تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ددغو ۳ الفاظو له کارولو څخه ځان وساتي!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 8, 2021
  0


حضرت ابن القیم رحمه الله فرمایي:
هر کس ته پکار ده چي له دغو ۳ الفاظو له کارولو څخه ځان وساتي:


۱. زه
۲. زما
۳. زما سره

 

ځکه دغه ۳ هغه لفظونه دي چي د هغه په وجه شیطان، فرعون او قارون تباه سول.


شیطان ویلي وه:
"أَنَا خَيْرٌ مِنْهُ خَلَقْتَنِي مِنْ نَارٍ وَخَلَقْتَهُ مِنْ طِينٍ" (الاعراف:۱۲)


ژباړه: زه تر ادم بهتره یم ځکه تا زه له اوره پیدا کړي یم او ادم له خاورو.

 

فرعون ویلي وه:
"أَلَيْسَ لِي مُلْكُ مِصْرَ"(الزخرف:۵۱)
ژباړه: ایا ملک مصر زما نه دی.

 

او قارون به بیا دا ویل:


"إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَى عِلْمٍ عِنْدِي"(القصص:۷۸)
ژباړه: زما سره چي کوم څه دي هغه زما د علم پر بنیاد ماته رسیدلي دي.

 

(ابن القیم الجوزیه (رحمته الله علیه) ، زاد المعاد)

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته