تازه سرليکونه
د (فقهي معلومات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسان فقهي اصطلاحات (څورلسمه برخه/ ع)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 8, 2024
  0

لیکنه: مولوي محمد اکبر/  تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


اسان فقهي اصطلاحات 
(څورلسمه برخه)
(ع)


عاشر: هغه چاته ویل کېږي چي حکومت پر یوه لاره ددې له پاره ټاکلی وي، چي دتجارانو څخه زکات یا ټاکل سوی ټیکس راټول کړي.


عاشوراء: دمحرم الحرام لسمه.


عامل: کوم شخص چي دحکومت له لوري د زکات یا ټيکس اخستلو له پاره ټاکل سوی وي.

 


عبادت: دالله جل جلاله په وړاندي تذلل او عاجزي غوره کول.


عبادله ثلاثه: د فقهاء په اند حضرت عبدالله بن مسعود، حضرت عبدالله بن عمرو او حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنهم ته عبادله ثلاثة ویل کېږي.


عتق: آزادول.


عدت: د نکاح د ختمېدو سره هغه که د خاوند په مرګ سره وي یا طلاق تر یو ټاکل سوي وخت پوري ښځه د دوهمي نکاح او زیب وزینت راګرځېدل. دطلاق عده درې حیضه یا درې میاشتي یا تر حمل تر وضع پوري ده او د وفات عده څلور میاشتي او لس ورځي ده.


عرف عام: هغه عرف یا عادت چي په ډېرو سیمو کي رواج وي یعني یو عادت او عرف داسي عام سوی وي چي تر یوې خاصي سيمي پوري خاص نه وي بلکي په عمومي توګه خلګ هغه پېژني لکه: په پېسو حمام کول.


عرف خاص: هغه عرف چي په یوه خاصه سیمه، قبیله او ښار کي رواج وي.


عزیمت: هغه احکام چي په اصل کي مشروع سوي وي، نه د کوم عارض په وجه لکه: په اوداسه کي پښې پرېولل عزیمت دئ، خو پر موزو مسح رخصت دئ.


عشر ذي الحجة: ددې څخه د ذوالحجې دمیاشتي اولي نه ورځي مراد دي، دا خو نه سوی او په عربي کي عشر ته وايي نو په عربي کي پر اکثر دکل اطلاق کېږي نو په دې لحاظ ورته عشره وايي.
عفو: د زکات له پاره چي کومي درجې ټاکل سوي دي دهغوی په منځ کي دیوې درجې څخه تر بلي درجې پوري برخې ته عفو وايي، د مثال په ډول نبي کریم صلي الله علیه وسلم وايي: په پنځو اوښانو کي یوه بزه او په لسو اوښانو کي دوې بزې زکات دئ، نو دپنځو څخه تر نو پوري عددو ته عفو ویل کېږي.


عقد: دیو ملکیت په سلسله کي ایجاب وقبول یو دبل سره تړلو ته عقد وايي لکه: د نکاح عقد، دبیع عقد.


عقیقه:هغه قرباني چي دهلک یا انجلۍ دپېدا کېدو په اوومه یا کومه بله ورځ کول.


عمره: دبیت الله شریفي د زیارت په نیت احرام تړل، طواف کول او دصفا او مروا ترمنځ سعی کول.


علوفه: هغه حیواناتو ته ویل کېږي چي ګزاره او چلاو یې پر کور وي او د باندي د څړ له پاره نه ځي.


عمل: هغه کار چي د انسان یا پېري څخه بالاراده وسي.


عمل کثیر: دعمل هغه اندازه چي لمونځ په فاسدېږي، او ځینو علماء تعریف داسي کړی دی، داسي عمل چي یو لېدونکی دا وفهموی دا سړی لمونځ کوونکی نه دئ او ځیني بیا وایي چي داسي عمل چي د دواړو لاسونو اړتیا په کښي کي وي او ځيني بیا وايي چي لمونځ کوونکی ئې ډېر وبولی.


عیب: چي دتجارانو په عرف کي دثمن دکمېدو باعث وي. 

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته