تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مرګ غوښتنه مه کوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 15, 2022
  0

لیکنه : شیخ الاسلام حضرت مولانا مفتی محمد تقی عثمانی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ځکه نو نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) فرمايي: چي د مرګ تمنا مه کوي که هر څومره په تکليفونو او مصیبتونو کي یاست هم دادعا مه کوي چي يا الله مرګ راکړي، ځکه که هر څومره تاسو په تکلیف کي یاست ، لیکن د عمر دا لمحي چي درته حاصلي دئ په هغه کي نه ده معلومه چې په کوم وخت کي درته د کومي نېکي توفیق درکول سي، او دهغې نېکي په عوض کي به دي د الله (جل جلاله ) په نزد نجات او خلاصون پیداسي  ، ځکه نو هیڅکله د مرګ خواهش مه کوي ، بلکه د الله (جل جلاله ) څخه عافیت غواړي ، دا دعا کوه چي یا الله تا چي کومه زندګي راته عطاء کړي ده هغه په نیکو کارونو کي او ستا د رضا په کارو کي مصرف کړي.


حضرت میان سید اصغر حسین صاحب رحمة الله علیه زما د والد ماجد رحمة الله علیه  د استاذانو څخه ؤ او د ډېري لوړۍ درجې اولياء الله څخه ؤ او صاحب د کشف او کرامت و زما استاذ مولانا فضل محمد صاحب مدظلهم په سوات کي دئ الله ( جل جلاله )  دي ورته عافیت او سلامتي ورکړي آمین ، هغوې خپله يوه واقعه بیان کړه چې يو ځل حضرت میان صاحب (قدس الله ) سره د حج څخه تشریف راوړ موږ طالبان ؤ او په دار العلوم دیوبند کي مو درس وایه، يوه طالب دا وویل چي ميان صاحب دحج  څخه راغلي درځي چي هلته خرما و خورو هغه ته د ورتلو وجه يې دا بیان کړه چي هلته به خرما وخورو موږ ته خو دا خبره بده  ښکاره سوه، چي دا طالب هلته صرف د خرما خوړلو لپاره ځي ، حالانکه هغه دومره غټ بزرګ دئ، د حج څخه راغلي د هغه څخه خو دعا غوښتل په کار دئ، خیر موږ شپږ اووه کسان د ملاقات لپاره ورغلو چي کله د هغه کور ته وورسید و او هغه ته مو سلام وکړ ، نو میان صاحب خپل خادم ته وویل چي صاحب خود خرما خوړلو لپاره راغلي دئ، هغه ته خرما ورکړه او رخصت يې کړه او نور طالبان دننه راوله، داسي صاحب کشف بزرگ و زما والد ماجد (رحمة الله علیه )  د ده يوه واقعه بیان کړه چي يو وخت هغه ته ورغلم هغوئ وفرمایل مولوی شفیع صاحب نن به موږ په عربي ژبه خبري کوو  ، زه ډېر حیران سوم، چې پخوا خو داسي کله هم نه وه پیښه سوي، نن نه پوهیږم څه خبره ده .


پوښتنه مو وکړه چي ولي؟


کومه وجه ده؟


ویې فرمایل : چې کله موږ يو ځای کښینونو بعض اوقات بې ځای خبري په مجلس کي شروع سي او په یو بېځایه کار کي وخت تیرېږي او په عربي خبري نه ستا ډېري زده دئ او نه زما توبه صرف هغه د ضرورت خبري کیږي نو زه موږ وخت به د بېځایه مصرفیدو څخه وژغورل سي. 


ماخذ : اصلاحی خطلبات په قندهاری پښتو


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته