تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له ټولو څخه ډېر عظیم آیت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 28, 2021
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه


حضرت ابی بن کعب (رضي الله عنه) بیان کوي چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وفرمایل: ای ابو المنذر! (دا د حضرت ابی بن کعب (رضي الله عنه)کنیت دی آیا ته خبريې چي له تا سره په قرآنکريم کي له ټولو څخه ډېر عظیم آیت کوم یو دی؟ ما ځواب ورکړ چي الله او د هغه رسول تر ټولو زیات علم په لري، رسول الله (صلی الله عليه وسلم)دوهم ځل ارشاد و فرمایی: ای ابو المنذر! آیا ته خبر یې؟ چی له تا سره د الله تعالی په کتاب کي کوم آیت له ټولو څخه ډېر عظمت لرونکی دی ؟ ما ځواب ورکړ:

اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لَا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِندَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَلَا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ ﴿البقرة: ٢٥٥﴾


ژباړه : یعنی آیت الکرسي له ټولو څخه ډېر عظمت لرونکی آیت دی، حضرت ابی بن کعب(رضي الله عنه) بیان کوي چي رسول الله(صلی الله عليه وسلم) زما پر سینه لاس راتېر کړ او وې فرمایل: ای ابو المنذر! ستا د علم مبارک وي، رواه مسلم بحواله مشکواة: ۱۸۵  له دې حدیث څخه معلومه سوه چي د قرآن په آیتونو کی آیت الکرسي تر ټولو ډېر عظیم آیت دی او آیت الکرسي له ټولو څخه ډېر د عظمت آیت ځکه دی چي په دې کي د الله تعالی د توحید ، د ذات، صفاتو او د عظمت شان بیان سوی دی.


ماخذ : پاشلي ملغلري 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته