تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مسلمانه ځوانه!
 
  March 13, 2012
  0

ليکوال: سيد احمد صابر 

پوهان وايي: دهر ملت سرمايه دهغه ملت روزلي بچيان دي ، رښتياهم چي دهر ملت او ټولني  دنېکمرغي او بدمرغي دهغه ملت او ټولني د افرادو په روزنه او تربيه پوري تړاو لري ، خو داچي نن سبا اسلامي امت د هر ډول ناخوالو او بدمرغيو په دام کي  را شکېل دئ ، لامل يې څه دئ  او له همدې  ناخوالو او بدمرغيو څخه د خلاصون  لاره څه ده ؟


راځئ  چي داسلامي  نړ ۍ له لوئ مفکر او له غوره اسلامي احساس اوميني څخه ، برخمن شخصيت علامه اقبال څخه يې واورو  چي  دى  هر مسلمان په ځانګړي  ډول مسلمان ځوان  ته څنګه  خطاب کوي او څه ته يې متوجي کوي ؟
 
مسلمانه ځوانه ! نژدي ده چي  زه  په ژړا کي وينې توى کړم ، که زه تا په دغه نرم حالت کي وينم په تاکي خير نسته  که څه هم چې ددنيا پاچا سې ، تر هغه  چي تا دعلي رضي الله عنه   له ځواک او سليمان عليه السلام  له استغناء څخه برخمن ونه وينم . 
 
اې مسلمانه ! تاته تعجب کوم د نړۍ افق درته  وځلېدئ ، مګر له تا څخه ځان ورک سو ، تر څو به ته غافل ،ضايع او معطل ناست يې ؟

زما بلي او روښانه ډېوې ټوله  پخوانۍ نړۍ  رڼا کړله  ،تياره شپه يې منسوخ کړله  او لا تر اوسه پوري هغه ((يدبيضا)) چي تاته  له موسى عليه السلام  څخه په ميراث پاته دئ ستا په ورغوي کي دئ .

ويده ګله ! دهغه نرګس په شان دواړه سترګي پرانيزه چي سترګي  يې يوه لحظه هم نه پټيږي ، ته ازلي ناموس ، پهردار او  امين يې ، سيا نشست له خاورو څخه وو، خو پرتا باندي دنړۍ درېدل او امتونو بقاء ده ، د يقين ډکه پياله وچيښه ، دګومان  او اټکل له تل څخه اوچت سه ، ستا هغه ژور خوب اوږد سو متوجه سه !
 
ګوره ! هغه څوک چي خپل ځان وپېژني ، هغه کس خپل ارزښت او مرکزيت پېژني چي يوازي د پاچاهانو او سلطانانو تختونه ورسره مناسب دي ، ژوندى اوسېدل  شرف او کرامت نه دئ ، مګر په دغه معرفت کي ، کله چي تا دغه معرفت په واک کي راوست ، نو ټوله نړۍ دي په  واک کي راوستله ، خو که دي دا معرفت له لاسه ورکړ ، نو غورځول سوئ مال  سوې . 

زما د شعر او ادب په مدرسه  کي داسي ځوانان روزل کېږي ، چي هيڅ   درهم او دينار نه لري ، خو د پاچاهانو خوئ لري ته اختيار لرې ، چي څه دي خوښه سي هغه غوره کړه ،خوماته له  ژونده تېښته او په کونجونو او ګوښه ځايونو کي کښېناستل غوره معلوم نه سول .

مسلمانه ! که عربي يې او که عجمي دشهادت په کلمو ستا  نطق نا اشنا خبري دي ، ترڅو ستا زړه پرې شاهدي ونه وايي. 

 مسلمانه ځوانه! ستا پر دې محکوم حالت دا مځکه او نور مخلوقات خواشيني دي .

سړيه ! ځان دي نه دئ اندازه کړئ ، تر څو به  د ذليلي دنيا تر شامنډي وهې او ورته تابع کېږي به ؟

يا يې په پوره توګه زده کړه ، زهد پکښي وکړه او لاس تر ې واخله ، يا يې خپله کړه ، لوړسه او مشري وکړه ، خو د دوو منزلونو په منځ کښي مه اوسېږه .

اې  داسلامي توحيد ميراث خوره ! هغه جذابي او ساحري ويناوي ، ځواکمن او  تيار کار دي له لاسه  ورکړئ دئ ، له ورځو څخه يوه ورځ به چي تايو چاته وکتل ، نو له ويري به په لړزه سوه ، زړه  به يې ستا دنظر او ر  وخوړ ، خو نن ټولو ته د ټولو خلکو په شان سوي يې  ، بي روحه سوړ  ، نفسونه نه جذبوي .

اې مسلمانه ! خپل ځواک او عزت ته ور  وګرځه او د ورځو واک خپل کړه ، د تاريخ جلب ټينګ ونيسه او د بشريت قافله لوړ هدف ته ورسوه !

په نړۍ کي بتان نوي سوي دي  داسي نوي عبادتځايونه ودان سوي دي چي په هغو  کي  د قوم پرستۍ ، وطن پرستۍ  ،نفس  او شهوت عبادت کېږي او د غه بت پرستۍ اسلامي او عربي نړۍ ته سرايت کړئ دئ  نو ايا نړۍ نوي ابراهيمي انقلاب ته اړتيا نه لري او داسي بت ماتوونکي ته اړتيا نه لري چي د غو عبادت ځايونو ته ننوځي او دغه بتان ټوټي  ټو ټي کړي ؟ دپيدايښت  اوکار هدف او ددين او اسلام راز دادئ چي  ورور ګلوي ،مينه او دوستي پرمختګ وکړي .

اې مسلمانه ! د رنګ ،غوښي او وينو بتان مات کړه  او حق ته په حنيف ملت کي ذوب سه ، تر څو نوې خپلوي رامنځ ته کړې داسي خپلوي، چي په  هغه کي توپيرونه ،جنسيت پرستي ،تعصب او قوم پرستي نسته 
 

باخبر ! کلک يقين سم دوامدار عمل او د عظيم رسولصلی الله عليه وسلم مينه د ملتونو  او  امتونو فاتح دي ، هغه د ژوند په جګړه  کي  دسړيو او اتلانو په لاسونو کښي را ايستل سوي توري دي ، نوڅه ورته لازم دي چي بايد سړى ځان ورباندي ښکلى کړي ؟
سليم زړه ،  صافه سرچينه ، دنظر ، پريشانه زړه او ګرمه هڅه لرونکي مينه.

مسلمانه ! راسه،  چي  دامتونو دپاى په اړه تا خبرکړم امتونه  چي د بابيزو سندرو ، عياشيو او بې حيايې مرحلي  ته ورسيږي او د عياشي په هر رنګ خوند اخستلو باندي اخته سي او له ټولو اخلاقي حدودو او انساني اعتباراتو څخه تېر سي  او هر حقيقت هېر کړي ، نو دغه مهال دئ چي الهي غضب مداخله کوي او په جراحي عملياتو سره يې را اخلي او ددغه ټپ له پاره چنګيز ،تيمور، نادر ، او هلاکو  غوره کوي او دغه دسرطان دانه  د ټولني له وجود څخه قطع کوي .

 مسلمانه ځوانه ! که ته خپل رازق ونه پيژنې  نو پاچاهانو ته به اړ يې ، خو که دي هغه وپېژانده ، نو لوي پاچاهان به تاته اړ او محتاج وي ، استغناء پاچاهي ده او ګيډي عبادت د روح وژل دي .

ګوره ! دغه انسان  چې له خټو څخه پيدا سوئ دئ په خپل طبيعت سره رڼا او اور نه دئ ، بلکي ژوند يې پر عمل زياد او مبارز ې  ولاړ دئ او بيا دجنت او اور لاري ته ځي  او د خپل عمل ثمره اخلي. 

اې الله جل جلاله   ! دځوانانو ځيګرونه د ديني  دردونو په غشو باندي ټپي کړې، ويدې هيلي او ارزوګاني يې په  سينو کي ستا د آسمانونو په هغو ستورو ويښي کړه چي لا تر اوسه پوري د شپې ويښ دي . 

يا الله جل جلاله  ! داسلام بازانو ته داسي وزرونه او او چت پرواز ورکړه  چي ورباندي الوزي او ښکار باندي کوي . 

يا الله جل جلاله ! دمسلمانانو ځوانانو زړونه ژوندي وساته ،حساس او دردېدلي يې ولره . 

 اي زخود پوشيده خود را باز ياب       
درمسلماني حرام است اين حجاب
 
کليات اقبال
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۸ ګڼه

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته