تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حضرت عُمر(رض)د خپلي کورنی سره
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 29, 2020
  0

حضرت عُمر(رض)د خپلي کورنی سره

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


که موږ د حضرت عُمر(رض)  موقف يا ګذاره د خپلي کورنۍ او اهله سره وګورو هلته به داسي مقدس مسئوليت او هلته به دومره لوى امانت و وينو چي هيڅ شئ او هيڅوک نه سي ور سره برابرېدلاى، حضرت عُمر(رض)  خپله کورنۍ یوازي د هغو شيانو څخه نه وه محرومه کړې چي د هغو حق نه ؤ، بلکه هغه شيان يې هم نه ور پرېښوول چي د ده د کورنۍ مشروع او جائزحق بلل کېدى او خپله کورنۍ يې نسبت و نورو خلکو ته دوه چنده مسئوله بلل، تر داسي اندازې چي د حضرت عُمر(رض)  قرابت او دوستي د ده د اقرباوو پر غاړه يو دروند بار ؤ او که يې اقرباء د ده د دوستۍ څخه ځانونه خلاصولای سواى، خلاص کړي به یې واى. 


حضرت عُمر(رض)  ولي داسي کول؟ ځکه امير المؤمنين پوهېدى چي د حاکم او آمر امتحان بل ځاى نه اخستل کيږي بېله خپلي کورنۍ څخه، آيا د حاکم د کورنۍ دپاره به يو قانون وي او د نورو خلکو دپاره بل قانون؟ او که به د ده کورنۍ او نور ټول خلک د قانون او عدالت په مقابل کي يو شئ وي؟

 

نو د دغه مقصد دپاره يې پر خپله کورنۍ دا لازمه کړې وه چي د قانون به داسي مراعت کوي چي دوى د نورو خلکو دپاره قُدوه او لارښوونکي وي، نو کوم وخت چي به يې يو قانون کښېښاوه يا به يې يو امر صادر کړى، اول به يې خپله کورنۍ را ټوله کړه او ورته و به يې ويل: ما خلک د فلاني کاره څخه منعه کړه او د خلکو سترګي په تاسي کي دي، که تاسي هغه کار کاوه خلک يې هم کوي او که تاسي هغه کار پرېښاوه خلک يې هم پرېږدي، او په والله که ستاسي څخه يو څوک هغه کار وکي چي ما خلک ځني منعه کړي دي زما د قرابت په سبب تر نورو خلکو دوه چنده جزاء او عذاب ورکوم.


سبحان الله! وايي: زما د دوستۍ په سبب دوه چنده عذاب ورکوم، تاسي پوه سواست؟ د عُمر(رض)  سره دوستي يا قرابت دا معنْی نه لري چي عدل رخصت سو يا قانون لغوه سو، بلکه د عُمر(رض)  دوستي د دوه چنده عذاب سبب وګرځېده. 


عبدالله بن عُمر(رض)  چي د عُمر بن الخطاب(رض)  زوى ؤ، په زُهد او پرهېزګاري، علم او تقوْی کي امام ؤ، په رسول الله(ص)  او خپل پلار پسي قدم پر قدم رهي ؤ، داسي يو کار چي د بدۍ دي يوه شُبهه پکښې وي، هيڅکله و هغه ته ښه نه ښکاره کېدى، خو پر دغه ټولو سربېره کله چه به عبدالله یا دحضرت عمر(رض)  نورو اولادو به د ژوند د نعمتو څخه يو خوار نعمت استعمالاوه او پلار به وليدى ورته ويل به يې: ألِاَنّکَ إبنُ أمِيرِ المُؤمِنِين؟

 

يعني: دا کار په دې سبب کوې چي ته د امير المؤمنين زوى يې؟ دغه جمله (أ لِأنَّکَ إبنُ أمِيرِ المُؤمِنِين؟) د عُمر(رض)  له طرفه يو شعار ؤ چي د خپلي کورنۍ په مقابل کي يې پورته کړى ؤ، حتّْی په دغه جمله سره يې نور خلک هم و حق او عدل ته را بلل. 


حضرت عُمر(رض)  هغه د کاختۍ په کال چي عامُ الرّماده ورته ویل کېده او بیان به یې وروسته راسي يوه ورځ د خپل زوى عبدالله(رض)  کور ته ورغلى، وې ليده چي زوى يې غوښي خوري، عُمر(رض)  په قهر سو او ورته ويل يې:
ألِأنَّکَ إبنُ أمِيرِ المُؤمِنِين؟ تَأکُل لَحماً ؟ 


يعني: دا چي ته د امير المؤمنين زوى يې نو غوښي خورې؟ او خلک په لوږه کي دي، ولي مالګه او ډوډۍ نه خورې؟ ولي تېل او ډوډۍ نه خورې؟


حضرت عُمر(رض)  ډير کوښښ کاوه چي د خوړلو او استعمالولو دپاره حلال او د شبهې څخه پاک شيان استعمال کړي او د حرامو څخه ليري وي، عُمر(رض)  هيڅ وخت دا نه غوښته چي د خپلي کورنۍ يا اولادو څخه يو څوک و ويني چي د هغه سره دي د مسلمانانو د بيت المال څخه يو شئ ور سره وي، ډيري داسي قصې سته چي د حضرت عُمر(رض)  پر دغه عُمري صفاتو دلالت کوي چي حلال او د شبهې څخه پاک شيان يې استعمالول او ډير کوښښ يې کاوه چي د عامو مسلمانانو د مالو د استعمالولو څخه ډير ليري وي. 

 

ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء راشدین.


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته