تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قران سره مرکه (اوله برخه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 6, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


سلام علیک، سلامتی دی وی پر تا (۱)


سلام لک ، سلامتی دی وی درباندی (۲)


پوښتنه: که لطفأ خپل ځان را وپیژنې؟


ځواب: زه د الله كتاب يم (۳) ، نوم می قرآن دی (۴).


پوښتنه: ډیر ښه ، تا وویل چی زه د الله کتاب یم. آیا کولای سې چې الله په لنډه توګه را وپیژنې؟


ځواب: هو ولی نه ، الله د هغه هستی اصلی او فطری نوم دی (۵) چی هر څه او ټول کائنات یې پیدا کړي دي (۶) ، الله يو دی او شریک نه لری (۷) ، الله د هر شي څښتن او مالک دی (۸) ، هغه د ټول عالم رب دی (۹) ، هغه مطلق حاکم دی (۱۰) ، یوازی الله د عبادت وړ دی او بس (۱۱) ، الله د عدم یعنی هیڅ څخه هر څه او هر شی خلق کوی (۱۲) ، هغه ظاهر دی (۱۳) ، هغه باطن دی (۱۴) ، الله ټول کائنات چلوی (۱۵) ، هر څوک د هغه محتاج دی (۱۲) ، هغه هیچا ته هم اړ نه دی (۱۷) ، ژوند او مرګ د الله په اختیار کی دی (۱۸) ، صرف الله هر چا ته اولاد ورکوی (۱۹) ، الله تل موجود دی او تل به موجود وی (۲۰) ، هغه بی مثاله دی یعنی هیڅ ساری نه لری (۲۱) ، هر څه له منځه ځي خو الله تل پاته دی (۲۲) ، هغه پر هر څه قادر دی (۲۳) ، هغه توبه قبلونکی او مهربان دی (۲۴)........


پوښتنه: دا خو ډیر حیاتی معلومات وو . اوس به راسم دې ته چی تا مخکی وویل چی زما نوم قرآن دی ، خو ما داسی هم اورېدلي دي چی ته د قرآن څخه علاوه نور نومونه او صفتونه هم لرې ، آیا خپل دغسی څو نومونه او صفات را ښوولای سې؟


ځواب : هو ، زه ډیر نومونه او صفتونه لرم چی د بیلګې په به ځینی دروښیم :


کتاب (۲۵) ، رحمت (۳۶) ، حکمت (۳۷)، حدیث (۲۸) ، هدا یعنی هدایت (۲۹) ، فرقان یعنی د حق او باطل بېلوونکی (۳۰) ، مبین یعنی ښکاره دلیل (۳۱) ، ایمان (۳۲) ، کریم یعنی لوی (۳۳) ، کلام (۳۴)،عدل (۳۵) ، برهان (۳۶) ، نور (۳۷)، قول (۳۸) ، سراج (۳۹) ، شفا (۴۰)، موعظت یعنی نصیحت (۴۱) ، ذكر (۴۲) ، عصمت (۴۳) ، مبارک (۴۴)، علی یعنی لوړ رتبه (۴۵) ، حکیم (۴۷)، مهیمین یعنی ساتونکی (۴۷)، منیر (۴۸) ، مصدق یعنی تصدیق کونکی ، د پیش ګویانو مصداق (۴۹) ، حبل الله یعنی د الله رسۍ (۵۰) ، ذکری یعنی یادوونکی (۵۱) ، قیم یعنی سمه او مستقیمه خبره (۵۲) ، قول فصل یعنی فیصله کوونکی (۵۳) ، احسن الحدیث یعنی بهترین کلام (۵۴) ، مثانی یعنی جوړه جوړه (۵۵)، متشابه (۵۶) ، تنزیل یعنی نازل سوی (۵۷) ، روح (۵۸) ، وحی (۵۹)، عربی (۶۰) ، بصائر یعنی د فکر او سوچ پیدا کوونکي دلایل (۶۱) ، بیان (۶۲) ، علم (۶۳) ، نعمت (۶۴) ، حق (۶۵)، هادی (۶۶) ، عجب (۶۷) ، تذکره یعنی یادونه (۶۸) ، عروة الوثقی یعنی ټینګه رسۍ (۶۹) ، صدق یعنی رښتيا (۷۰) ، امر (۷۱)، بشری یعنی زیری ورکونکی (۷۲) ، عزیز (۷۳) ، بلاغ یعنی پیغام (۷۴) ، قصص یعنی بیان ، قصې (۷۵)، صراط (۷۶)، عظیم (۷۷) ، بشیر یعنی زیری ورکوونکی (۷۸) ، نذیر یعنی خبرداری ورکونکی (۷۹)، مجید یعنی ستړتیا لرونکی (۸۰) ، حکم یعنی فیصله (۸۱).....


پوښتنه: دا خو ډیر په زړه پوری معلومات و و . آیا راته ویلای سې چې ته د چا تألیف یې یعنی مؤلف دی څوک دی؟


ځواب: زما مؤلف الله دی ، دا ځکه چی زه د هغه کلام یم (۸۲).


پوښتنه: نو چی داسی ده ، دنیا ته چا رالیږلی یې؟


ځواب: دنیا ته هم الله را نازل کړی یم (۸۳).


پوښتنه: د اصحیح ده چی الله نازل کړی یې ، خو مخکی یا دغه دنیا ته چا راوړئ یې؟


ځواب: د الله په امر يوې ملایکې راوړی یم چی جبریل نومیږی (۸۴).


پوښتنه: نو پر مځکه دی چا ته تشریف راووړ ، یعنی جبریل (ع) چا ته ورتسلیم کولې؟


ځواب: زه محمد (ص) ته راوړل کېدلم ، یعنی د هغه پر مبارک زړه را نازل کېدلم (۸۵).


پوښتنه: تا د زړه خبره وکړه ، آیا دا ممکنه وه چی پر زړه باندی نه بلکی پر کوم غره باندی نازل سوی وای او خلکو هدایت در څخه اخیستلای ؟
ځواب: دغسی کار ځکه هیڅ امکان نه درلود ، چی که زه پر کوم غره باندی نازل سوی وای نو لومړی خو به هغه غر د الهی جلال له امله چاودېدلی او ټوټه ټوټه سوی وای او تباهی به خپره سوې وای (۸۶). که احیانا هغه غر سلامت هم پاته سوی وای نو په هغه صورت کی زما د احکامو په عملی تشریح کی قاطعیت نسو راتلای چی د هغه له امله به ما عملا د کوم هدایتی کتاب رول هم نسو لوبولای، وګوره پر نبی کریم (ص) باندی زما نزول او هغه ته زما د عملی تشریح او تعبير د مسؤلیت اصلی مقصد دادی چی په مسلمه امت کی فکری او عملی پیوستون او يووالی راسی (۸۷)


پوښتنه: آیا جبریل (ع) به ته کټ مټ او ټکی په ټکی راکښته کولې که څنګه؟


ځواب : هو با الكل ، جبریل زه حرف په حرف راوړلم (۸۸). دا ځکه چې هغه امین دی ، د قوت او روح القدس ( یعنی سپېڅلی روح ) څښتن او د الهی ځکم پا بند دی (۸۹)۔


پوښتنه: اوس به یوه بله مسأله مطرح کړم او هغه دا چی ته کله دغه دنیا ته را نازل سوې؟


ځواب : زما د نازل کېد و پیل د روژې د مبارکی میاشتی په یوه شپه کی و سو چی لیلة القدر نومیږی (۹۰).


پوښتنه: آیا دنیا ته ستا نزول ټوله په يوه پلا یعنی یو ځایی سوئ دی؟


ځواب: یا ، دنیا ته زما نازلېدل په یوځایی توګه نه بلکی لږ لږ تعمیل سوی دی (۹۱)


پوښتنه: ولی لږ لږ نازلېدې او ولی په یوه پلانه نازل کېدې؟


ځواب: زه ځکه لږ لږ را لیږل کېدلم چی رسول الله او مسلمانان پرله پسې تشویق سی او د هغوی د زړونو د  ډاډ باعث وګرځم (۹۲)


پوښتنه: تو چی داسی ده ، څنګه راغونډ او تدوین سوې؟


ځواب: ډیر ښه سوال دی ، زما د را ټولولو او تدوین انتظام هم پخپله الله ترسره کړی دی (۹۳)


پوښتنه: لطفا راته ووایه چی ته چیری نازل سوی یې؟


ځواب : زما تزول په مکه کی پیل سوی دی (۹۴).


پوښتنه: آیا صرف په همدې مکه او د هغې په مربوطاتو کی نازل سوی يې او که په نورو ځایو کی هم را نازل سوی یې؟


ځواب : زه د مکې څخه علاوه په مدينه او د هغه په مربوطاتو کی هم نازل سوی یم (۹۵)


ماخذ : د قرآن سره مرکه


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته