تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خالد رض د ابوبکر صدیق رض د خلافت په دوره کې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 31, 2021
  0

خالد رضي الله عنه د ابوبکر صدیق رضي الله عنه د خلافت په دوره کې

 

رالیږونکي : محمد شفیق / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د رسول صلی الله عليه وسلم له وفات نه وروسته، ابوبکر صدیق رضي الله عنه د مسلمانانو د لومړي خليفه په توګه وټاکل شو:  له دې سره سم یو شمېر منافقانو هرې خواته د بغاوت اعلان وکړ، د هغوی شورش او فتنه اچول ډېر خطرناک اقدام وو، خو ابوبکر صدیق رضي الله عنه د پخې ارادې او حوصلې خاوند انسان و، د هغه د عمر زیاته برخه له نبي کریم صلی الله عليه وسلم سره تیره شوې وه، له همدې امله يې پر حق باندې په ثبات او ټینګار کې د ذرې هومره کمښت هم را نغی، د رسول الله صلى الله عليه وسلم خلیفه يوولس جندې جوړې کړې او د یوولس سرښندونکو صحابه وو ته یې ورکړې.


د یوې ډلې بیرغ یې خالد رضي الله عنه ته په لاس ورکړ او د طلحه د ځپلو لپاره یې ولېږه.


 د دویمې ډلې بیرغ يې عکرمه بن ابوجهل ته ورکړ او د مسیلمه بن کذاب مقابلې ته یې ولیږه.


د درېیمې ډلې بیرغ يې مهاجرین بن امیه رضي الله عنه ته ورکړ او ورته ویې فرمایل چي ته یمن ته د اسود عنسي د سر غړوونکي لښکر د ماتولو لپاره لاړ شه، له هغه نه چې وزګار شوې حضرموت ته لاړ شه د بني کنده سرغړوونکي هم ښه زبون کړه.


دڅلورم بیرغ یې خالد بن سعيد ته ورکړ ورته ویې ویل چي ته د شام پولو ته لاړ شه او د هغه ځاي سرغړوونکي قبائیل سمې لارې ته راوبله.
دپنځم بيرغ يې عمرو بن العاص رضي الله عنه ته ورکړ او د بني قضاعه په لور یې ولیږه چي د شمال او لویدیځو سيمو عرب وو. دغه خلک له هغو قضاعه وو نه بېل و چې د شام په شا و خوا کې يې استوګنه غوره کړې وه.


د شپږمې ډلې بیرغ يې حذیفه بن محسن الغطفایې ته ورکړ او د اوبا د خلکو مقابلې ته یې ورولیږه.


داووم بيرغ يي عرفجه بني يرتمه رضي الله عنه ته ورکړ او د مهره قبائیلو ته يې ورولیږه او دا يې هم ورته وویل چې وړاندې لاړې نو ته او حذیفه رضي الله عنه سره یو ځاي شي.


د اتمې ډلې بیرغ يي شرحبيل بن حسنه ته ورکړ او ورته ویي ویل چي ته په عکرمه بن ابوجهل پسې ورو  ورو  ورځه کله چي له مسیلمه نه فارغ شوي نو د بني قضاعه په لور لاړ شي.


نهم بيرغ يې معن بن حاجز رضي الله عنه ته ورکړ، هغه يي د بني سليم او د هغوی هم فکره ملګرو هوازن په لور ولیږه.


لسم بيرغ يې سوید بن مقرن رضي الله عنه ته ورکړ او ورته یي وفرمایل: چي ته د يمن د تعاما نومې سیمې په لور لاړ شه.


يوولسم بيرغ يي علاء بن الحضرمي رضي الله عنه ته ورکړ او بحرین ته یي  ولیږه.


دلته په خاصه توګه دغه خبره د یادونې وړ ده چې دغو ټولو ځایونو ته ابوبکرصدیق رضي الله عنه د خپلو استازو په لاس په دې مضمون باندې ليکونه ولیږل چي د اسلام دین ومني او سمې لارې ته راشي که نه نو د خپل ارتداد له انجام نه و ډارشئ

ماخذ : دخالد بن ولید رضي الله عنه ژوند 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته