تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ظلم زهرجن مار دئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 13, 2023
  0

لیکنه: زینب دُورانۍ/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


ظلم زهرجن مار دئ


د الله سبحانه وتعالی، د رسول الله صل الله علیه وسلم او د انسانیت په نزد یو قبیح صفت ظلم کول دی.


ظلم کول داسي عبث کار دی چي د وخت په تیریدو هم د انسان وجدان نارامه کوي او هم یې زیان ویني.


انسان ډیر غافله دئ، زیاتره وخت خو کله چي واک ولري نو فکر کوي چي هر څه کولای سي او دا واک به همیشه ورسره وي، حتا خپل سختي ورځي هم هیروي او دا فکر کوي چي هیڅ څوک محتاجه نه دي, هیڅ څوک درد نه لري، هیڅ څوک سختي نه ګالي او....


دا د انسان فطرت دی چي د واک او مال په پیدا کولو سره د انسان زړه سختیږي، د بل چا درد نه سي احساسولای، پر چا یې زړه نه سوځي، خپل د کورنۍ او دوستانو څخه د مرستي لاس را ټولوي او دا ویره ورسره وي چي د دوی سره په مرسته کولو زما حیثیت کمیږي.


دا انسانان هیڅ کله بریا نه سي موندلای ځکه چي کامیابي په عاجزي کي ده. 


د مال او واک حرص په انسان باندي لوی لوی ظلمونه کوي، په ځان به خبر لا نه وي خو د ډیرو مظلومانو ازار به یې اخیستی وي.


هر انسان باید په دې پوه سي چي په دې بې وفا دنیا کي هیڅ شی هم ابدي نه دی، نو ظلم ولي وکړو؟ ولي د یو بل زړه مات کړو؟ ولي د الله سبحانه وتعالی حدود له منځه یوسو؟


ظلم زهرجن مار دی چي انسان یې په خپل لستوني کي ساتي خو کله چي یې وخت راسي نو داغه ساتل سوی مار به خپل خاوند وچیچي، هیڅ چا د بدو افعالو څخه فایده نه ده لیدلې، هیڅ څوک په ظلم کولو باندي نه دي کامیابه سوي، هیڅ چا ددې فاني نړۍ خوند نه دي نوش کړی.


د اسلام دین موږ ته د سولي درس ولي راښيي؟ ځکه چي انسان خود خواه پیدا سوی دئ، همیشه ځان خوښوي او پر نورو باندي د خپلو غوښتنو د منلو لپاره تر هر حد تیریږي نو ځکه الله سبحانه وتعالی د ظلم، خیانت، چل، درواغو، غیبت، تهمت او داسي نورو افعالو څخه په کلکه منعه کړې ده. 


موږ الحمدلله غوره دین لرو او خوشبخته یو چي په دومره انسانانو کي الله تعالی موږ ته د اسلام د دین په راکولو سره اعزاز راکړی دئ، نو ولي باید ځان په فالتو افعالو باندي ذلیله کړو، ولي باید د اسلام حدود مات کړو، ولي باید ځان په خپل لاس د دوزخ کندي ته ور وغورځوو.


ژوند لنډ دی او هر رقم چی وي تیریږي خو دا باید په یاد ولرو چي د هر څه حساب به ورکوو، که ګناه کوو نو باید عذابونو ته یې هم انتظار اوسو او که ځان د ګناهونو څخه ساتو او نیک اعمال ترسره کوو نو کامیابي به مو نصیب سي ان شاءالله

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته