تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بریالیتوب او ناکامۍ ترمنځ توپیر
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 25, 2021
  0

ایډیټ : بصیریوسفزي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


پوښتنه د دنیا په ناکام او بریالي کې څه توپیر دی؟


ځواب: توپیر یې دا دی،کله بریالي خلک په کوم کار پیل کوي، نو د بشپړېدو لپاره يې ارادې مضبوطې ساتي، په خپل بدن کې د عمل د تکمیلېدو ځواک وینيناکامه خلک خو یا له ناکامۍ څخه دومره وېرېږي، چې د خپل عمل لپاره په کې اخلاص نه وي یا دا چې سست وي او یوازې خوبونه ويني، هېڅ يې هم له لاسه نه کېږي په ژوند کې د بریالیتوب او ناکامۍ پوره وضاحت څه اسانه کار نه دی:


زه درته د دوه کسانو خبرې مخې ته ږدم، لومړنی انسان د ځمکې پر مخ د بریالیو خلکو په لست کې شامل دی، هغه وايي:


(( دا خبره تل یاده ساتئ، چې د بریالیتوب لپاره تر هر څه مخکې ستاسو عزم ډېر ارزښتناک او مهم دی». (ابراهم لنکن)


دویم کس وایي:


د بریالیو خلکو او نورو تر منځ توپیر په طاقت او علم کې نه، بلکې د ارادي ځواکونو په نشتوالي کې نغښتی دی». ونستنټ ټي لومباردي)
یو وخت داسې هم و، چې ژوند مې له ناکامیو سره مخامخ ترسترګوکېده، پر ځای د دې چې ټوله پړه پر ځان واچوم، د نړۍ ټول شیان مې په دې کار کې پړه وبلل.


وروسته مې داسې احساس وکړ چې دنړۍ پر شیانو له پړې سره نه سم کولی چې زما په ژوند کې بدلون راسي، زه دې فکر ته اړ سوم، چې په ما او بل ګېټس کې چې د نړۍ د مایکروسافټ پروګرام بنسټ ګر، جوړوونکی او د امریکا تر ټولو شتمن شخص دی، چې څومره توپیر دی، د هغې لامل دا نه دی، چې هغه د ستر همت او حوصلې سره پیدا سوی و، بلکې لامل یې دا دی هغه له ځان سره په ژوند کې پرېکړه کړې وه، چې يو مثبت بدلون به راولم، د همدې مثبت بدلون د راوستلو په لړ کې يې ارادي ځواک هم پیاوړی و، اوس پوښتنه دا پیدا کېږي،چې


پوښتنه: د بریالي او ناکامه ژوند توپیر په څه شي کې پروت دی؟


ځواب : د دې باوري ځواب دا دی، چې څوک په ځان کې ارادي قوت پیدا کړي، بس د همدې شخص ژوند د بریالیتوب په لور ځي.


ماخذ: د شخصیت جوړونې اصول

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته