تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د لوی اختر قرباني پر حیوانانو ظلم دئ!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 18, 2021
  0


یو څه ملحدین او سیکولران لګیا دي، وای په اختر کي د حیواناتو قرباني کول ظلم دئ. خو دوی ناځوانان تر یوه کمیس شپږ سرونه راباسي: 


-که دي ورته وویل، چي په هسپانیا کي هر کال زرګونه غواوي په نیزو ولي او په خورا وحشتناکه ډول ئې وژني.


دوی به درته ووایي: دا یو ډول ملي ورزش دئ.

 

-که دي ورته وویل، چي د ډنمارک خلک هر کال د "فارو " په نوم جزیره کي لسګونه زره ډولفین ماهیان په بې رحمۍ سره وژني، د بحر اوبه ټولي په وینو سرې سي. حتی ویل کیږي، چي په تېرو دېرشو کالو کي ۸ میلیونه ډولفین ماهین په دې ډول قتل عام سوي دي. 


په جواب کي به درته ووایي: دا د ماهیانو د ښکار یو ملي جشن دئ. 

 

-یهودیان هر کال د ”کیپور“ په اختر کي زرګونه چرګان په ډېره ظالمه طریق وژني. 


په جواب کي وایي: دا یو ډول دیني او مذهبي مراسم دي. 


که دي ورته وویل، چي مسیحیان هر کال زرګونه فیل مرغان وژني.


دوی به جواب کي درته ووایي: دا یو ډول ملي غذا ده. 

 

-که دي ورته وویل، چي امریکا هر کال په میلیونونه انسانان د نړۍ په ګوټ ګوټ کي په ظالمانه او بې رحمه طریقو وژني. 


په خندا به درته  ووایي: دا د تروریزم سره مبارزه ده. 

 

اوس نو که مسلمانانو پر فقیرانو، وږو او نېستمنو خلکو باندي د خیرات وېشلو په نیت غویي، پسه یا بوزه قرباني کول، نو دوی چیغي وهي، ولي بې ګناه حیوانان وژنی؟


او په سپین سترګی سره زموږ د خیر و کار ته د وحشت نوم ورکړي.

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته