تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة الصّافّات لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 26, 2024
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د سورة الصّافّات لنډه پېژندنه 


 سورة الصّافّات د مصحف او تلاوت په اعتبار ٣٧ سورة دئ، چي په مكة معظمة كي نازل سوی دئ.


سورة الصافات ١٨٢ آية او ۵ رکوع لري.


د دې سورة نوم د اول آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي: (وَٱلصَّـٰٓفَّـٰتِ صَفًّۭا)


ژباړه: او (قسم) په صف (د هغو ملائکو چي) په قطار سره ولاړي وي. (تفسير عثماني)


صافات - د صف جمع ده. الله تعالی د ملائکو په صف باندي قسم کړی دئ.


په دې مبارک سورة کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي


۱-  د الله تعالی وحدانيت او ربوبيت.


۲-  د دنيا آسمان، الله تعالی په ستورو ښايسته کړی دئ.


۳-  کفار د الله تعالی پر کلام مسخرې کوي او درواغ ئې بولي، خو په ورځ د قيامت به په هر څه خبر سي.


۴-  د الله (عزوجل) مخلص بنده ګانو لره به اجر او جنت وي.


۵-  د سيدنا نوح (عليه السلام) قصه چي د ده مبارک دعا الله تعالی قبوله کړه. سلام دي وي پر نوح (عليه السلام) باندي په ټولو عالميانو کي.

۶-  د سيدنا ابراهيم (عليه السلام) قصه، د ده مبارک خبري خپل د پلار او قوم سره، د بتانو ماتول قصه او د هجرت واقعه ئې، بيا د الله تعالی له لوری ور ته د نيکو اولادونو ورکړه. سلام دي وي پر سيدنا ابراهيم (عليه السلام) باندي.


۷-  سيدنا ابراهيم (عليه السلام) ته ئې زوی يعني اسحق (عليه السلام) ورکړئ.


۸-  سيدنا موسی (علیه السلام) او حضرت هارون (عليه السلام) ئې د ټولو بني اسرائيلو سره، د فرعون څخه وژغورل او کتاب (تورات) ئې ورکړئ. سلام دي وي پر موسی او هارون (عليهما السلام).


۹-  د حضرت الياس (علیه السلام) قصه او سلام دي وي پر ده مبارک (عليه السلام) باندي.


۱۰-  د حضرت لوط (علیه السلام) قصه.


۱۱-  د حضرت يونس (عليه السلام) قصه.


۱۲-  الله تعالی لا شريک او بې مثله ذات دئ او ملائکي د الله تعالی مخلوقات دي.


۱۳-  حق به ټولو ته ښکاره سي.


۱۴-  سلامتيا دي وي د الله تعالی پر رسولانو او ټول ثناء او صفت الله (رب العزة) لره دئ.


په سورة الصافات کښي الله (عزوجل) د انبياء (عليهم السلام) واقعات او د دوی فضيلت په ډېر مختصر او احسن ډول بيان کړی دئ.


الله تعالی فرمايي: 


۱-  او نوح (عليه السلام) ما ته دعا وکړه، نو څنګه ښه دعا اورېدونکی او قبلونکی يم. سلام دي وي پر نوح (عليه السلام) باندي. موږ نيکو کارانو ته همداسي بدله ورکوو، يقيناً چي دی (نوح عليه السلام) د مؤمن بندګانو څخه وو.

 

۲-  او ابراهيم (عليه السلام) و خپل رب ته په سالم (يعني پاک او ثابت) زړه باندي راغلی. او بتان ئې مات کړل، سلام دي وي پر ابراهيم (عليه السلام) باندي او همداسي بدله ورکو و احسان کوونکو ته، بېشکه چي دی زموږ د مؤمن بندګانو څخه وو.


۳-  او و موسی و هارون (عليهما السلام) ته مو کتاب (يعني تورات) ورکئ، سلام دي وي پر موسی و هارون (عليهما السلام) باندي او همداسي بدله ورکو موږ و احسان کوونکو ته، بېشکه چي دوی زموږ د مؤمن بندګانو څخه وه.


۴-  او الياس (عليه السلام) خپل قوم د الله (عزوجل) و عبادت ته را بلل، سلام دي وي پر ال ياسين (عليه السلام) باندي او همداسي بدله ورکو موږ و احسان کونکو ته، يقيناً چي دی زموږ د مؤمنو بنده ګانو څخه وو.


۵-  د لوط (عليه السلام) واقعه، د يونس (عليه السلام) قصه.


نو سلامتيا دي وي د الله (رب العزة) پر استازو (رسولانو) باندي، او ټوله ثناء او صفت الله (رب العلمين) لره دئ.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته