تازه سرليکونه
د (فتوا میراث) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دکورنۍ دغړو تر منځ دمیراث ویش
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 4, 2021
  0
نوم عبدالله
ولایت کندهار
هیواد افغانستان
مسلسله شمېره 2987
 
پوښتنه: د محمد رحیم په نامه یو شخص وفات سو، یو پلار، یوه مېرمن، دوې لوڼي، درې وروڼه او پنځه خویندي يې پاته سول، اوس دغه میراث په څنګه شکل سره تقسمیږي؟
 
جواب: مبسلاً و حامداً
په پورتني صورت کي مسئله د (۲۴) څخه جوړیږي، او بیا (۲۷) ته پورته کیږي، یعني د نوموړي شخص میراث (۲۷) برخي کیږي، چي د هغو د جملې څخه ۴ـ د پلار، او ۴ـ دمور، او ۳ـ د مېرمني، او ۱۶ د لورګانو کیږي، او پاته قریبان محجوب دي یعني میراث نه ورکول کیږي.
چي صورة د مسئلې ئې په لاندي شکل دی:
محمد، ۲۴ عول ۲۷
        مســــــــــــــــله
میــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پلار            مور           مېرمن۱         لوڼي۲         وروڼه۳       خویندي۵ 
۴                ۴                 ۳               ۱۶               .                 .
 
والله اعلم بالصواب
------------------------
لما فی السراجی: اما الاب فله احوال ثلث  الفرض المطلق وهو السدس . وایضا: اما للأم فاحوال ثلث السدس مع الولداه... اما للزوجات فحاللتان الربع للواحدة فصاعدة عند عدم الولد... والثمن مع الولد او ولدالابن ... واما لبنات الصلب فاحوال ثلث النصف للواحدة والثلثان للاثنتین فصاعدة... و بنوالاعیان والعلات کلهم یسقطون بالابن وابن الابن  وان سفل وبالاب بالاتفاق. (السراجی: ص۶ ــ ۷ ــ ۸، ۱۱).
 
الجواب صحیح : مولوي محمد عمر خطابي                                                              المجیب: مفتي حمد الله
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته