي یو څوک لامبو زده کوي، هغه په اوبو کي د ډوبولو څخه ویره نه لري، نو تاسي هم کله چي په کار وبار کي له کومي ستونزي سره مخ سی، خپل ځان یا نور مه ملامتوئ.


۸ - د دې لپاره چي په هر کار کي بریالي واوسئ، باید د کار کولو څخه مخکي د کار روښانه انځور ولرئ او خپل هدف ټینګ وساتئ.


۹ - د لویو کارونو په ترسره کولو ستونزي وګالئ، ځکه چي ستونزي سړی پیاوړي کوي او د بریالیتوب لامل ئې کیږي.


۱۰ - هغه کارونه وکړئ، چي ستاسو لپاره ستونزمن وي؛ ځکه چي ستونزمن کارونه کول هڅو او جديت ته اړتیا لري، هڅي او جدیت  اراده پیاوړې کوي.


۱۱ - خپل کار په انرژۍ سره وکړئ او په پوره انرژۍ سره د خپل کار په ترسره کولو تمرکز وکړئ، نو تاسو به وګورئ چي ستاسو کار به روښانه او ښکلی وي.


۱۲ -  کله چي تاسي یو څه کول غواړئ، له ځانه مه پوښئ، چي نورو څنګه او په کومه طریقه ترسره کړی؟ بلکي د کار د سم ترسره کولو لپاره پوره هڅه وکړئ او د لاري په اوږدو کي نوي حقایق کشف کړئ. 


۱۳ ۰- خپل کار په ټول توان سره وکړئ او خپله انرژي د خنډونو په لیري کولو  مصرف کړئ.


۱۴ -  ژوند یو سیند دئ، چي د راتلونکي پر لور روان دئ، نو یوازي د تیر په اړه فکر مه کوئ او خپل کار د پخوا په پرتله په نوي او ښه ډول ترسره کړئ، راتلونکی په مخکي دئ.


۱۵ -  هرکله چي تاسو غواړئ په ژوند کي یو څه وکړئ، نو د هغه په کولو کي د حیرانتیا او زړه نازړه توب احساس  مه کوئ، بلکي د ترسره کولو څخه ئې خوند واخلئ.


۱۶-  د هغو نعمتونو د لرلو  شکر وباسی، چي لرې يې او د هغو نعمتونو په اړه شکایت مه کوئ چي لاس رسی مو نه ورته کيږي او یا يې نه لرئ.


۱۷ -  په دوامداره توګه له نورو څخه بښنه مه غواړه او د نورو پام خپلو غلطیو ته مه را اړه، بلکي هڅه  او کوښښ وکړه چي خپله غوره کار وکړې.


۱۸ -  د عمل او فکر کولو لپاره له خپل ذهن څخه لارښوونه او حکم ترلاسه کړی. 


۱۹ -  غرور مه کوئ، ځکه چي غرور عقل له منځه وړي. 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته