لیکنه : علي الله متوکل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
شیخ له ځان سره ارام وخندل. ناستو کسانو کي یوه کس د خندا دلیل و پوښت.
شیخ ورته وویل: تاسي د دنیا د کارونو لپاره واسطه بازی کوی، ما و جنت ته د تللو واسطه پیدا کړل، جنت ته به په ګرنټي ځم.
ټولو و پوښتل، څنګه؟
شیخ ویل داسي:
-نن مي د سهار لمونځ په جماعت وکړ، الله مهربانی دی و به مي بخښي.
-د قرآن کریم تلاوت مي وکړ. د محشر په ورځ به قرآن پر ما د تلاوت کولو شاهدي ادا کړي.
-د مسجد مخته مسکین ولاړ وو، و هغه ته مي د دوو ډوډیو پیسې ورکړې.
-له مسجده تر کوره مي پر محبوب نبي درود ووایه، هغه به مي شفاعت وکړي.
په خدای دا ګرده اسانه عملونه دي، راځئ وې کړو.
www.taleemulislam.net