تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ګناهونو زيانونه
 
  January 15, 2012
  0

ليکوال: مسعود آغا هاشمي

هسي خو هم د ګناهونو زيان دومره ډېر دئ ، چي شمېرل يې خورا ګران کاردئ ، دلته لومړى د اياتونو او احاديثو  څخه اجماﻻً ځيني څرګندوني را اخلو او تر هغه وروسته يې په تفصيل او ترتيب سره ليکو .
په قران مجيد کي د نافرمانو خلګو لپاره په بېلا بېلو ځايونو کي قصې او ور سره سزاګاني ذکرسوي دي.

هغه کوم شى وو ، چي ابليس يې د آسمان څخه و مځکي ته را وپرزوئ ؟ هغه نافرماني ده چي دى يې ملعون وګرځوئ ،  شکل يې ور وران کړ ، باطن يې تباه سو، د رحمت پرځاى يې الهي لعنت ور په برخه سو ، د الهي رحمت سره د نژدېکت پر ځاى ليري والى ورکړل سو ، د تسبيح او تقديس پرځاى کفر، شرک ، درواغ او بې حيايي په بدله کي ورکړل سول .

هغه کوم شى وو ، چي د نوح عليه السلام  په زمانه کي يې د ټولي مځکي خلک په طوفاني سيند کي غرق کړل ؟
هغه کوم شى وو ، چي .دهغه په سبب د عاد پر قوم تُند باد  مسلط کړل سو؟ ترداسي بريده چي پرمځکه باندي ووهل سول او  و وژل سول .
هغه کوم شى وو ، چي د هغه په سبب د ثمود پر قوم باندي هيبت ناکه ږغ راغلى چي د هغه سره د هغو ز ړونه و چاودل او ټوله مړه سول.
هغه کوم شى وو ، چي د هغه په سبب د لوط عليه السلام  د قوم کلي يې تر آسمان پوري پورته کړل، چپه يې را وغورځول او د اسمان څخه يې ډبري پررا و اورولې؟
هغه کوم شى وو ، چي ورڅخه د شعيب عليه السلام  پر قوم باندي د سايوان په شکل د وريځي عذاب راغى  او  اور ورڅخه و  اورېدئ؟
هغه څه شي وو ، چي ورڅخه د فرعون قوم د بحر قلمزم په درياب کي غرق سو؟
هغه کوم شى وو ، چي د هغه له کبله قارون په مځکه ننه ايستل سو او تر شا يې د هغه ټول  مال او دکور سامان هم ورسره غرق کړل سول؟
هغه کوم شى وو ، چي يو وار يې پربني اسرائيلو باندي داسي قوم واکمن کړئ ، چي سخت جنګ کوونکى وو هغوى د دوى په کورونو ننوتل او هغوئ يې تباه او برباد کړل.دوهم وار يې د هغوئ مخالفين پر غالب کړل او د هغوئ جوړي سوي کارخانې يې ور وراني کړلې .
هغه کوم شى وو ، چي همدغه بنى اسرائيل يې په ډول ډول غمونو او بلاوو اخته کړل،کله به ووژل سول کله به قيد کړل سول کله به يې کورونه ځني واخيستل سول. کله به ظالم پاچا ورباندي واکمن سو  او کله به بيا جلا وطنه کړل سول؟

او هغه شى ، چي د غه اثرات يې ښکاره سول که نا فرماني نه وه نو بيا کوم شى وه ؟

الله جل جلاله دا پيښي د قرانکريم په بېلا بېلو ځايونو کي ذکر کړي دي او په ډېرو لنډو تورو کي يې ددې سبب څرګندکړى دئ لکه څنګه چي فرمايي :  

 فَكُلًّا أَخَذْنَا بِذَنبِهِ فَمِنْهُم مَّنْ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِ حَاصِبًا وَمِنْهُم مَّنْ أَخَذَتْهُ الصَّيْحَةُ وَمِنْهُم مَّنْ خَسَفْنَا بِهِ الْأَرْضَ وَمِنْهُم مَّنْ أَغْرَقْنَا وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَكِن كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿سورة عنکبوت الاية ٤٠﴾

ژباړه : موږ هريو په خپله ګناه باندي ونيوئ ، پر ځينو مو تېزشګي  ويشتونکى باد را والوزوه ، ځيني يوې چغي او تندر ونيول ، ځيني مو په مځکه کي ننيستل او ځيني مو په او بوکي غرق کړل ، الله جل جلاله پر هغو ظلم نه دئ کړئ ، بلکي هغو په خپله پر خپلو ځانونو ظلم کاوه .

 د تعلیم الاسلام مجله- ۷ ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته