تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة الروم لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 20, 2023
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د سورة الروم لنډه پېژندنه  


سورة الروم د مصحف او تلاوت په اعتبار ۳۰ سورة دئ چي د ۶۱۵ ميلادي کال څخه تر ۶۱۷ ميلادي کاله په موده کي نازل سوی دئ. مکي سورة دئ يعني د هجرت څخه د مخه نازل سوی دئ.


سورة الروم ۶۰ آية دئ او ۶ رکوع لري.


د دې مبارک سورة نوم د دوهم آية کريمې (غُلِبَتِ الرُّومُ) څخه اخستل سوی دئ، يعني: د روم خلګ (يا د روم امپراطوري) مغلوبه سوه.


روم ته په انګليسي ژبه کي Byzantines ويل کيږي. د روم امپراطورۍ د اروپا جنوبي حصې، ترکيه، شمالي حصه د شام او بعضي د شمالي افريقا برخي ئې په واک کي درلودې.


کله چي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په مکة معظمة کي وو، الله تعالی وحي ور ته وکړه چي روميان به د فارس د امپراطورۍ په واسطه مغلوبه کيږي او دا همهغه کال وو چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته د هجرت اجازه ورکړه چي حبشې ته ولاړ سي.


په سورة الروم کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي


۱-  الله تعالی هيڅ کله خپل د وعدې مخالفت نه کوي.


۲-  په مځکه کي وګرځئ او تر تاسو د مخه قومونه ډېر قوي وه، ليکن خپل د کفر له کبله هلاک سول.

 

۳-  د قيامت د ورځي بيان، مؤمينانو ته ښه بدله ورکول او کفارو ته د جهنم عذاب.


۴-  د الله (عزوجل) ربوبيت.


۵-  هغه کسان کاميابه دي چي خپلو قريبانو ته د دوی حق ورکوي او هم و مسکينانو او مسافرو ته.


۶-  په وچه او په بحر کي د فساد د خپرېدو لامل خپله انسان دئ.


۷-  الله (عزوجل) هغه ذات دئ چي انسان ئې کمزوره پيدا کئ، بيا ئې قوت او زور ورکئ، وروسته ئې بيرته کمزوره کوي او سپين ږيری (يعني ضعيفه) کوي ئې.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته