تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پوهه او تجربه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 27, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


پوهه او تجربه پرځان د انسان له باور سره مستقیمه اړیکه لري. هرڅومره چي ډېره پوهه لري په هغه اندازه پرځان ښه باور هم لري، هغه کسان چي پوهه نه لري؛ نو هغوی پر ځان باور او اعتماد هم نه لري. 


آیت «هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ﴿الزمر: ٩﴾»  ژباړه: ایا هغه خلک چي پوهه لري برابر دي له هغو خلکو سره، چي پوهه نه لري؟


البته دا بحث په ډېره کلي توګه مطرح سوی، حقیقت دا دی، دانه ښايي، چي یو انسان په ټولو شیانو پوه سي او په هره برخه کې پوره معلومات ولري؛ خو خبره دا ده، چي هر انسان باید په خپله څانګه او کار کي پوره معلومات ولري. د ساري په ډول د يو شرکت مالي مامور باید ورځ په ورځ د حسابداری معلومات زیات کړي، په دې اړه د کتابونو په لوستلو سره خپل معلومات پیاوړي او پر ځان د باور کچه لوړه کړي، آن که هغه د کور مېرمن هم وي او دنده یی د کور بڼه رغول وي په پرلپسې توګه داخلي پخلی، د کور جوړېدو د بېلابېلو او نویو سیستمونو يادولو او اولادونو روزنې په اړه بېلابېل کتابونه مطالعه کوي او ورځنیو او نویو علومو ته لاسرسی پېدا کوي او خپل معلومات په دې اړه زیاتوي، داسې مېرمنې پرځان ډېر ښه باور لري او کله چي د نورو مېرمنو مخي ته راځي ډېر ښکلي نظرونه وړاندې کوي. همدارنګه د هغو نويو معلوماتو په اړه چي د پخلي، كورساتنې او د ماشومانو د روزنې په اړه يې ترلاسه کړي هغه مطرح کوي او نور دي ته اړباسي چي د هغې ستاینه وکړي په پایله کي د غرور او پرځان د ښه باور احساس کوي، ځکه نو د فکري ټکنالوجۍ د کامیاب زده کوونکي په توګه زده کړه وکړه، چي پرځان ښه باور پېدا کړي، تجربه زیاته کړه، چي ځان شتمن احساس کړې. هره ګړۍ خپل علم او خپله پوهه زیاته کړه، چي تل د عزت نفس او په خپل نفس باندې ښه باور وکړې.


((چي ژوند وی تل سعادت ته نژدې وي))


ماخذ : فکري ټکنالوجۍ 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته