تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څه ډول بايد توبه وباسو؟
 
  January 16, 2012
  0

رالېږونکی: ضياالرحمن حبيب سپين غر

په دې نړۍ کې دا هرڅه الله پاک د انسان د خوښيو او د ښه ژوند د تېرولو لپاره پېدا کړي دي چې انسان بايد ترې د خپل توان سره سم ترې تر اخري کچې پورې ګټه پورته کړي. هر انسان په ورځنيو چارو کې له ستونزو سره مخ کيږي چې بايد ورته د حل لاره وکتل شي چې په دې ترڅ کې ډېرې داسې لارې شته چې هغه ستونزه پرې حل شي خو ځنې وخت دغې لارو چارو د يو چا پام نه وي چې په پايله کې د ډېر بد انجام سره مخ شي چې ددغې ډلې څخه هم يوه لويه ستونزه چې کولاى شي د انسان په دې نړۍ  کې او په هغې نړۍ کې ژوند له نېکمرغيو څخه ډک کړي هغه توبه ده که څه هم کېداى شي ډېر خلک توبه وباسي خو په هغه اصولو برابره نه وي چې څنګه ښايي.

دا چې له انسان څخه د خپل ورځني  ژوند په اوږدو کې راز راز ګناهونه کيږي نو اړينه ده چې هغه لوي ذات ته توبه وباسي کوم چې دا اوه اسمانونه ،ځمکې او مافیها پېدا کړي دي. دا چې توبه څه ته وايي ؟ څنګه ويستل کيږي؟ څنګه پوهېږو چې ايا زموږ توبه قبوله شوې که نه او يا ولې ډېره توبه ويستنه څه ګټه لري دا به تاسې ته په لاندې ډول څرګند کړو :
توبه څه ته وايي؟

له سوسي يو لوی صوفي څخه د توبې په هکله پوښتنه وشوه ده داسې وويل (توبه له هغه شيانو څخه چې پوهه او علم يې ښه نه ګڼي ، ډډه کول او په هغو شيانو چې علم او پوهه يې امين بولي خښول دي). له سهېل تستري نه وپوښتل شو چې توبه يانې څه مانا ؟ ده وويل: (توبه دې ته وايي چې ته خپل تېر ګناهونه هېر او له ياده يې وباسې او ستا له ياده ووځي). خو د توبې په هکله د وجد او معرفت د خاوند وروستۍ فېصله داسې ده لکه چې ابوالحسن نوري وايي: توبه دې ته وايي چې انسان له الله پاک څخه پرته نور ټول شيان له زړه څخه وباسي او دده ټول فکر او سوچ د الله لورته وي ).

د توبې شرايط يا څه ډول توبه وويستل شي؟

لومړى: بايد انسان د پخوانيو او تېرو ناوړو کارونو او اعمالو په کولو د زړه له کومې پښېمانه شي او تل لپاره افسوس وکړي چې داسې کارونه ترې څنګه پېښ شوي.
دوه يم: شرط دا دى چې له توبې وروسته سملاسي خپل لاس له ناوړه اعمالو نيسي.
درې يم: شرط يې دا دى چې دى بايد کلک عزم او ټينګه اراده ولري چې په راتلونکو وختو کې به بيا هيڅ وخت هغه ناوړه اعمال تکرار نه کړي دا درې واړه شرطونه په حقيقت کې د پېښمانتيا په کلمه کې نغښتلي دي.

د توبې قبلېدو نښې: له يوه عالم څخه پوښتنه وشوه چې يو انسان که  توبه وباسي د هغه د توبې د قبلېدو نښانه به څه وي؟ هغه په ځواب کې ورته وويل: د توبې منل کېدو د پاره ځنې نښې نښانې شته او هغه دا چې انسان له هغه وروسته تل الله پاک يادوي او له ښو خلکو سره ناسته ولاړه کوي ، له بېکارو ، بدکارو او فساد اچونکو انسانانوڅخه لرې ګرځي، لږه دونيا ورته ډېره ښکاري او د اخرت لپاره ورته ډېر کار هم لږ ښکاري.

انسان ولي توبه وباسي او څنګه پښېمانه کيږي؟

لومړى: دا چې انسان د خپلو تېرو ناوړه اعمالو پايلي ته ځېر شي او په زړه کې يې دهغو په پرتله وېره او ډار پېدا شي تر دې چې دا کار دده د پښمانتيا لامل شي.

دوه يم: دا چې انسان په زړه کې د الله فضل او رحمت مينه او هيله زياته شي او څنګه چې دى پوهېږي چې د انسان د ناوړه کارونو سره سره د الله فضل او رحم تمه بې ځايه ده  نو ځکه دى له ګناهونو څخه لاس اخلي او په تېرو ګناهونو پښېمانه کيږي.

درې يم : ځنې انسانان د خپل پاک فطرت له مخې نه غواړي چې د ګناه په ډنډ کې پاکې جامې چټلې شي او د الله څخه د حيا له امله او د هغه د اوامرو د پرځاى کولو په وسيله ځان له ګناه څخه ساتي. هغه څوک چې دويرې له امله پښېمانه شوي وي هغې ته په اصطلاح کې تايب وايي او هغه چا چې د ناوړه کړو څخه د الله د فضل په تمه لاس اخستى وي هغې ته منيب وايي او هغه چا چې د الله څخه د حيا له کبله د ورانو کارونو څخه لاس نيولى وي اواب ورته ويل کيږي نو په دې توګه درې درجې لري. يوه خپله توبه په معمولي مانا ، بله انابت او درېيمې ته يې اوبت وايي چې توبه دعامو مسلمانانو کار او پر هر چا لازمه ده او انابت د صوفيانو او اولياو دنده ده او اوبت د پېغمبرانو او الله د استازو کار دى. د پښتو په ادب کې د تصوف د امام خوشحال خان بابا د توبې په اړه وايي:

کبيره ګناه چې وکــــــــــــــــــــــا
خوار شه دى که توبه نه کـــــــا

که توبه يې په اخـــــــلاص وي
له دوزخ نه به دى خـــلاص وي

دعاصي توبه قبلــــــــــــــــــيږي
مغفرت ورباندې کيږي

ځان چې چرک د ګناه مومــــي
د توبې په صابون درومــــــــــــي

چې توبه يـــــــــــــــــــې د نصوح وي
د توبې به يې فــــــــتوح وي

دتوبې شرطه څلــــــــــــــــــــــور دي
پېښماني په زړه د نور دي

استغفار ويــــــــــــــــــــــــــــل په ژبه
بيا ګناه مه کړه تايبــــــــــــه

ټينګېدل په توبه جــــــــــــــــــــــانه                 
چې بيا نه کړي توبه ورانـه

په دا رانګه که توبه ګار شــــــــــــي
له توبې به برخوردار شـي

که قضادى وي لموځونــــــــــــــــــــه
يا عشرونه زکاتونـــــــــــــه

يا قضا چې روژې ستـــــــــــــــــا وي
يا د خون دعوه په تـــــا وي

که علاج د دواړو وکــــــــــــــــــــــــړي
په توبه به نور زړه ښه کړې

ستا توبه ده د خاصــــــــــــــــــــــــــــــانو
يې له خاصو مسلــــــــمانو

که توبه دې په غـــــــــــــــــــــــرض ده
دا توبه نه ده مــــــــــرض ده

په دې تمه چې ټول مسلمانان په دغه خبرو عمل وکړي څو يې ژوند له خوښيو او نېکمرغيو څخه ډک شي.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته