تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ابوهریره رض ته د رسول الله( ص) سپارښتني
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 2, 2022
  0

ابوهریره رضي الله عنه ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپارښتني:

لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ: قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ: يَا أَبَا هُرَيْرَةَ كُنْ وَرِعًا، تَكُنْ أَعْبَدَ النَّاسِ، وَكُنْ قَنِعًا، تَكُنْ أَشْكَرَ النَّاسِ، وَأَحِبَّ لِلنَّاسِ مَا تُحِبُّ لِنَفْسِكَ، تَكُنْ مُؤْمِنًا، وَأَحْسِنْ جِوَارَ مَنْ جَاوَرَكَ، تَكُنْ مُسْلِمًا، وَأَقِلَّ الضَّحِكَ، فَإِنَّ كَثْرَةَ الضَّحِكِ تُمِيتُ الْقَلْبَ.[سنن ابن ماجه 4217]

ژباړه: د ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ای ابوهریره! پرهیزګاره وسه نو ته به عابدترینه د انسانانو سې، په لږ څه باندي قناعت وکړه نو ته به شکر کوونکی د انسانانو سې، د خلګو لپاره هغه شی غواړه چي د ځان لپاره یې غواړې نو ته به مؤمن سې، د هغه چا سره ښه وکړه چي ستا ګاونډی سي نو ته به مسلمان سې او لږ خانده ځکه چي ډېره خندا زړه وژني.


توضیح: یعني دغه پنځه کارونه د پنځو شیانو ښکارندویي کوي او پنځه شیان ورباندي ثابتېدلای سي:

۱ – که ته تقوی او پرهیزګاري وکړې نو د ځان څخه به تر ټولو خلګو عابد انسان جوړ کړې.

۲ – که ته په لږ څه باندي قناعت وکړې نو ته به شکر کوونکی تر ټولو انسانانو سې.

۳ – که ته د خلګو لپاره هغه شیان وغواړې چی ددځان لپاره یې غواړې نو ته به رښتینی مؤمن سې.

۴ – که ته د خپل ګاونډي سره ښه ژوند او اخلاق وکړې نو ته به رښتینی مسلمان سې.

۵ – که ته لږ وخاندې نو زړه به دي نه مړ کیږي ځکه ډېره خندا د انسان زړه وژني.


ماخذ : اسلامي مقالې 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته