تازه سرليکونه
د (فقهي معلومات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسان فقهي اصطلاحات (دوولسمه برخه/ ط)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 25, 2023
  0

لیکنه: مولوي محمد اکبر/  تععلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

اسان فقهي اصطلاحات 
(دوولسمه برخه)

(ط)


طاعت: پخپل خوښه دبل چا په حکم عمل کول او دهغه دناخوښه شیان څخه ځان ژغورل.


طرفین: امام ابوحنیفه او امام محمد رحمهما الله.


طفل: ماشوم، د پېدائښت څخه تر بلوغ پوري انسان ته طفل ویل کېږي.


طلاق:  دنکاح ځانګړی ټرون په خاصو الفاظو سره پرېکول یا دیو ټاکلي وخت له پاره.


طواف: دعبادت په نیت پر کعبه شریفه باندي اووه واري راګرځېدل.


طواف زیارت: د قربانۍ په شپو (ایام النحر) کي د بیت الله شریفي طواف کول، دې ته فرضي طواف، طواف یوم النحر، طواف رکن او طواف افاضه هم وايي.


طواف قدوم: یو آفاقي کس چي کله مکې معظمې ته داخل سي او لومړی طواف ته ئې طواف تحیة طواف لقاء او طواف اول العهد هم وايي.


طواف وداع: دیو آفاقي کس له پاره چي کله خپل وطن ته ستنېږي، نو دبیت الله شریفي طواف کول دې ته طواف صدر یا طواف آخرالعهد هم وايي.


طُهر: هغه مدت یا وخت چي ښځي ته په هغه کي حیض یا نفاس نه راځي او ددې لږ موده ۱۵ ورځي ده.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته